CRI Online

د قراقرم سړک پنځه کاله وروسته بيا خلاص شو

cri     (GMT+08:00) 2016-01-13 17:22:01

د قراقرم سړک د نړۍ په هغه لوړه سطحه کې جوړ شوی چې له سمندر څخه يې لوړوالی په نړۍ کې تر ټولو زيات دی. دغه سړک له کاشغر څخه د پاکستان تر سيالکوټ پورې ١٢٢٤ کيلومتره اوږدوالی لري او د چين او پاکستان ترمنځ يوازنۍ ځمکنۍ لاره ده ، نو د چين او پاکستان ترمنځ د دوستانه لارې په نوم هم ياديږي . خو دغه سړک د څه باندي ديرشو کلونو استعمالېدلو په ترڅ کې خراب شوی او د تګ راتګ اړتياوې نشوای پوره کولی لکه څرنګه چې لازمه ده. د چيني کارګرو د نهو کلونو کوششونو له برکته ددې سړک شمالی برخه چې د پنځو کالو لپاره غوڅه شوې وه، دوباره د استعمال وړ شوله .

د قراقرم سړک د تېرې پيړۍ په شپږمه لسيزه کې د چين په مرسته جوړ شو چې په ترڅ کې يې څو سوو تنو چيني کارګرو ژوند پکې له لاسه ورکړی دی. د چين د سړک او پل جوړولو شرکت مرستيال دو في په وينا ددې سړک د ودانولو په بهير کې له اټکل څخه وتلې ستونزې رامنځته شوې وې او تر ټولو لوړه برخه يې له سمندري سطحې څخه د ٤٧٣٣ مترو په جګوالي کې ده .

(اواز ١) روانه پروژه چې د چين او پاکستان په پولو کې له ګوجرات څخه تر سيالګوټ پورې ده ، ٣٠٠کيلومتره اوږدوالی لري او تر ټولو لوړه برخه يې هم په دغه پيچلي ځای کې پرته ده . که څوک له سمندري سطحې څخه ٣٠٠٠ مترو پورته ځاي ته وخيژي ، د تنفس او اوکيجن کموالي له ستونزو سره مخ کېږي. د تصور وړ ده چې که ٤٧٣٣ مترو جګ ځای ته پورته شي، حتی يو ګام هم نشي پورته کولی .

د قراقرم سړک په اوږدو کې جغرافيايي حالت ډير پيچلی دی او د واورو او ځمکو ښووئېدو ، د ډبرو لويدو او زلزلې په شمول طبيعی ناورينونه کله نا کله پېښيږي . مثلا د ٢٠١٠ کال په جنورۍ مياشت کې د ځمکې ښووئيدو له امله سړک قطعه شو چې په نتيجه کې د غره په لمن کې د شلو کيلومترو په اوږدوالي يو لوي لوبو جوړ شو، نو مجبورا د ٢٠١٢ کال په جولاي مياشت کې د سړک غځېدو لور بدل شو . په پاکستان کې د چين د سړک او پل جوړولو شرکت استازي چن هاي پن خبريال ته وويل چې د ياد ډنډ د رامنځته کېدو وروسته دوي ته ډيرې ستونزې پېښې شوې دي.

(اواز٢) په دغه ډنډ کې تقرېبا درې سوه مليونه مکعب متره اوبه زيرمه شوې وې، که اوبه له بند څخه اړول شوې وای ، لاندې کلي او بانډې به ورانې شوې وای ، زموږ د شپو ورځو کوششونو په نتيجه کې لاره بدله شوه او په ترڅ کې مو د اوو کيلومترو په اوږدوالي پنځه تونلونه او څلور لوي پلونه جوړ کړل چې له امله يې لاره د ډنډ څخه پورته اوښتلې ده .

د پاکستان د ګړندي سړکونو کمېسيون غړي عبدالله جان وويل چې لاره هواره شوې چې له امله يې د چين او پاکستان ترمنځ سوداګری زياته او پياوړې شوې ده .

(اواز ٤) د ډنډ د رامنځته کېدو مخکې هر کال درې زره باروړونکي لارۍ له پولې تېرېدې او پاکستان ته داخلېدې . خو په ٢٠١٠ کال کې د ډنډ تر رامنځته کېدو وروسته هر کال يوازې شپږ اوه سوه لارۍ تېرېدې . ددې سړک د شمالي برخې د هوارولو وروسته به حتما ځايي پرمختيا پياوړې شی.

د يادولو وړ خبره دا ده چې د قراقرم سړک د بيا جوړولو پروژې په پيل سره لس زرو تنو ته د کار فرصتونه برابر شوي او د پاکستان لپاره د بنسټيزو تاسيساتو د ودانولو په ساحه کې يو شمير غوره کارکوونکي روزل شوي دي ، برسره پردې په پروژه کې د لازمو ماشين الاتو او نورو موادو په اخيستلو سره د دې سړک په اوږدو کې اقتصاد هم سمسور شوی دی.

د سړک د جوړېدو په موده کې له پاکستانيانو سره د ډيرو چيني کارکوونکو ځانګړي احساسات پېژندګلوۍ هم رامنځته شوې دي . په پروژه کې چيني ډاکتر چې فن جيان ګوو نوميږي ، خبريال ته وويل

(اواز٥) ډير وياړم چې د يو بهرني ډاکتر په توګه د پاکستاني ناروغانو خدمت کوم او ما پخپله ټوله پوهه په کار کې اچولې ده. په پاکستان کې زما څو کلنه کاري سابقه زما په عمر کې تر ټولو ډيرې ارزښتناکې دي.

ويل کېږي چې نوی هوار شوی سړک به د دواړو هېوادونو وګړو ژوند ته ډېرې نوې هيلې ورکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای