CRI Online

د سترې تاريخي پرمختيا په موقع کې شينجيانګ

cri     (GMT+08:00) 2015-10-01 20:17:28

نن د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له شپږشپېتمې کلېزې او د شينجيانګ د اويغوري قوم خپلواکې سيمې د تاسيس له شپېتمې کليزې سره برابره ده . ددې موقع په رارسېدو سره د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر يو سپين کتاب تر دې سرليک لاندی خپور کړ چې په شينجيانګ کې د بېلابېلو قومونو د مساوات ، يووالي او پرمختيا تاريخي شواهد . په سپين کتاب کې د زياتو واقيعتونو په راوړلو سره د شپېتو کلونو راهيسې په بېلابېلو ساحو کې د شينجيانګ پرمختيا په بهير کې ستر برياليتوبونه ياد شوي دي. د پروګرام په دې لړ کې به د شينجيانګ د اويغوري قوم خپلواکې سيمې رئيس شکرت ذاکر او نورو مشرانو لاندني تشريحات معرفی کړو .

د شکرت ذاکر په وينا له شپېتو کلونو راپدې خوا د شينجيانګ د اقتصادي پرمختيا په بهير کې ستر تاريخي پرمختګونه ترسره شوي دي . تېر کال د شينجيانګ مجموعي توليدي ارزښت د شپېتو کلونو د پخوا په نسبت يو سلو پنځلس چنده جګ شوي او د ښاريانو عايد او د هر بزګر په سر خالص عايد په جلا جلا توګه د دوه زره نهم کال په پرتله يو اعشاريه نهه او دوه اعشاريه دوه واره زيات شوی دي .

اوسمهال شينجيان له يو سلو شپږ اتياوو هېوادونو او سيمو سره سوداګريزې اړېکې ټينګې کړې دي چې د شينجيانګ د ورخلاصون هراړخيز جوړښت رامنځته شوی دی. تېرکال د شينجيانګ صادراتي او وارداتي ارزښت اوه ويشت ملياردو شپږ سوه نهه شپېته مليونو ډالرو ته رسېدلی دی ، خو د خپلواکې سيمې د جوړېدو په لومړی کال کې دغه ارزښت يوازی يو پنځوس مليونه ډالره وو .

شکرت ذاکر وويل چې له هغه وخته راهيسې چې د شينجيانګ کارونو په هکله مرکزي غونډه جوړه شوې ، په شينجيانګ کې د خلکو د ژوند په هکله پنځه سوه پروژې بشپړې شوې ، په تېره بيا د وګړو د هستوګنې شرط ښه شوی ، د استخدام ، ښوونې ، روغتيا او ټولنيزې بيمې په هکله د وګړو ستونزې حل شوې دي چې له امله ګڼ شمېر وګړو د سمون او ورخلاصون تګلارې په رڼا کې له تر لاسه شويو برياليتوبونو څخه ګټه اخيستې ده .د شمېرنې له مخې اوس د هر تن په سر د غوښو خوړلو کلنۍ اندازه يوويشت کيلوګرامه دي ، خو شپېته کاله مخکې دغه اندازه يوازې يونيم کيلو و . د هر کس په سر د هستوګنې مساحت اوس اته ويشت مربع متره دی ، خو شپېته کاله مخکې دغه پراخوالی يوازې پنځه مربع متره و . نن ورځ د ګړندي موټر سړک د منطقو او ولسواليو مرکزونو او ښارونو ته او د علاقه داريو مرکزونو ته د قير سرکړونه رسيږي .

په ټوله خپلواکه سيمه کې څوارلس کلنه ښوونه وړيا ده او له لسو زرو تنو څخه يوسلو شپږ ويشت تنه د عالي ښوونې څخه برخمن دي يا وو ، خو شپېته کاله پخوا دغه شمېر يوازی څلور تنه وو.

د خپلواکې سيمې د مشر مرستيال هوانګ وي وويل چې په تېرو وروستيو کلونو کې د وګړو ژوند د ښوالي لپاره حکومت دوه سوه پنځوس ملياردوه يوانه پيسې لګولي دي چې په نتيجه کې په تېرو پنځو کلونو کې څلور مليونه بزګران نويو کورونو ته نقل شوي ، د يو سلو لسو زرو تنو کوچيانو لپاره دايمي کورونه جوړ شوي دي .

د شکرت ذاکر په وينا د خپلواکې سيمې حکومت د اوږدې مودې راهيسې د قومي خپواکۍ نظام تطبيق کړی ، د قومي مساوات او د مذهبي عقيدې د ازادۍ درناوی کړی دی . دغه راز په شينجيانګ کې د قومي کدرونو د استخدام اندازه زياته شوې ده ، مثلا تېر کال په شينجيانګ کې څلور لکه اوولس زره تنه قومي کدرونه شته چې دغه شمېر د ټولې خپلواکې سيمې د عمومي شمېر په سلو کې يو پنځوس برخه نيسي .

د شينجيانګ د اويغوري قوم خپلواکې سيمې يو بل مسئول شوقت امين وويل چې حکومت د اړوندو قوانينو سره سم له تندلاريو ډلو سره مبارزې کړې ، عادي مذهبي مراسم او فعاليتونه او د مذهبي ډلو حقه حقونه او ګټې يې ساتلي دي . اوس په شينيجانګ کې څليرويشت زره او څلور سوه جوماتونه شته او اته ويشت زره او شپږ سوه تنه ملايان پکې د امامت دندې په غاړه لري . هر کال خپلواکې سيمه د حج د ادا کولو لپاره درې زره تنه مسلمانان مکې ته ليږي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای