CRI Online

ثبت کوونکی قربان جان : د شينجيانګ د شهرت لپاره هڅه کوم

cri     (GMT+08:00) 2015-12-16 18:02:52

قربان جان د شينجيانګ د ختن سيمې اوسيدونکی دی، نوموړی اوس په بېجينګ کې يو ازاد عکاس دی، په بېجينګ کې يې له تېرو دوو کلونو راهيسې د شينجيانګ د معرفي کولو له امله ډير شهرت موندلی دی.

د ٢٠١٤ کال په اکتوبر مياشت کې يې ( زه له شينجيانګ څخه راغلی يم ) په نوم انځوريز البوم خپور کړ چې د ډېرو خلکو لخوا د توجه او ستاينې وړ وګرځيد. د دغه انځوريز البوم جوړونکی قربان جان په څلورو مياشتو کې څه باندې له شلو ښارونو څخه ليدنه کړې او په دغو ښارونو کې يې د ګڼ شمېر شينجيانګيانو د ژوند اوکار په هکله کيسې د عکس او ليکدود له لارې ثبت کړی دی او بالاخره يې په دې اړه يو انځوريز البوم چاپ کړ.

ختن د شينجيانګ په جنوبي څنډه کې پروت دی او هلته ګڼ شمير مسلمانان اوسيږي. قربان جان په شينجيانګ کې له دارلمعلمين څخه تر فراغت وروسته د کورنۍ د ځينو ستونزو له امله په سوداګرۍ پيل وکړ.په ٢٠٠٥ کال کې د چين د دولتي تلويزيون يعنې د سي سي ټي وي کارکوونکي د يوه فلم د جوړولو لپاره ختن ته راغلل. قربان جان د ده د يوه ملګري لخوا دوي ته معرفي شو او د دې فلم د جوړونکې ډلې لخوا په لنډمهاله توګه په دنده وګومارل شو. د فلم اخيستلو دندې له بشپړېدو وروسته قربان جان خپله سوداګري پرېښوده او د فلم له ډايرکتر سره يوځای بېجينګ ته لاړ او په بېجينګ کې يې د چين د رسنيو په پوهنتون کې شامل شو.

د ٢٠١١ کال په نومبر مياشت کې قربان جان په ملي کتابتون کې د ختن په اړه د انځورونو يو ننداتون جوړ کړ او دغه نندارتون په اوو ورځو کې ١٥ زره نندارچيان راجلب کړل. د نندارتون له پای ته رسيدو وروسته قربان جان وغوښتل چې د چين په ختيځه سيمه کې د شينجيانګ د اوسيدونکو د ژوند او کار په هکله يو مستند فلم جوړ کړي. خو د دې فلم د جوړولو لپاره يې پانګه پيدا نه کړه، نو پرېکړه يې وکړه چې لومړی يو انځوريز البوم جوړ کړي او بيا د خپل شهرت له لارې د مستند فلم د جوړولو لپاره پانګه ولټوي.

د ٢٠١٤کال د مارچ مياشتې په لومړۍ نېټه لسګونو تنو ترهګرو چې مخونه يې پټ وو ، د چين د يون نان ولايت د کون مينګ ښار د اورګاډي سټيشن په ميدان کې پر عامو وګړيو بريد وکړ چې په پايله کې يې ٢٩ کسان ووژل شول او تر ١٤٠زيات نور ټپيان شول، شواهدو وښوده چې د شينجيانګ بېلتون غوښتونکې ډلې دغه بريدترسره کړی وچې له امله يې بهرنيانو ان له شينجيانګ پرته د چين د نورو سيمو اوسيدونکو هم پر شينجيانګ او د دغې سيمې پر اوسيدونکو نيوکې وکړې او له دوی سره يې تعصب وښوده. قربان جان پدې ډير غوصه شو، هغه وويل، هغه شينجيانګيان چې زما په شان د کار او ژوند له امله له خپل ټاټوبي څخه د هېواد نورو ځايونو ته انتقال شوي، زيانمن شوي هم دي، خو د شينجيانګ بېلتون غوښتونکي د ټولو شينجيانګيانو استازيتوب نه کوي.غواړم چې د خپل ټاټوبي شينجيانګ رښتيني حالات نړيوالو ته معرفي کړم.

قربان جان په دغه هيله د هېواد له شلو ښارونو څخه کتنه وکړه او په دغو ښارونو کې يې له ډېرو شينجيانګيانو سره مرکې وکړې او بيا د نيويارک ټايمز په ويبپاڼه کې يې د شلو شينجيانګيانو د ژوند او کار په اړه انځورونه او اړوند متنونه خپاره کړل . دغه انځورونه د خپرېدو په لومړۍ ورځ ٢٥ مليونو لوستونکو کليک او خوښ کړل او ٤٠ زره کومنټونه (comments) يې ترلاسه کړل. ورپسې د همدې کال په اکتوبر مياشت کې ياد انځوريز البوم چاپ شو. قربان جان وايي،په دې البوم کې ليکل شوې کيسې نه يوازې د شينجيانګيانو، بلکې د هر چينايي د ورځني ژوند او کار ښکارندويي کوي .

د ياد البوم تر چاپونې وروسته قربان جان د يومستند فلم په جوړولو پيل وکړ چې د دې فلم نوم هم د ياد البوم نوم دی او په دې فلم کې به د هغو شلوشينجيانګيانو په اړه کيسې وړاندې شي، کوم چې د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې کار کوي او په مختلفو قومونو پورې اړه لري . له دوي څخه ځينې کليوالي سوداګر ، ځينې يې فلمي او تلويزيوني لوبغاړي دي .

( زه له شينجيانګ څخه راغلم يم ) نه يوازې دا چې د يوه کتاب او يوه مستند فلم نوم دی، بلکې د چين د رنګارنګ کولتور او لرغوني تاريخ يو تجسم هم دی او ملي يووالی او د چيني ملت د لويې کورنۍ مبارزاتي بهير هم ترې څرګنديږي.

د چين مشهور ليکوال وانګ من کوم چې د شينجيانګ په ايلي کې يې لس کاله ژوند کړی، وويل، قربان جان د ختنيانو ځانګړی طبيعت لري او دده لخوا چاپ شوی کتاب د چين په هکله د بهرنيانو د تعصب او شکونو د لېرې کولو نقش او رول لوبوي او لوبولی يې دی.

همدغه کتاب په انګليسي ژبه هم ژباړل شوی او په امريکا کې چاپ شوی دی. د لوستونکو په اند قربان جان ددوي د زده کړې نښه ده ، خو قربان جان ځان يو ثبت کوونکی بولي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای