CRI Online

د چين د ديارلسمې دورې ژمني سپورټي لوبو د تياريانو کارونه په سالم ډول روان دي

cri     (GMT+08:00) 2015-10-01 20:04:09

د چين د ديارلسمې دورې ژمني سپورټي لوبې به د ٢٠١٦ کال د جنورۍ په شلمه نېټه په شينجيانګ کې تر سره شي. بيجينګ د ٢٠٢٢ کال د ژمنيو اولمپيکي لوبو د کوربه توب حق تر لاسه کړ چې په شينجيانګ کې د ژمني سپورټي لوبو د تر سره کېدو او د واورينو لوبو د پرمختګ لپاره يې تاوده احساسات پيدا کړي دي. د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د جوړېدو د شپيتمې کاليزې په وخت کې د سپورتي چارو عمومي ادارې، د کمونېست ګوند د کميټې او حکومت تر پاملرنو او کوښښونو لاندې د شينجيانګ د ژمني سپورټي لوبو د تياريانو بېلا بېل کارونه په سالم ډول روان دي او واقعی پرمختګونه يې تر لاسه کړيدي.

د اروموچي ولسوالۍ د نان شان په سيلانيزې اډې کې پر کنګل باندې سپورټي ميدان به د يادو لوبو د چټک سرعت سکي وهلو، د يخ پر سر بازي، پر کنګل باندې هاکي او ځينې سيالې به تر سره شي او پر واورو باندې سيالی به د وريښمو لارې او د تيان شان تيان چی په نوم د سکي وهلو په ميندانونو کې تر سره شي. اوس د ژمني سپورټي لوبو لپاره ټول ميندانونه او جمنازيمونه د سياليو د ازموينې او تمرينو پړاو ته رسيدلی دی. د کاپوهانو د ازموينې له مخې د روانې دورې د ژمني سپورټي لوبو لپاره د ميدانونو او جمنازيمونو ډيزان او کيفيت او د سياليو شرايط ټول د نړۍ له پرمختللې سويې سره سمون لري. د شينجيانګ د سپورټي چارو مرکز منشي او د ديارلسمې دورې د ژمني سپورټي لوبو د ابادی او پلانولو مسئول سون جيان جانګ وويل (اواز)

د کنګل د جوړولو تجهيزات او د کنګل ميندان ټول د نړۍ په کچه له پرمختللې سويې سره جوړ شوې. د دغو لولو تر سره کولو په وخت کې به د واورو جمنازيم په بهر کې تودوخه د صفر نه ټيټه منفي پنځلس سانتي ګراد شاوخواو وي. نو خلک به په بهر کې هم ډېر ساړه نه وي، نو تر لمر لاندې سکي وهلی شي، دا به يو ښه شرط وي؟

پر کنګل باندې د سپورټي مرکز عمومي پراخوالی نږدی اتيا زره مربع مترو ته رسېږي او د دغه مرکز د ډيزان بڼه يو ښکلی ويړونکی واورينې ګل ته ورته دی چې د وريښمو لارې د ګلونو درد له عصری ډيزان څخه څرګندوی دی. د لوبغاړو مرکز عمومي پراخوالی نږدی ٢٠ زره مربع مترو ته رسېږي چې شاو خوا شل زره تنه په کې ډوډی خوړلی او دوه سوه او څلويښت تنه اوسيدلی شي. د دغو لوبو د مطبوعاتي مرکز پراخوالی نږدی ٤زره مربع مترو ته رسېږي چې د سياليو د لارښوونې، د خبرونو خپرولو او د امنيت ساتلو د لارښوونې کارونه به په کې تر سره شي. اوس له وروموچي څخه د ژمني سپورټي لوبو ميدانونو ته د دوه ويشتو کيلومترو په اوږدوالی چټک سړک په کار لويدلی دی چې سيلانيانو ته به ډېرې اسانتياوې برابرې کړي. د سياليو لپاره د بېلا بېلو سپورټي ميدانونو او جمنازيمونو د ازموينې کارونه روان دي، د خبري رسنيو، لوبغاړو د خوراکونو او اوسيدو، ترافيکي چارو او د امنيت ساتلو په شمول د لوازمو کارونه په سالم ډول د تطبيق په حال کې دي. برسيره پر دې د دغو لوبو د انرژيو د ضمانت سيستم چمتو شوی دی، د اروموچي ولسوالی د ترافيکي چارو د پلانولو ادارې مشر شياو کون وويل (اواز)

اوس د ژمني سپورټي لوبو لپاره د بريښنا، اوبو او طبيعی ګازو برابرولو او د اوبو ايستلو په اړوند ضمانت ټول چمتو شوي دي.

دا به لومړی ځل وي چې شينجيانګ د هېواد په کچه د لويې پيمانې هراړخيزې سپورټي لوبې تر سره کړي. د کوربه ځای په توګه شينجيانګ به نږدی دری سوه لوبغاړی دغو لوبو ته ولېږي چې د پنځو لويو ډولو په ٩٧ کوچنيو سياليو کې به ګډون ولري او تر وسی پورې ښه موفقيتونه تر لاسه کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای