CRI Online

د کشغر ښار په بيا جوړېدو سره د وګړيو ژوند هم بدل شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2015-10-16 11:01:00

حج عبدالنعيم د شينجيانګ د کشغر اوسېدونکی دی. پنځه شپږ کاله مخکې يې خپل نوی کور ته کډه وکړه. هغه له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د هغه وخت د يادولو په وخت کې لا هم ډېر اغيزمن و

(( کله چې موږ نوی کور ته نقل شوو، نو ډېر خوښ او خوشحاله وو، پخوا زموږ کور تور او ناپاک و، او سامانونه يې هم کافي نه وو. نو کله چې دغه نوی کور ته تر نقل کېدو وروسته په څو ورځو کې د خوشحاليو او له حکومت څخه د مننې له امله له سترګو څخه مو اوښکې بهيدې . ))

خبريال وليدل چې د عبدالنعيم نوی کور يوه اويغوري بڼه لرونکی ودانی ده چې نه يوازی لوی دی او د ټلويزيون، يخچال او ايرکنډيشن په شمول برقي سامانونه پکې شته، بلکې ښه ښکلی او تزئين شوی هم دی ، ته به وايي چې لکه يوه شاهي ماڼۍ ده . ده وويل

(( پخوا د کور په بام د ضرورت د رفع کولو لپاره يوه لويه بوکه پرته وه او په شپه کې مو وغورځولې. په کور کې د ځان مينځلو ځای هم نه و، له اوسني نوي کور سره دومره زيات توپير لري لکه له ځمکې څخه تر اسمانه. ))

د عبدالنعيم زوړ کور د کشغر ښار په زړه سيمه کې د اويغوري اوسېدونکو له کورونو څخه يو و، د زياتو کلونو په تېرېدو سره، دغه زاړه کورونه بيخي خراب شوي او د ړنګېدو خطرونه هم لري. د دې حالت د بدلولو لپاره، د کشغر ښار ګوندي کمېټې او حکومت په ٢٠٠٩ کال کې د کشغر د زړې ښاري سيمې بيا رغاونه پيل کړه. د دې لويې پروژې عمومي پانګې اويا مليارډو يوانو ته او د پروژې د پلي کولو پراخوالی يې څلور اعشاريه پنځه ويشت کيلومترو مربع ته رسيږي او د دوو لکو شلو زرو ښاريانو له ژوند سره اړيکې لري. د دې پروژې د ترسره کولو په ترڅ کې اړونده ارګانونه د وګړو د قانع کولو، نقلولو او د ودانيو د اصلاحولو په شمول له ډېرو ستونزو سره مخ وو، نو د کشغر ګوندي کمېټې او حکومت د دغو ستونزو د ليرې کولو لپاره اغېزمن تدبيرونه نيولي دي: ځايي حکومت د کورونو د عمده ودانيو د سمون او اصلاح لګښت پر غاړه اخلي، خو د نويو کورونو د ښکليتوب لګښت پخپله د وګړيو په غاړه دی. د پروژې د بشپړېدو په بهير کې د سمولو او رغولو دفتر د وګړيو د ځانګړو اړتياوو د پوره کولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه کړي. مثلا د عبدالنعيم کور د سمولو لايحه تر څه دپاسه لس ځلو اصلاح وروسته تائيد شوې ده. د کشغر ښار د زړې سيمې د سمولو او رغولو دفتر کارکوونکي حبيب الله خبريال ته وويل

(( د عبدالنعيم د زاړه کور تر سمولو مخکې موږ لومړی د ده کور پراخوالی اندازه کړ او د ده لخوا تر تصديق او لاسليک وروسته مو د ده د غوښتنې سره سم د نوي کور په ډيزاين پيل وکړ .))

پنځه شپږ کاله کېږي چې عبدالنعيم نوی کور ته نقل کړی دی . د استوګنيزو شرايطو په ښه والي سره، د ده د کلالۍ کاروبار هم مخ په ښه کېدو دی. پخوا څرنګه چې د ده د استوګنې شرايط سخت وو، نو کاسې به يې په بل ځای کې کېښودلې او هره ورځ به د دوو ځايونو په تګ راتګ بوخت و او د نويو کاسو د ډيزاين او جوړونې وخت يې نه درلود. نو د ده کاروبار تر ډېرې اندازې پورې د ځنډېدو په حال کې و. اوس د کشغر د زړې سيمې د عمومي چاپېريال په ښه والي سره، د سيلانيانو شمېر ډېر مخ په زياتېدو دی. نن ورځ د عبدلنعيم کور د ناستې خونه خاص د کاسو د ښودلو لپاره ده او ښکلې کاسې ډېر سيلانيان راجلبوي، نو اخيستونکي يې هم مخ په زياتېدو دي. هغه وويل

(( زما اوسني عايدات د پخوا په پرتله څو چنده زيات شوي، پخوا مې هره مياشت تقريبا يو يا دوه زره يوانه تر لاسه کول، خو اوس زما منځني مياشتني عايدات درې څلور زره يوانه دي، تر ټولو زيات عايدات مې په يوه مياشت کې لس زرو يوانو ته هم رسېږي.))

د عبدالنعيم کورنۍ کيسه د کشغر ښار د زړې سيمې د شپېتو زرو کورنيو د ژوند سويې د لوړتيا يوه نمونه ده . د پلان له مخې، په ٢٠١٧ کال کې به د کشغر ښار د زړې سيمې د سمولو او رغولو پروژه بشپړه شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای