CRI Online

فېشني آخوند موډرني افکار خپروي

cri     (GMT+08:00) 2015-11-23 09:21:07

ګرانو اوريدونکو، د چين مسلمانان پروګرام نننۍ کړۍ ته مو زه زرينه هرکلی کوم!

هره سهار کله چې زياتره کسان د پاڅېدو په حال کې وي، د شينجيانګ د قوتوبي ولسوالۍ د يونخوسون علاقه دارۍ د سنګونخو کلي ته نژدې پر سړک، د پاخه عمر يو سړی ليدل کېږي چې نوم يې أخوند يانګ جه دی او خپل لومړی ورځنی کار يعنې د ليرې واټن ځغاسته کوي. تقريبأ په شلو دقيقو کې د پنځو يا شپږو کيلومترو له ځغاستې وروسته، هغه خپل جومات ته رسيږي . دغه جومات د شينجيانګ له نورو زياترو جوماتونو سره توپير نه لري، خو د جومات په انګړ کې د يانګ جي دفتر له موډرني فضا څخه ډک دی، د تلويزيون، کوچ او ميز په شمول ډېراسباب او د کوچ ترڅنګ څو سپورتي وسايل هم پکې پراته دي اود دغه آخوندځانګړتياوې ترې ښکاريږي.

آخوند يانګ لا له هان په ١٩٩٨ کال کې موبيل تليفون واخيست، دغه راز هغه په ځايي مذهبي شخصيتونو کې لومړی شخص دی چې موتوسايکل او اوس ګړندی موټر کاروي، لومړی شخص دی چې سهامي بازار ته ننوتلی،لومړی يې له انترنيټي شبکې او د wechat په نوم له يوه غږيز سوفت وير څخه ګټه واخيسته. په دې وروستيو کلونو کې آخوند يانګ په ځايي مذهبي ټولنه کې په پرله پسې توګه تر نورو د"لومړي مقام " ريکارډ ټينګ کړی دی.

٤٨ کلن يانګ جه چې جګه ونه لري او لږ څه ډنګر دی او عينکې هم په سترګو کوي، اوس مهال د کلي جومات د أخوند، د خوتوبي ولسولۍ د سياسي کنفرانس د مرستيال او د ځايي اسلامي ټولنې د دايمي غړي په توګه دندې پر غاړه لري. خو د عامو ګړيو په سترګو کې هغه يو مذهبي مشر ، د موډرني کلتور خپروونکی او د ژوند د ښه کولو په برخه کې د مسلمانانو لارښوونکی هم دی.

په ٢٠٠٦ کال کې يانګ جه سهامي بازار ته ننوت، ځينو کسانو په دې شک درلود، چې ايا مسلمانانو ته سهامي بازار ته د ننوتلو اجازه شته او که نه ؟ خو يانګ جه وايي، دا نه يوازې د بازار د اقتصاد پيژندلو لپاره ، بلکې د څه لاسته راوړنو لپاره هم يوه لاره ده.

يانګ جه د يوه معاصر شخصيت په توګه اسلامي شريعت مراعات کوي او وايي چې د اسلام مقدس دين له ساينس څخه حمايت کوي او له تېروتنې ، خرافاتو ،ناپوهې او زور زياتي سره مخالفت کوي ، که پيروان يې په دې هکله نه پوهيږي ، نو که دوی هره هره ورځ پنځه وارې لمونځ هم ادا کوي ، نو د ړندو په څير دي.

يانګ جه وايي، دود ساتنه د حفظ کولو مانا نه لري او د معاصر کولتور پر ضد نه ده.

يانګ جه هره ورځ راډيو اوري او تليويزيون ګوري ، دده په اند د زياتو مالوماتو او پوهو په اخيستلو سره شخړې او ستونزې ښې حل کېږي .

څو ورځې مخکې يوه کليوال وغوښتل خپل تراکتور وپلوري، خو د پلورلو لاره يې پيدا نه کړه. يانګ جه دغه خبر واوريد او اړوند معلومات يې د غږيز سوفت وير له لارې خپاره کړل چې په پايله کې دغه تراکتور ژر وپلورل شو.

يانګ جه په ١٩٩٨ کال کې موبيل تليفون واخيست ، په هغه وخت کې ځينو دا نظر درلود چې أخوند بايد موبيل تليفون و نه کاروي، ځکه چې دا له دود څخه لېرې عمل دی . خو يانګ جه وايي ،ډېر پخوا موټر، موبيل تليفون او نور معاصر ترانسپورتي او مخابراتي وسايل نه وو ، پيغمبر به يوازی په اوښانو يو ځای ته تله او تبليع به يې کاوه، که اوس مسلمانان لا هم د پخوانيو دودونو سره سم ژوند وکړي ، دا به نه يوازی يو شا تګ وي ، بلکې د پيغمبر له تعليماتو څخه به هم سرغړونه وي .

د مرکې په پای کې أخوند يانګ جه د مطالعې کوټې ته ننوت او د کليوال رستورانت د پرانستلو په هکله يې يو کتاب رواخيست . تېر کال په دغه کلي کې پنځه رستورانټونه پرانستل شوي او سږ کال يانګ جه هم غواړي چې له کليوالو سره مرسته وکړي، تر څو نور پنځه ويشت داسې کليوالي رستورانټونه جوړ شي او د رستورانټ د خلاصولو په هکله د توجه وړ مالومات هم دوي ته وروپيژني .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای