CRI Online

د چين په لوېديځ کې د انلاين سوداګرانو هيله

cri     (GMT+08:00) 2016-01-19 17:28:24

مېرمن جانګ هونګ پينګ په شينجيانګ کې د اسيا او اروپا د توکيو د معاملې مرکز مشره ده، په ٢٠١٥ کال کې د دې مرکز بهرنی سوداګريز ارزښت يوويشت مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د مېرمن جانګ ډېر د خوښۍ وړ و. ځکه چې په مخکنيو څلورو کلونو کې عمومي سوداګريز ارزښت يې يوازې لس مليون امريکايي ډالره و.

مېرمن جانګ د چين په لوېديځ کې د بهرنې انلاين معاملې په برخه کې لومړې سوداګره بلل کېږي. هغې په ٢٠١٠ کال کې د شينجيانګ په کويتون ښار کې د لويو توکيو د معاملې مرکز جوړ کړ. ور پسې نړيوال پولي بحران رامنځته شوی او د معاملې بهير يې له ډېرو ستونزو سره مخ شوی. هغې پر خپلو کارونو ټينګار کړی او په ترڅ کې يې د ستونزو د ليرې کولو ترڅنګ نوښتې لارې چارې هم پيدا کړې چې په اخر کې هغه د نړيوالې انلاين معاملې له ښه فرصت سره مخ ده.

کله چې مېرمن جانګ تازه معامله پيل کړه، هغې د روغنياتو په توليد او سوداګرۍ بوخته وه. د اومو نفتو د سرچينې ستونزې د ليرې کولو لپاره، مېرمن جانګ پخپله ازبکستان ته ولاړه. هلته يې د ازبکستان د لويو توکيو د معاملې په مرکز کې د نړيوالې انلاين سوداګرۍ په اړه مالومات خپل کړل او بيا وروسته يې په چين کې د دې مرکز يوازنۍ فرعي څانګه جوړه کړه.

هغې د دې وخت د يادولو په ترڅ کې وويل، د ٢٠٠٧ کال په ژمۍ کې مې ازبکستان ته تللې ومه. هلته مې د ازبکستان د لويو توکيو د معاملې په مرکز کې درې مياشتنۍ زده کړه وکړه چې په ويبپاڼه کې د توکيو د اخيستلو او د پيسو د ورکولو په اړه بنسټيز مالومات مې خپل کړل. د دې مرکز له مشر څخه مې په چين کې د يوې فرعي څانګې د جوړولو غوښتنه وکړه . مشر ورته ځواب ورکړ چې له کويتون څخه د ليدنې کتنې لپاره به اړوند کارکوونکي ورته وليږي. دوه نور شرايط شته چې لومړی، د معاملې معياري تالار موجود وي. دوهم، د بې له مالياتو توکيو زېرمتون بايد ولرل شي.

مېرمن جانګ د مشر ټول شرايط پوره کړي او په ٢٠١٠ کال کې يې په شينجيانګ کې د اسيا او اروپا د توکيو د معاملې مرکز جوړ کړ، د ازبکستان د توکيو د معاملې مرکز لخوا د هغه صلاحيت تر لاسه کېدو وروسته چې دا په چين کې د ازبکستان د دې مرکز يوازنۍ فرعي څانګه ده، په شينجيانګ کې دغه مرکز په کار ولوېد. مېرمن جانګ خبريال ته وويل، چين او منځنۍ اسيا د اقتصاد په برخه کې يو د بل کمزورتيا پوره کولای شي. په ٢٠١٥ کال کې د انلاين سوداګرۍ په وسيله مو د منځنۍ اسيا پمبې زموږ په زېرمتون کې ساتلی چې د چين په ختيځ کې د مشتريانو اړتياوې پوره کړې. اوس د ګمرکي ادارې له لارې د توکيو د وارداتو او صادراتو، د توکيو ارزښت د حسابولو او د موادو د حمل و نقل په برخو کې انلاين سوداګرۍ لا هم ځينې کمزورتياوې لري، خو د انلاين سوداګرۍ د ملاتړ په اړه د حکومت د اړوندو تګلارو په تطبيق سره به دغې ستونزې ګام په ګام ليرې شي. باور لرم چې د انلاين سوداګرۍ پرمختګ له ښه فرصت سره مخ ده.

کويتون ښار له ارومچي څخه ٢٥٣ کيلومتره واټن لري چې د ليان يون ګانګ او قورغاس تر منځ د موټرسړک په اړه په شينجيانګي برخه کې يو مهم سټېشن دی. د کويتون ښار د ګوندي کمېټې مشر جيا يي شنګ وويل، کويتون د سوداګرۍ او د توکيو د حمل و نقل لپاره يو طبيعی غوره مرکز دی او د بهرنې انلاين سوداګرۍ په هکله ډېرې تصدۍ يې راجلب کړې دي. شينجيانګ د توکيو د نړيوال حمل و نقل لپاره د اورګاډيو د پرمختګ په پلان کې کويتون يو مهم سټېشن ټاکلی چې دا به د دغو تصديو په اړه د توکيو د حمل و نقل لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.

مېرمن جانګ په ٢٠١٦ کال کې نوی پلانونه لري، مثلا د منځنۍ اسيا د ځايي توليداتو واردات پراخ کړي، د کشغر په ځانګړې اقتصادي سيمه کې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په اړه مالوماتي مرکز جوړ کړي او داسې نور.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای