CRI Online

د شينجيانګ د اسلامي علومو پوهنځی

cri     (GMT+08:00) 2015-11-19 21:06:50

همدا اوس مو د شينجيانګ د اسلامي علومو پوهنځي د يو محصل اواز واورېد چې لوستونکی يې عباس نومېږي او اوس د دې پوهنځي په درېيم ټولګي کې زده کړې کوي. د ده هيله د اسلامي علومو يو امام ګرځېدل دي، د همدې لپاره هغه په دې پوهنځي کې شامل شو.

د شينجيانګ د اسلامي علومو پوهنځی په ١٩٨٧ کال کې جوړ شو او په تېرو ٢٨ کلونو کې ٦٣٥ تنه زده کوونکي له دې پوهنځي څخه فارغ شوي او پکې اتيا سلنه د شينجيانګ په ګوټ ګوټ جوماتونو کې د امامت دندې په غاړه لري. په دې پوهنځي کې هم د ليسانس پنځه کلنه دوره او هم د اخوند او امام د روزنې کورسونه شته. په دې پوهنځي کې د قران مجيد، سورتونو، ايتونو، مذهبي درسونو، د قران مجيد لوستلو، عربي ژبې، عصري اويغوري ژبې او سياسي او حقوقي مالوماتو په شمول ډول ډول درسونه ځای لري. زده کوونکي د بېلا بېلو ځايونو لخوا معرفي او د ازموينې له لارې غښتلي او تکړه زده کوونکي غوره کېږي.

د دې پوهنځي مشر عبدالرقيب په قول، د دې پوهنځي موخه د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د مسلمانانو لپاره د نوي نسل مذهبي کارکوونکي روزل دي. ده وويل

(( موږ غواړو د تعليم او ښوونې له لارې يوه ډله د اسلامي علومو عالمان وروزو، د دين تر څنګ له خپل هېواد سره ډېره مينه لري او لوړه سويه پوهه او مذهبي مالومات هم لري.))

څو ورځې مخکې د ترکيې يوه ډله مېلمنو له دې پوهنځي څخه ليدنه کتنه وکړه. دوی د چين، شينجيانګ او د چيني مسلمانانو په اړه ډېرې پوښتنې درلودې او و يې غوښتل دلته سم ځوابونه تر لاسه کړي.

په ترکيه کې د شينجيانګ په هکله ډېرې غير حقيقي ګونګوسې او انګازې شته او هغه چې سرچينې يې د شينجيانګ په اړه هېڅ سم مالومات نه لرل دي. د ترکيې دغو استازو د دې پوهنځي د درسونو په موخه کې د هغه ټکي په اړه شک وړاندې کړ چې وايي مذهبي کارکوونکي بايد پر سوسياليزم ټينګار وکړي. د دې پوهنځي مشر عبدالرقيب دوی ته ځوابونه ور کړل او و يې ويل

(( مذهب سرحد نه لري، خو پر مذهب باور لرونکی هر يو ملي هويت لري. زموږ هېواد چين د سوسياليزم لاره غوره کړې، نو زموږ مذهبي کارکوونکي هم بايد له هېواد سره ګډ ګام غوره کړو. لومړی هېواد زموږ د ژوند ساتنه او ضمانت کوي، بيا وروسته زموږ عقيده رامنځته کېږي.))

هغه په همدې وخت کې پر دې ټينګار وکړ چې سوسياليزم له اسلام شريعت څخه مخالف نه دی . ده وويل

(( د سوسياليزم موخه د ګډ پرمختګ موندل دي. که چيری په کوم ځای کې مصيبت رامنځته کېږي،موږ به په ګډه ورسره مرستې وکړو چې دا د اسلام لارښوونه هم ده له شريعت سره سمون لري.))

سږ کال د روژې په ترڅ کې په ترکيه کې د شينجيانګ د بېلتون غوښتونکو د انټرنيټي شبکې له لارې دغه ګونګسه خپره کړه چې ويلی يې د چين حکومت د وګړيو په مذهبي ازادۍ کې لاسوهنه کوي. د دې ګونګسې له امله، په ترکيه کې لاريونونه رامنځته وشول او ډېره منفي اغېزه يې کړې ده. دغه ځل د ترکيې استازو له شينجيانګ څخه پخپله ليدنه وکړه، دوی به په خپلو سترګو او غوږونو د شينجيانګ عملي مالومات تر لاسه کړل.

د ياد پوهنځي د مشر عبدالرقيب په سترګو کې، د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د جوړېدو له ٦٠ کلونو راهيسې، ټولنې او اقتصاد يې ګړندي پرمختګ موندلی او مومي يې. مسلمانانو ته ترې ډېرې ګټې رسېدلې دي. له دېرشو کلونو راهيسې، د دې پوهنځی له ګړندي پرمختګ څخه هم ښکاري چې د چين حکومت او کمونېست ګوند مذهبي چارو ته ډېرې پاملرنې کړې او کوي يې. تېر کال د ځايي حکومت تر ملاتړ لاندې د دې پوهنځي د پراخولو پروژه پيل شوې چې عمومي پانګونه يې دوه سوه اته پنځوسو مليونو يوانو ته رسېږي. د ترکيې د ان تي وي خبريال احمد له شينجيانګ او ياد پوهنځي څخه تر ليدنې وروسته خبريال ته وويل چې دا شک نه شته په چين کې ټول مذهبي فعاليت په عادي توګه روان دي، دغه پوهنځی هم په ښه توګه د اسلامي علومو او شريعت لپاره کار کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای