CRI Online

شينجيانګ د ايکولوژيکي چاپېريال اداره پياوړې کوي

cri     (GMT+08:00) 2015-11-10 10:00:03

شينجيانګ چې د چين په شمال لوېديځ کې پروت دی، ايکولوژيکي چاپېريال يې ډېر کمزوری دی او د ځنګلونو د کښلو اندازه يوازې درويشت اعشاريه پنځه سلنه ده. خو دلته وګړي هم د پرمختګ شوق او زوق لري، نو څنګه د پرمختګ هيلې او د کمزوری ايکولوژيکي چاپېريال تر منځ اړيکې کتل د شينجيانګ د پرمختګ په بهير کې يوه ستونزه بلل کېږي. شينجيانګ په وروستيو کلونو کې د چاپېريال ساتنې ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يې، د اقتصادي پرمختګ په ترڅ کې يې د ايکولوژيکي چاپېريال ادارې ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يې. اوس د شينجيانګ په ګوټ ګوټ کې د اقتصاد د ګړندي پرمختګ ترڅنګ د ايکولوژيکي چاپېريال هم ساتل کېږي.

مخکې په يوه دايمي موده کې، د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې په مرکز اورمچي ښار کې د هوا ککړتيا ډېره وه. د هر کال په ژمي کې دغه ښار د تورو وريځو تر څپو لاندې و. اوس دغه حالت پوره بدل شوی، د اورمچي اسمان شين دی او په ژمۍ کې سپينه واوره ليدل کېږي. دا په اورومچي ښار کې د هوا ککړتيا د مخنيوی او کنټرول عملياتو نتيجه ده. اورمچي په ٢٠١٠ کال کې د هوا ککړتيا د مخنيوی او ادارې په اړه ١٢٦ پروژې پيل کړې او له پنځو کلونو راهيسې يې اته مليارډه اوه سوه او شل مليونه امريکايي ډالره لګولي دي. د دې ښار په مرکز او شاوخوا کې د سکرو د سوځولو سرچينې بندې شوې او د طبيعی ګازو د استعمالوونکي تجهيزات يې ځای پر ځای کړی تر څو د انرژۍ پاکوالی ترسره کېږي. په تېر ٢٠١٤ کال کې د هغو ورځو شمېر چې د هوا کيفيت دوهمې درجې ته رسېږي، درې سوو لسو ته رسېدلی چې په تاريخ کې تر ټولو ښه ريکارډ يې جوړ کړ.

دوه اتيا کلن لي ده چنګ له تقاعد مخکې په اورمچي ښار کې د چاپېريال د څارنې کارونه کول، د خپل کاري دود له امله، هغه تل د هوا کيفيت ته ډېره پاملرنه کړې او په وروستيو کلونو کې د هوايي کيفيت د ښه والي په اړه يې ژور احساسات لرلي. ده وويل

(( مخکې چوغکان په تور رنګ ښکارېدل، د واورو پر سطحه تور رنګ ليدل کېدا. اوس چاپېريال ډېر ښه شوی، د ملکي وګړيو احساسات هم ښه شوي او د وګړيو د ژوند سويه لوړه شوې ده.))

د روان کال په سر کې د چين د کورونو، ښارونو او ولسواليو د جوړونې ادارې د ٢٠١٤ کال د چينايانو د استوګنې چاپېريال د نمونوي جايزو ليست خپور کړ چې په اورمچي ښار کې له سکرو څخه د طبيعی ګازو د استعمالولو پروژه پکې شامله وه. د اورمچي ښار د چاپېريال ساتنې ادارې مرستيال چيو جين سونګ وويل، د پانګونې د ارزښت او په دغه پروژه کې د تر لاسه شوي برياليتوب له لحاظه، د اورمچي ښار سويه په ټول هېواد کې مخکې ده. هغه وويل

(( د هوا ککړتيا د مخنيوي او ادارې په برخه کې د اته مليارډه اوه سوه او شل مليونه امريکايي ډالرو لګښت زموږ د عايداتو په پرتله زياته اندازه نيسي. تېر کال زموږ مالي عايدات يوازې اوه مليارډه او څلوېښت مليونه امريکايي ډالره وو. فکر کوم د نظريو بدلون تر ټولو مهم دي. اوس موږ د تکنالوژۍ په برخه کې هېڅ ستونزه نه لرو، نوره سخته موضوع د ارادې مسئله ده.))

د هوا ککړتيا مخنيوی او کنټرول د اورمچي ښار په وروستيو کلونو کې يوه لويه لاسته راوړنه ده، خو د ئاقسو سيمې لپاره چې د تکلمنګن صحرا ته نږدې پرته ده، د سخت باد او شګلن بحران د مخنيوی لپاره د ونو کېنول د لسګونو کلنو پروژه ده. د ئاقسو سيمې په شمالي خوا کې يوه سيمه شته چې د ققيا په نوم يادېږي. نهه ويشت کاله مخکې دلته يوه صحرا وه. په ١٩٨٦ کال کې د ئاقسو ځايي حکومت له اړوندو ارګانونو سره يو ځای په دې سيمه کې د ونو په ايښودلو پيل وکړ او تر اوسه پورې يې د اوولسو زرو هکتارو په پراخوالی ځنګلونه کېنولي دي او دغه راز د دې سيمې ايکولوژيکي چاپېريال تر ډېرې اندازې پورې ښه شوی دی.



اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای