CRI Online

شينجيانګ غواړي د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړولو فرصت په ګټه اخيستلو خپل پرمختګ وهڅوي

cri     (GMT+08:00) 2016-01-14 08:42:04

د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د ګوندي ګمېټې منشی جانګ چون شيان څو ورځې مخکې د شينجيانګ د اقتصاد په اړه د چين په کاري غونډه کې وويل، پرانيستنه د شينجيانګ تر ټولو لوی پټ ځواک دی، شينجيانګ بايد د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې د جوړولو په موخه بېلا بېل کارونه ترسره کړي او د خپلو ځانګړتياوو په کارولو سره دې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې عملي برياليتوبونه تر لاسه کړي.

نوموړي په ياده غونډه کې د چين اقتصادي حالت په هکله مالومات ورکړل او و يې ويل اوس په چين کې د اقتصادي پرمختګ نوی عادي حالت پيل شوی دی، د اقتصادي پرمختګ سرعت ورو شوی، د اقتصادي پرمختګ ځواک بدل شوی، اقتصادي جوړښت د برابرېدو په حال کی دی. دا عيني قانون د انسان په ارادې نه بدلېږي.

ښاغلي جانګ وويل، اوس د شينجيانګ په اقتصادي چارو کې ستونزې د اقتصاد په نوي عادي حالت کې رامنځته شوې. له ٢٠١٥ کال راهيسې د شينجيانګ د اقتصادي پرمختګ ګړنديتوب له لس سلنې څخه کم و، په بېلا بېلو صنعتي چارو کې پرمختګ له ستونزې سره مخ و، د بازاري اړتياوې، انساني لګښت او د چاپېريال په شمول برخو کې محدوديت يې هم د څرګندېدو په حال کې دی. شينجيانګ د دغو ستونزو د ليرې کولو لپاره بايد د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې د جوړولو فرصت په نيولو سره خپل اقتصادي پرمختګ وهڅوي. دا يوه دايمي دنده ده.

ښاغلي جانګ وويل، شينجيانګ د چين له نورو ځايونو څخه ليرې پروت دی او بازار يې خپلواک دی او لا نور پيچلی هم دی. په شينجيانګ کې د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په برخه کې ستر پټ ځواک موجود دی، د شينجيانګ په جنوبي سيمه کې د صنعتي او ښاري کېدو کار هم ستر پټ ځواک لري، لوېديځ ته د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند غځېدنه له ډېرو فرصتونو سره مخ ده. ښاغلي جانګ وويل، شينجيانګ بايد د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړولو فرصت په نيولو سره د منځنۍ، لوېديځې او جنوبي اسيا او اروپا بازارونو ته پاملرنه وکړي او د جغرافيايي موقعيت، کولتور، سرچينو او صنايعو په برخو کې دې خپلې وړتياوې پوره وکاروي، تر څو د زراعتي او فرعي توليداتو د چمتو کولو، د منسوجاتو، کيميا او برقي توليداتو د جوړولو او د نوې انرژۍ او نويو توکيو په برخو کې نوی پرمختګ تر لاسه شي.

دا يو واقعيت دی چې چين په ٢٠١٣ کال کې د لومړي ځل لپاره د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړولو پلان وړاندې کړی و. له دې مخکې، ښاغلي جانګ چون شيان په دې اړه ويلي، شينجيانګ بايد د پنځو مرکزونو يعنې ترانسپورټي مرکز، د توکيو د حمل و نقل مرکز، د پولي چارو خدمتي مرکز، د هنر او تکنالوژۍ مرکز او طبي خدمتونو مرکز. د پنځو مرکزونو د جوړولو سرعت چټک کړی. ځکه چې دغه پنځه مرکزونه به د شينجيانګ ټولنې او اقتصاد په اړه د بېلا بېلو چارو د جوړولو لپاره هڅوونکی رول ولوبوي. برسيره پر دې، هم دغه پنځه مرکزونه به د اقتصاد د مرکزي سيمې د ابادولو لپاره د ملاتير ارزښت لري.

شينجيانګ د جغرافيايي موقعيت له لحاظه د اسيا په مرکز کې پروت دی، ځکه چې د شينجيانګ په ختيځ کې د چين ستره برخه ده چې يو اعشاريه اوه مليارډ نفوس لري. د شينجيانګ په لوېديځ هم يو اعشاريه اوه مليارډ نفوس موجود دی او د لومړۍ درجې اوولس بندرونه پکې شته. د شينجيانګ لوېديځې خوا له اتو هېوادونو سره ګډ سرحد لري. د شينجيانګ په لوېديځه برخه کې کاشغر او قورغاس دواړه د دولت په کچه اقتصادي سيمې دي شته.

د شينجيانګ د علومو اکاډمۍ په اړه د شينجيانګ د صنايعو د پرمختګ د څېړنيز مرکز مشر څاو ځه ګانګ وويل، د يو کمربند او يوې لارې ستراتيژۍ تطبيق به نه يوازې د شينجيانګ اقتصادي پرمختګ هڅونه وکړي، بلکې شينجيانګ به له يوې کلابندې اقتصادي سيمې څخه په پرانيستې همکاريزې سيمې بدل شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای