CRI Online

شينجيانګ به د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو او ابادولو په ترڅ کې ځانګړی رول ولوبوي

cri     (GMT+08:00) 2015-11-27 15:08:32

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ترکيې څو تنو اقتصاد پوهانو او د خبري رسنيو مشهورو شخصيتونو په روانه مياشت کې د چين د شينجيانګ له ډېرو ځايونو څخه ليدنې وکړې او د شينجيانګ له پوهانو سره يې د نظريو ژورې تبادلې وکړې. دوی خبريال ته وويل په شينجيانګ کې اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی، ټولنه يې ثابته ده، بېلا بېل قومونه يووالی لري او سيمه ييزې وړتياوې يې څرګندې دي. شينجيانګ به هرومرو د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په بهير کې ځانګړی رول ولوبوي او د چين او ترکيې تر منځ د تبادلې او همکارۍ د پياوړتيا لپاره به مهم خدمتونه وکړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ٢٠١٣ کال کې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ورېښمو سمندري لارې د جوړولو وړانديز وکړ. د ترکيې د ان تي وي ټلويزيون کارکوونکي احمد يسلتايپی خبريال ته وويل، د يو کمربند او يوې لارې په جوړولو سره به د ورېښمو لارې پر غاړو پراته هېوادونه ترې ګټې واخلي او د دوی ګډ پرمختګ به وهڅول شي. ده وويل

((د يو کمربند او يوې لارې ستراتيژۍ نه يوازې د چين لپاره ډېره مهمه ده، بلکې د روسيې او قزاقستان په شمول د ورېښمو لارې پر غاړو د پرتو هېوادونو لپاره ستر ستراتيژيک اهميت هم لري. په تېره بيا د هغو اروپايي هېوادونو لپاره چې د ورېښمو لارې له لارې سره سوداګريزې معاملې کوي، دا يوه ډېره ارزښتناکه پروژه ده. ))

د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز په څرګنده توګه د چين او د ترکيې په شمول د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو تر منځ اړيکې نږدې کړې. د ترکيې د روښنايۍ په نوم د ورځپاڼې خبريال ګوخان ګوکمن خبريال ته وويل، د چين شينجيانګ په خپل ځانګړي جغرافيايي موقعيت د چين او ترکيې تر منځ د همکارۍ او تبادلې د هڅولو په برخه کې ورځ په ورځ مهم رول لوبوي. ده وويل

((شينجيانګ د يو کمربند او يوې لارې په مرکزي موقعيت کې پروت دی او لوېديځ ته د چين يوه کړکۍ هم ده. د يو کمربند او يوې لارې ستراتيژۍ په ژورتيا سره به د شينجيانګ له لارې ترکيې ته غځېدلې سوداګريزه لاره ترکيې ته ګټې ورسولی شي.))

يو کمربند او يوه لاره نه يوازې د سوداګرۍ لاره ده، بلکې د هنر او کلتور د تبادلې پل هم دی. د ترکيې د ان تي وي د کارکوونکي احمد يسلتايپی په اند، شينجيانګ به په خپله جغرافيايي وړتيا د چين او لوېديځ تر منځ د هنر او کلتور د تبادلې په برخه کې لا نور مهم رول ولوبوي. ده وويل

(( په شينجيانګ کې د ګړندي اورګاډي پټليو په جوړېدو سره به د چين او لوېديځ تر منځ مزل ډېر لنډ شي. په عين وخت کې شينجيانګ د ورېښمو لارې په مرکزي سيمه کې پروت دی چې هوايي ترانسپورټي سټېشن هم دی، نو دلته د بېلا بېلو طريقو له لارې د سوداګرۍ او کلتور تبادلې ترسره کېږي.))

نوموړي هيله وښودله چې د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په روانېدو سره به د چين او ترکيې د انسانانو تر منځ تګ راتګ لا زيات شي او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ پېژندنې به لا پياوړې شي.

په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو وګړي په سوله کې ګډ ژوند کوي او د هنر او کلتور په برخه کې هم په ګډه پرمختګ کوي، دا د چين او د ترکيې په شمول د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو تر منځ د تبادلې او همکارۍ د کولو فعال لامل ګرځېدلی دی.د ترکيې د اقتصاد پوهانو، کارپوهانو او د خبري رسنيو شخصيتونو په اند، د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې، د چين او ترکيې تر منځ سياسي تفاهم به لا نور پياوړی شي، اقتصادي او سوداګريزې اړيکې به يې نورې نږدې شي او د انسانانو تر منځ تګ راتګ به نور هم پياوړی شي. دا شک نه شته چې شينجيانګ به د دواړو هېوادونو تر منځ د متقابل تفاهم او باور د پياوړتيا او د همکارۍ د ژورتيا لپاره فعال رول ولوبوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای