CRI Online

د شينجيانګ د هوايي چارو پرمختګ بايد چټک شي

cri     (GMT+08:00) 2016-04-08 14:42:43

د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د ګوندي کمېټې منشي جانګ چون شيان څو ورځې مخکې په بېجينګ کې هيله وښودله چې د ديارلسم پنځه کلن پرمختګ په موده کې دې حکومت له شينجيانګ څخه ډېر زيات ملاتړ وکړي، د شينجيانګ د هوايي چارو پرمختګ دې وهڅوي تر څو د بېلا بېلو قومونو وګړيو تګ راتګ ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

ښاغلي جانګ چون شيان د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د څلورمې غونډې په موده کې د شينجيانګ پلاوي د پرانيستنې ورځې په فعاليت کې يادې څرګندونې وکړې. هغه وويل، څرنګه چې د شينجيانګ پراخوالی ډېر لوی دی، هوايي چارې د شينجيانګ په دننه کې او له بهر سره د تبادلې لپاره تر ټولو ګړندۍ طريقه ده. نو بايد د شينجيانګ د هوايي چارو پرمختګ وهڅول شي. ده وويل

(( د شينجيانګ د اقتصادي پرمختګ، د خاورو استخراج او د ټولنې ثبات ساتنې په برخو کې بنسټيز تاسيسات کليدي رول لوبوي. په بنسټيزو تاسيساتو کې هوايي چارې، سړکونه، د انرژۍ د حمل و نقل نرليکې او مخابراتي شبکې شاملې دي. د اوسنيو حالاتو له مخې، هوايي چارې د شينجيانګ په دننه او د شينجيانګ او د هېواد نورو سيمو او د شينجيانګ او بهرنيو هېوادونو او سيمو تر منځ د وګړيو د تبادلې لپاره تر ټولو ګړندۍ طريقه ده او موږ بايد د شينجيانګ د هوايي چارو پرمختګ ته لومړيتوب ورکړو. د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې د سږنۍ غونډې په موده کې به د هېواد له هوايي ادارې سره د نظريو تبادلې وکړو. هيله لرو چې د ديارسم پنځه کلن پلان په موده کې د حکومت لا زيات عملي ملاتړ تر لاسه کړو او په نږدې وخت کې شينجيانګ کې هوايي مرکز جوړ شي. ))

ښاغلي جانګ چون شيان وويل، شينجيانګ چې د چين په لوېديځ کې پروت دی، پراخوالی يې د چين د خاورو په عمومي جمله کې يو پر شپږمه برخه نيسي، له نورو هېوادونو سره د سرحد اوږدوالی يې پنځه زره شپږ سوو کيلومترو ته رسېږي چې په ټول چين کې لومړی مقام نيسي. له اوږدې مودې راهيسې، شينجيانګ د هوايي مرکز په توګه رول لوبولی او لوبوي. له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته، د چين او نړيوالې ټولنې تر منځ تبادلې زياتره د شينجيانګ له لارې ترسره کېدلې. بهرنيان لومړی شينجيانګ ته او بيا وروسته د چين نورو سيمو ته ورسېدل. په وروستيو کلونو کې د چين د کمونست ګوند او مرکزي حکومت تر قوي ملاتړ لاندې، په شينجيانګ کې هوايي چارو ګړندی پرمختګ کړی او د بېلا بېلو قومونو وګړيو د تګ راتګ شرايط ډېر ښه شوي دي. په تېره بيا شينجيانګ ته د تللو سوداګرانو او سيلانيانو شمېر ډېر زيات شوي دي. د يوې شمېرنې له مخې، په تېر ٢٠١٥ کال کې د ارومچي ښار د هوايي ډګر د مسافرينو تګ راتګ شمېر اتلس مليونو پنځو لکو تنو ته رسېدلی، خو پنځه کاله مخکې، دغه شمېر يوازې څو مليونه و. ښاغلي جانګ چون شيان وويل

((شينجيانګ لوېديځې خوا ته ډېرې هوايي کرښې پرانيستلې او تقربيا له څه دپاسه شلو هېوادونو سره مستقيمې هوايي کرښې لري. په ٢٠١٣ کال کې چين شينجيانګ، شانګهای، ګوانګ دونګ او يون نان د څلورو نړيوالو هوايي مرکزونو په توګه وټاکل . د شينجيانګ د هوايي ډګرونو شمېر په ټول هېواد کې تر ټولو زيات دی چې د شينجيانګ په دننه کې زياتې سيمې د هوايي کرښو له لارې تړل شوې دي. اوس په شينجيانګ کې اتلس هوايي ډګرونه موجود دي. اټکل کېږي چې د چين د پرمختګ په اړه د ديارلسم پنځه کلن پلان په موده کې به شمېر يې اوه ويشتو ته زيات شي. په راتلونکې کې به د شينجيانګ په داخل کې هوايي شبکې، د چين له نورو سيمو او له نورو هېوادونو او سيمو سره هوايي شبکې ګام په ګام پياوړې شي، د هوايي مرکز په توګه د شينجيانګ ابادي به هم لا نوره پياوړې شي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای