CRI Online

ايران ته د شينجيانګ د کولتوري پلاوي سفر

cri     (GMT+08:00) 2015-12-28 16:47:51

څو ورځې مخکې د چين د شينجيانګ کولتوري پلاوی ايران ته سفر کړی چې په ترڅ کې يې په ايران کې د چين په سفارت کې يوه خبري ناسته جوړه کړه او د کولتور، بشري حقوقو او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخو کې د چين او ايران تر منځ د همکارۍ او تبادلې په اړه يې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په اړه د بشري حقوقو ادارې مامور جوه فنګ په ياده خبري ناسته کې وويل، چين او ايران په ډېرو برخو کې د نظريو موافقې ته رسېدلي دي. ده وويل

(( د ايران له اړوندو مامورينو سره د نظريو تر تبادلې وروسته دې موافقې ته رسېدلي يو. لومړۍ، د چين او ايران تر منځ د کولتوري تبادلې پياوړتيا لازمه ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو ټينګتيا لپاره ډېره ګټوره ده. دوهم، چين او ايران د بشري حقوقو تامين ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يې، دواړو هېوادونو په دې برخه کې هم ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي او دواړه خواوې دا ګډ نظر لري چې د بشري حقوقو په برخه کې د قانوني ضمانت پياوړتيا لازمه ده، دواړه خواوې به په دې ساحه کې خپلمنځي همکارۍ او تبادلې پياوړې کړي. درېيم، ترهګري او تندلاري د اوسنۍ نړۍ پر وړاندې يوه لويه ننګونه ده او د ګردې نړۍ د پاملرنې وړ ستونزه ده. ترهګري او مذهبي تندلاري له هر يوه مذهب څخه سرغړونه او دا په حقيقت کې له انسانانو، ټولنې او تمدن سره مخالفت کوونکې کړنې دي. نړيواله ټولنه بايد د ترهګرۍ او مذهبي تندلارۍ پر ضد مبارزه کې همکاري پياوړې کړي. څلورم، چين او ايران بايد د مذهب په شمول کولتوري تبادلې پياوړې کړي تر څو د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د دوستانه اړيکو د پرمختګ لپاره کلک بنسټ کيښودل شي. ))

د هنر او کولتور په برخه کې د چين او ايران تر منځ تبادلې اوږد تاريخ لري. د شينجيانګ ځايي کولتور چې له چيني کولتور څخه يوه مهمه برخه تشکيلوی، ښکلی اسلامي رنګ لري او د ايران له کولتور سره ډېر ورته والی برخې لري. د شينجيانګ ځايي کولتور د يوې کړکۍ په توګه ايران ته د چيني هنر او کولتور د ښودلو رول لوبولی شي. ښاغلي جوه فنګ په دې اړه وويل

((راتلونکی کال د چين او ايران تر منځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ٤٥مې کاليزې سره برابر و. موږ غواړو په مناسب وخت په ايران کې د شينجيانګ په هکله د رنګارنګ کولتور يو تبادلوي فعاليت ترسره کړو، په اړوند فورم کې به کارپوهان او شخصيتونه د يو عنوان په هکله د نظريو تبادلې وکړي، پدې اړه به يو د عکسونو او فلمونو نندارې به نندارچيانو ته وړاندې شي، له دې سره سره د مذهبي شخصيتونو تر منځ د تبادلې فعاليت او د سندرو او نڅاوو نندارې به هم پکې شاملې وي، ټولو ته مالومه ده چې شينجيانګيان په سندرو او نڅا ډېر تکړه دي.))

د بشري حقوقو په برخه کې تبادلې او همکاري ايران ته د شينجيانګ د کولتوري پلاوي د سفر يوه عمده موخه وه. چين او ايران د بشري حقوقو په برخه کې سره نږدې همکاري کړې او په نړيوال ډګر کې يې يو له بل څخه ملاتړ کړی او کوي يې. د شينجيانګ کولتوري پلاوی د سفر په ترڅ کې دا احساس کړی چې ايران د بشري حقوقو ساتلو په برخه کې اغېزمن تدبيرونه نيولی او ښه برياليتوب يې تر لاسه کړی دی. په ياده خبري ناسته کې يوه ايراني خبريال پوښتنه وکړه چې په ايران کې ځينو خبري رسنيو د لوېديځو هېوادونو د خبرونو په قول د شينجيانګ او د مسلمانانو په موضوعاتو د چين پر تګلارو نيوکې کړې او کوي يې. چين په دې اړه څه نظر لري؟ د چين د علومو اکاډمۍ د قومي او بشري چارو د څېړنيزې ادارې مشر وانګ يان جونګ دغې پوښتنې ته ځواب ورکړ او و يې ويل، چين به د ايران مسئولانه خبري رسنيو ته د شينجيانګ په اړه مشخص مالومات ورکړي او هيله لري چې د ايران مسئولانه خبري رسنې په يواړخيزه توګه د لوېديځو هېوادونو لخوا پروپاګند شوي مالومات خپاره نه کړي. چين او ايران بايد په ګډه غږ وکړي چې د بشري حقوقو په اړه د لوېديځو هېوادونو له دوه ګونې معيار سره مخالفت وکړي. د اړوند خبر له مخې، د شينجيانګ دغه کولتوري پلاوی له ايران څخه تر ليدنې وروسته سعودي عربستان ته هم سفر وکړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای