CRI Online

د نورو ولايتونو تصدۍ له شينجيانګ سره مرسته کوي

cri     (GMT+08:00) 2015-06-09 08:21:20

له شينجيانګ سره د مرسته کولو تګلارې د نوي پړاو له پلي کېدو راهيسې د اړوندو ولايتونو او ښارونو زيات شمېر تصديو په شينجيانګ کې پانګونې کړي دي چې نه يوازې د خپلو تصديو د پرمختګ لپاره يې خوځنده ځواک برابر کړی، بلکې په شينجيانګ کې اړوندو چارو په چټک ډول پرمختګ هم کړی او د بېلا بېلو قومونو زرګونو تنو ته کاري فرصتونه هم برابر کړي دي.

د ګوانګ دونګ ولايت د سه که شرکت د ٢٠١٤ کال له جون څخه په کاشغر کې پانګونه کړې او په يو کال کې يې د کاشغر په ٤ ښارګوټو کې ٤ فابريکې جوړې کړې چې ١٧٥٠ تنو ته يې کاري فرصتونه ور کړي دي.

له شينجيانګ سره د مرستې کولو لپاره د ګوانګ دونګ ولايت عمومي قوماندان فانګ لي شيو وويل چې شينجيانګ ته د مرستندويه کاري ډلې تر ننوتلو وروسته زيات شمېر ملي لږکيو وګړي راجلب شوي چې د تصديو د پرمختګ له نوې لارې سره هم سمون لري.

د کاشغر د اقتصادي پرمختګ په سيمه کې د سه که شرکت په صنعتي مرکز کې د فابريکې څو معياري عصري ودانۍ جوړې کړې او زياتره په کار لوېدلې دي.د کاشغر د اقتصادي پرمختګ سيمې د ادارې کميټې خبر ورکړ چې اوس په دې سيمه کې د چاپيريال او جامو په اړه ١٦ تصدی شته.د سيمه ييز حکومت له پلان سره سم په دغه سيمه کې بسنټيز تأسيسات بشپړ شوی او هيله ده چې په راتلونکي کې به لازياتې تصدۍ په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د سه که شرکت يو مسؤل خبريال ته وويل چې که څه هم په شينجيانګ کې د کارکوونکو شمېر ډېر دی،خو د ژبو د تبادلې مسئلې هم موجودې دي.زموږ مشر سو شاو شي له سيمه ييز دود سره سم د ادارې نوې لارې چارې انتخاب کړې.د بېلګې په توګه،د ملي لږکيو ځوانان د سندرو ويلو او د نڅا په کولو کې ډېر تکړه دي،دغه راز د کار کولو په ترڅ کې د نڅا کولو په ګډون د فعاليتونو وخت ټاکل کېږي او ورځ په ورځ د کارکوونکو کاري شوق او انرژي هم پياوړې کېږي.

د ٢٠١٥ کال د چين تر پسرلني دوديز اختر وروسته د سه که شرکت ٩٨ سلنه کارکوونکي پر وخت بېرته خپلو دندو ته ستانه شول.

د چين د ګوانګ دونګ په ولايت کې د تصديو شمېر ډېر زيات دی او اوس زيات شمېر شرکتونه د جوړښتونو د بدلون او بهر ته د ننوتلو له ستونزو سره مخامخ دي.د سه که شرکت مشر سو شاو شي خبريال ته وويل چې د شرکت له واقعي حالتو سره سم شينجيانګ ته تللی و او په عين وخت کې د شينجيانګ وګړو ته کاري فرصتونه رسولي دي.

ښاغلي سو باور لري چې په راتلونکي کې به د سه که شرکت د کاشغر په بېلا بېلو ولسواليو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي چې د اټکل له مخې به د ٢٠١٦ کال په پای کې ٢٠ زرو تنو ته کاري فرصتونه برابر کړي او توليدي ارزښت به يې يو مليارډو يوانو ته ورسېږي.

د جه جيانګ ولايت د جيه لي يا شرکت يو مسؤل خبريال ته وويل چې که څه هم په جنوبي شينجيانګ کې د کارکوونکو شمېر لږ دی،خو سرچينې يې غني دي.د ملي لږکيو زيات شمېر کارکوونکي به وګومارل شي،زموږ شرکت به سيمه ييزو وګړو ته لازيات کاري فرصتونه برابر کړي.

له شينجيانګ سره د مرستو کولو تګلارې په اړه يو چارواکي خبريال ته وويل چې حکومت د تصديو ملاتړ کوي چې په شينجيانګ کې پانګه واچوي،خو دغه شرکتونه به د شينجيانګ پر چاپيريال منفي اغېزه ونه کړي.د بېلګې په توګه،د نساجۍ په تصديو کې دې د ککړو اوبو د ادارې تأسيسات جوړ شي،له شينجيانګ سره مرستندويه پانګې به په دې برخه کې هم وکارول شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای