CRI Online

د چين د ديارلسمې دورې ژمنۍ سپورتي لوبې په ارومچي ښار کې پرانيستل شوې

cri     (GMT+08:00) 2016-03-17 21:07:09

د چين د ديارلسمې دورې ژمنۍ سپورټي لوبې د جنورۍ په شلمه نېټه د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې په مرکز ارومچي ښار کې پرانيستل شوې. دا لومړی ځل دی چې دغه لوبې د شمال ختيځ چين د دريو ولايتونو پرته په يوه بل ولايت کې ترسره کېږي. نو ولی سږنۍ ژمنۍ لوبو لپاره شينجيانګ انتخاب شوی؟

ژمنۍ سپورتي لوبې په چين کې په هر څلورو کلونو کې يو ځل ترسره کېږي، د سږنۍ لوبو پيمانه تر ټولو لويه ده چې د هانکانګ او مکاو د پلاويو په شمول ٥٢ پلاوي په دغو لوبو کې برخه لري او د غړو عمومي شمېر يې ٢٢٣١ تنو ته رسېږي.

د دغو لوبو د تشکيلاتي کمېټې مرستيال منشي او د چين د سپورټ د عمومي ادارې معين ګاو جه دان څو ورځې مخکې ويلي، د ديارلسمې دورې ژمنۍ سپورټي لوبې په شينجيانګ کې ترسره کېږي، دا لومړی ځل دی چې د چين دغه لوبې د شمال ختيځو دريو ولايتونو پرته د چين په لوېديځ او د ملي لږکيو په اوسېدونکې سيمه کې جوړېږي، له دې څخه ښکاري چې په چين کې پر واورو او کنګلونو باندې لوبې جنوب او لوېديځ ته د پراخېدو په برخه کې مهم برياليتوب تر لاسه کړی دی.

د چين د سپورټ د عمومي ادارې يو چارواکي څای جيا دونګ خبريال ته وويل، دا چې د شينجيانګ پرمختګ ستر برياليتوب تر لاسه کړی، پر واورو او کنګلونو باندې لوبې په شينجيانګ کې اوږد تاريخ او شتمن کولتور لري، نو يادې عمومي ادارې پرېکړه وکړه چې دغه ژمنۍ لوبې په شينجيانګ کې ترسره شي. په دې توګه به دا وهڅول شي چې پر واورو او کنګلونو باندې لوبې د ټول هېواد په ټولو شرايطو لرونکو سيمو کې ترسره کېدای شي.

ښاغلي ګاو جه دان وويل، په برياليتوب سره د چين د ديارلسمې دورې ژمنۍ لوبو ترسره کېدل په چين کې پر واورو او کنګلونو باندې د لوبو سويې د لوړتيا، په ٢٠٢٢ کال کې د بېجينګ او جانګ جيا کوه د اولمپيک ژمنيو لوبو د ښو ترتيباتو لپاره او له چين څخه د سپورټ په برخه کې د يو پياوړی هېواد په توګه د جوړېدو لپاره ګټور دي. نوموړي وويل، کله چې بېجينګ او جانګ جيا کوه د ٢٠٢٢ کال د اولمپيک د ژمنيو لوبو د کوربتوب حق غوښتنه کړی، دوی دا موخه وړاندې کړې چې درې سوه مليونه چينايان پر واورو او کنګلونو باندې لوبو کې ګډون وکړي. اوس بېجينګ او جيانګ جيا کوه د ٢٠٢٢ کال اولمپيک د ژمنيو لوبو د کوربتوب حق تر لاسه کړی دی، خو دغې موخې ته د رسېدو لپاره بايد په لا زياتو ولايتونو کې پر واورو او کنګلونو باندې لوبې پيل شي، په تېره بيا، د داخلي مغولستان، ګان سو او شان شي په شمول لوېديځ ولايتونه بايد د دغو لوبو د ترويج لپاره لا زياتې هڅې وکړي. دا د يادولو وړ ده چې له څلورو کالو وروسته به د چين د ١٤مې دورې ژمنۍ لوبې په داخلي مغولستان کې ترسره شي.

په چين کې د واورو سرچينې په عمده توګه په شمال ختيځ او شمال لوېديځ کې پرتې دي، په تېره بيا د شمال ختيځ په دريو ولايتونو او د شينجيانګ په شمال کې. ځکه چې دغې سيمې ليرې او ګوښه پرتې دي او ترانسپورتي شرايط يې کمزوري دي، نو په ژمي کې دغو سيمو ته د تللو لارې د واورو لخوا پرې کېږي او سيلانيان دغو سيمو ته د تللو دومره شوق او زوق نه لري. دغه راز د دوبي په نسبت په ژمي کې د شينجيانګ منظره لرونکو سيمو ته تلونکي سيلانيان کم وي. خو دا يو واقعيت دی چې شينجيانګ د واورو ډېرې ښې سرچينې لري او دلته پر واورو او کنګلونو باندې د لوبو لپاره ډېر ښه شرايط موجود دي. څرنګه چې د شمال ختيځو دريو ولايتونو په پرتله، د شينجيانګ په غرنيو سيمو کې تودوخه لږ لوړه ده او د واورو کيفيت ډېر ښه دی چې د لوبو د ترسره کېدلو لپاره ډېره مناسبه ده. د بېلګې په توګه، د نان شان غرنۍ سيمه چې له اورمچي ښار څخه ٤٠ کيلومتره واټن لري، له سمندري سطحې څخه يې ١٣٠٠ متره جګوالی لري، خو د هوا تودوخه يې د ښاري سيمې په نسبت څو درجه لوړه ده. دلته په کال کې څه دپاسه درې سوه ورځې لمر وي او د تودوخې تر ټولو ټيټه درجه يې منفي پنځلسو درجو ته نه رسېږي چې د سيلانۍ او يا پر واورو او کنګلونو باندې د لوبو لپاره ډېره مناسبه ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای