CRI Online

د ژمنيو سپورتي لوبو په رارسېدو سره په شينجيانګ کې له بوبو سره د وګړيو ورزش شوق او زوق مخ په زياتېدو دی

cri     (GMT+08:00) 2015-12-25 18:38:23

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ديارلسمې دورې ژمنۍ سپورتي لوبې به د ٢٠١٦ کال د جنورۍ له شلمې نېټې تر يودېرشمې نېټې پورې د شينجيانګ د اويغور په خپلواکه سيمه کې ترسره شي. د دغو سپورټي لوبو د پرانيستونکې ورځې په رارسېدو سره د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو وګړيو د سپورټ او ورزش شو شوق او زوق مخ په زياتېدو دی.

(اواز) پر واورينې ځمکې د رسۍ کشولو لوبه روانه ده، ګډون کوونکي يې د ارومچي لسوالۍ د مياورګو قزاقي کليوال دي. که څه هم په بهر کې تودخه يوازې له صفر نه ټيټه منفي پنځه درجې وه، خو دغې يخې هوا په دې لوبه کې د ګډون په اړه د کليوالو پر شوق او زوق هېڅ منفي اغېزه و نه کړ. هم ځوانانو او هم زړو کسانو ټولو په دې لوبه کې برخه واخيسته، د سيالۍ تر پای ته رسېدو وروسته، د هر تن پر مخ د خوښۍ خنډا ښکار شوه. دوولس کلنه قزاقي نجلۍ نازيرک خبريال ته د دې لوبې په اړه خپل احساسات داسې څرګند کړل:

(( له خپلو ملګرو سره دغه لوبه کولای شم او ډېره د خوښۍ وړ ده. ځکه په بهر کې لوبه کول د خوشحالۍ خبره ده.))

د رسۍ کشولو لوبځای څخه په دېرشو مترو کې، دوه ويشت تنو قزاقي هلکانو پر واورو باندې د فوټبال سيالي تمرين کوله. د فوټبال ټيم يوه قزاقي غړي يريني وويل هره ورځ د دريو ساعتو لپاره دلته تمرين کوي. پر شين چمن د فوټبال کولو په نسبت، هغه پر واورينه ځمکه له فوټبال لوبې سره لا زياته مينه لري. ده وويل

(( پر واورينه ځمکه باندې د فوټبال لوبه کول له طبيعت سره لا نږدې احساس کوم، برسيره پر دې، غرونه هم پر واورو پوښل شوي.)) 

د شينجيانګ زده کوونکي نه يوازې پر واورينه ځمکه عادي لوبې کولای شي، بلکې ډېر زده کوونکي پخپله خوښه د ښوونځيو لخوا په ترتيب شويو ژمنيو کمپونو کې هم ګډون کوي او دوی پر واورينه ځمکه لوبې او تمرينونه کوي. د شينجيانګ د تيان شان غره د تيان چي په نوم د سکي وهلو نړيوال ډګر د چين د ديارلسمې دورې د ژمنيو سپورټي لوبو د سياليو يو عمده ډګر دی. له سياليو نه پرته، دغه ځای د ډېرو ښوونځيو د ژمنيو کمپونو غوره ډګر هم دی. روزونکې جو هوی خبريال ته وويل، په ژمنيو کمپونو کې زياتره ګډون کوونکي له اوه کلنې څخه تر دوولس کلنۍ پورې زده کوونکي دي. هره ورځ دوه روزونکي کابو د لسو زده کوونکو په مشرۍ شپږ ساعته تمرين ترسره کوي. په عين وخت کې هغې د دغو ماشومانو د زده کړې توان هم وستايه او و يې ويل

(( داسې زده کوونکي ډېر هوښيار دي، يوازې د غره په لمن کې تر يو او يا دوه ساعته تمرين وروسته دوی د سکي وهلو ټول بنسټيز عملونه خپل کولای شي.))

د چين د ديارلسمې دورې ژمنيو سپورټي لوبو يو مهم عنوان دا دی چې وګړي په ژمي کې د سپورټي لوبو له لارې ګټې واخلي. د دغو لوبو د تشکيلاتي کمېټې د سيکريټرانو مرستيال مشر لي ګوانګ مينګ د دغو لوبو په برياليتوب سره د ترسره کېدو په اړه پوره باور څرګند کړ او و يې ويل، شينجيانګ د دغو لوبو د ښه ترتيب لپاره کافي توان لري. هغه وويل

(( موږ به د دغو سپورټي لوبو هغه عنوان مراعات کړو کوم چې د سکي وهلو ډګر په شمول ځيني سپورټي تجهيزات تر ژمنيو لوبو وروسته په هره شنبه او يکشنبه عامه وګړيو ته پرانيستل کېږي. دغه تجهيزات هم د پرمختللې سويې لرونکې سيالۍ ډګرونه دي، هم د عامه وګړيو د سپورټ او لوبه کولو لپاره روغتيايي ځايونه دي، او همدارنګه د ځوانانو د ښې ودې لپاره پر واورو باندې د سپورټ او ورزش کوونکو لپاره اضافي ښوونځي هم دي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای