CRI Online

په پاکستان کې د شينجيانګ تر عنوان لاندې د عکسونو نندارتون تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2015-12-28 16:23:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، زما په کمره د شينجيانګ تر عنوان لاندې د عکسونو نندراتون څو ورځې مخکې د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې پای ته ورسېد. دغه نندارتون پنځه ورځې دوام درلود او پرانيستونکي مراسم يې د دسمبر په لومړۍ نېټه ترسره شول.

ښاغلي ازار حفيظ چې د ياد نندارتون لپاره يې عکسونه برابر کړي، د پاکستان د دولتي ټلويزيون يو کارکوونکی هم دی. هغه په ٢٠١٣ کال کې زما په کمره د شينجيانګ په عنوان د چيني او بهرنيو خبريالانو د سفر په هغه فعاليت کې ګډون کړی و کوم چې د چين نړيوالې راډيو لخوا ترتيب شوی و. سږ کال د چين او پاکستان تر منځ له دوستانه تبادلوي کال سره برابر دی او د نومړي لخوا برابر شوي عکسونه په ياد نندارتون کې نندارچيانو ته ښودل کېږي، ښاغلي حفيظ ډېر خوښ دی. هغه له چين نړيوالې راډيو څخه مننه وکړه چې ور ته يې چين ته د سفر فرصت برابر کړی و، شينجيانګ هغه ته ډېره ژوره خاطره بښلې ده. ده وويل

((دغه نندارتون د عکسونو يو ډېر ښه نندارتون دی او عکسونه يې ټول د ٢٠١٣ کال په اګست مياشت کې د چيني او بهرنيو خبريالانو لخوا په شينجيانګ کې اخيستل شوي. دغه عکسونه سل ګونو نندارچيانو ته ښودل کېږي. هغه پاکستانيان چې شينجيانګ ته سفر نه شي کولای، د دغو عکسونو له لارې د شينجيانګ ښکلې منظرې ليدې شي، زه د چين له نړيوالې راډيو څخه مننه کوم.))

په پاکستان کې د چين د سفير مېرمن باو جي چينګ د ياد نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې مېلمنو ته د شينجيانګ بنسټيز مالومات وروپېژندل او له ښاغلي ازار حفيظ څخه يې مننه وکړه چې د غښتلو عکسونو له لارې يې پاکستاني وګړيو ته د شينجيانګ ښکلې منظرې وښودلې. هغې وويل

(( د ښاغلي ازار حفيظ د عکسونو په اړه ژوره خاطره لرم، زما په اند چې د ښاغلي حفيظ په شان لا زيات پاکستاني عکس اخيستونکي بايد د چين له ډېرو ځايونو څخه ليدنې وکړي تر څو دوي ښکلي عکسونه واخلي. دغه راز به لا زيات پاکستانيان د عکسونو په وسيله د چين ښکلې منظرې وګوري.))

په عين وخت کې مېرمن باو جي چينګ د ژبو او کولتور په برخو کې د چين او پاکستان تر منځ د تبادلې د هڅولو په برخه کې د چين نړيوالې راډيو له کوښښونو ستاينه وکړه او و يې ويل

(( زما لپاره د وياړ وړ خبره دا ده چې چين نړيوالې راډيو پاکستانيانو ته د چيني ژبې او د چيني کولتور او هنر د ورپېژندلو په برخه کې مهم خدمتونه کړي دي. دا نه يوازې په چين کې د اردو ژبې د خپرونې چينل دی، بلکې د چين او پاکستان تر منځ د کولتور او وګړيو تر منځ دوستانه پل هم دی. دغې راډيو په ٢٠١٣ کال کې پاکستاني خبريالان او عکس اخيستونکي ترتيب کړل چې له شينجيانګ څخه ليدنه وکړه. دغو خبريالانو او عکس اخيستونکو ډېر په زړه پوري عکسونه اخيستي چې د ستايلو وړ دي. د دې راډيو کارکوونکو له دغو عکسونو څخه ښه او غښتلي

 عکسونه انتخاب کړي او دغه نندارتون يې ترې جوړ کړی او د چين او پاکستان ترمنځ د دوستانه تبادلوي کال فعاليت ته يې رنګ ورکړی دی. د دوی له هڅو څخه ډېره مننه کوم. ))

 

 

 

 

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای