د شينجيانګ د ايلي د قزاقي خپلواکې ادارې سيمې په مرکز اينينګ ولسوالۍ کې اقليم ښه او توليدات يې غني دي چې د ګلانو د ښار په نوم يادېږي.په دې وروستيو ورځو کې د چين نړيوالې راډيو خبريالانو د اينينګ له ولسوالۍ څخه ليدنې کړې او ليدل کېږي چې په دې سيمه کې د عصري کرنيز تخنيکي مرکز د جوړولو له لارې د بزګرانو عايدات لوړ شوی دی.
د اينينګ ولسوالۍ د عصري کرنيز تخنيکي مرکز د ٢٠١٢ کال په مارچ کې جوړ شوی چې پراخوالی يې ٥ اعشاريه ٣ کيلو متره مربع دی. د اينينګ ولسوالۍ د کرنۍ ادارې ګوندي منشي جاو ګوه جيون وويل چې که څه هم اينينګ ولسوالۍ څو ځلې د چين د غلودانو د توليد د غوره ولسوالۍ افتخاري لقب تر لاسه کړی،خو د کرلو سويې لاهم وروسته پاتې دي.
(اواز ١)
که څه هم اينينګ ولسوالۍ يوه لويه کرنيزه ولسوالۍ ده ،خو د کرنيزو غلودانو توليدولو حالت يې ډېر لومړنی دی.نو د عصري کرنيز پرمختګ بهير د چټکتيا لپاره مو له ٢٠١٢ کال څخه په دې ولسوالۍ کې د عصري کرنې د ساينس او ټېکنالوژۍ د پرمخبيولو سيسټم د ابادۍ پروژۍ پلې کړې دي.
د خبر له مخې،په ياد مرکز کې د ځمکو د تبادلې په وسيله تصدۍ راجلب شوې او د نويو تخنيکونو،لارو چارو او توليداتو په اړه تجربې تر سره شوې دي. د هوی قوم ٧٥ کلن سپين ږيری وانګ جه يوان د ځمکو د تبادلې په اړه داسې وويل
(اواز ٢)
په پيل کې د وګړو نظريې يو شان نه وي او نه يې غوښتل د خپلو پيسو له لارې د ځمکو په تبادله کې ګډون وکړي.
ښاغلي وانګ لومړۍ کس و چې د ځمکو په تبادله کې يې ګډون وکړ او وروسته د حکومت له خوا ګټې تر لاسه کړې.په ٢ کلونو کې د سپين ږيری وانګ کورنۍ د ١٢٠ زرو په ارزښت پيسې زيرمه کړی او د ١١٠ مربع مترو يو نوی کور يې هم جوړ کړی .
اوس په دې سيمه کې لازيات بزګران د نوي ډول په کرنيزو لارو چارو کې ګډون کوي.
د ځمکو د تبادلې له لارې سيمه ييز وګړو ته واقعي ګټې رسېدلې دي او په دغو ځمکو کې يې جوړ شوی کرنيز تخنيکي مرکز کې هم ستر رول لوبوي.د اينينګ ولسوالۍ د کرنې ادارې ګوندي منشي جاو ګوه جيون وويل چې حکومت نه يوازې غواړي د بزګرانو عايدات لوړ شي، بلکې هيله هم لري چې د تخنيکي مرکز د تجربو له لارې به د اينينګ سيمې کرنيز توليدات به د سيالۍ لا ستر توان ولري تر څو په راتلونکي کې به د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند نظريې د پلي کېدو په بهير کې رول ولوبوي.
ښاغلي جاو وويل
(اواز ٢)
اينينګ ولسوالۍ د قورغاس بندر د دوو ساعتو په اقتصادي سيمه کې پروت دی.دغه راز موږ ستر امتيازونه لرو.اوس په بازارونو کې زياتره سابه د شان دونګ له ولايت څخه راځي.موږ غواړو خپلې اډې جوړې کړو او د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند ستراتيژۍ د پلي کېدو په رڼا کې خپل اقتصاد ورخلاصی کړو.
په عين وخت کې له دې امله چې د قورغاس بندر د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند لوېديځې دروازه ده،نو د اقتصاد تر سمسورتيا وروسته به د اينينګ په ولسوالۍ کې د وګړو شمېر هم لوړ شي.دغه راز د شين رنګ کرنيزو توليداتو خرڅلاو او سيلانيزې کرنې په راتلونکي کې زموږ د پرمختګ لور دی.
0625xinjiang.m4a
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |