CRI Online

د چين د وو شي د اسلامي کلتوري نندارتون ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2015-11-26 08:37:30
د چين د وو شي ښار د لومړې دورې اسلامي کلتوري نندارتون د نومبر په ١٧ مه نېټه د وو شي جومات په لوي تالار کې پرانيستل شو. د ووشي ښاروالۍ د چارواکو، د بېلابېلو ځايونو د اسلامي ټولنو استازيو او له نورو ولايتونو څخه د راغلو مسلمانانو په شمول دوو سوو مېلمنو د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود.

د عربي خطاطۍ فعاليت د نوموړي اسلامي کلتوري نندارتون له فعاليتونو څخه يو و.د وو شي ښار اسلامي ټولنې په تېرو شپږو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو ځايونو کې د مشهورو خوشنويسانو او يو شمېر د خطاطۍ مينوالو څه باندې ٢٠٠ خطاطي اثار راټول کړل او په نوموړي نندارتون کې يې نندارچيانو ته وړاندې کړل.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای