CRI Online

په شينجيانګ کې پر واورو او کنګلونو باندې لوبې د ښه مروجېدو په حال کې دي

cri     (GMT+08:00) 2016-03-18 20:12:11

څو ورځې مخکې په شينجيانګ کې د چين د ديارلسمې دورې ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې يوې ډلې ځوانانو پر کنګلونو باندې په زړه پورې نڅاوې وکړې. دا ځوانان مسلکي لوبغاړي نه دي او د ارومچي ولسوالۍ د شوې شي ګو په نوم د منځني ښوونځي زده کوونکي دي. دغه ښوونځی دومره شهرت نه لري، ولې يې زده کوونکي وتوانېدل چې د هېواد د ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ننداره وړاندې کړي؟ لامل يې دا دی چې دغه ښوونځی پر واورو او کنګلونو باندې د لوبو کولو په برخه کې پنځه ويشت کلن تاريخ لري.

د شوی شي ګو په نوم منځنی ښوونځی چې پر واورو او کنګلونو باندې د لوبو اوږد تاريخ لري، په شينجيانګ کې پر واورو او کنګلونو باندې د لوبو په برخه کې يو نمونوي ښوونځی دی. د دې ښوونځي مشر چن جيا جون په دې هکله خبريال ته وويل

(( زموږ ښوونځي د سکي ځغاستې په برخه کې کابو پنځه ويشت کلن تاريخ لري. زموږ په ښوونځي کې پر واورو او کنګلونو باندې د لوبو لپاره يو ځانګړی ځای شته. کله چې په ژمي کې واوره واورېږي، موږ به پرې د يخ ډګر جوړ کړو چې پراخوالی يې څلور سوه مربع متره دی. څرنګه چې دا ځای د سمندر له سطحې څخه ډېر لوړ دی او د واورو او يخ کيفيت جګ دی، نو زموږ ښوونځي ډېر کلونه مخکې د طبيعي سرچينو په کارولو سره پر واورو او کنګلونو باندې لوبې پيل کړې. ))

دا چې دغه ښوونځی پر واورو او کنګلونو باندې د لوبو اوږد تاريخ لري او زده کوونکي يې د دې لوبې ښه بنسټيز مهارتونو لرونکي دي او ور سره ډېره مينه لري، نو د دغو ژمنيو لوبو د پرانيستونکو مراسمو لپاره د همکار لټولو په وخت کې دوی د روزونکي تر غور وروسته ونيول شول. خو د سکي ځغاستې د سکي له نڅاوو سره ډېر توپيرونه لري، زده کوونکي د ننداره کولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ وو. خو دوی تر وسې پورې کوښښ کړی او په پنځو مياشتو کې يې د نندارې ټول حرکتونه خپل کړل . يو قزاقي هلک مونر نورموخان خبريال ته خپله موخه څرګنده کړه او و يې ويل

(( غواړم په راتلونکې کې د سکي نڅاوو لوبې اتل وګرځم. ))

دغه ماشومان په پرانيستونکو مراسمو کې د ننداره کولو په ترڅ کې پياوړی او نور هم غښتلي شول. مېرمن لو لينګ د هوی قوم نجلۍ جانګ ځه يي مور ده او هم د ښوونځي ښوونکې هم ده. هغې خبريال ته وويل، که څه هم دغه ماشومان د تمرينونو لپاره په پنځو مياشتو کې خپلو کورونو ته نه دي تللي او په ښوونځي کې يې ژوند کړی، خو د ډله ييز ژوند په اثر، د ماشومانو په ځانونو او عادتونو کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. هغې وويل

(( له دغو پنځو مياشتو وروسته اوس هره ورځ زما لور په کور کې پخپله مخ او پښې مينځي او غاښونه برشوي. مخکې به يې تل زما تر غږ لاندې دغه کارونه کول. په دغو پنځو مياشتو کې يې په ښوونځي کې ښه عادتونه خپل کړي دي. ))

د شوې شي ګو ښوونځي مشر چن جيا جون خبريال ته وويل، ښوونځی پلان لري چې د سکي نڅاوو په ښوونځي کې درېيمې ژمنۍ لوبې مروجې کړي. اوس هغه د روزونکي په لټولو بوخت دی. برسيره پر دې، هغه د شينجيانګ د سپورټ له ادارې سره له ژمينو لوبو وروسته د سټيديوم د کارولو په هکله ابتدايي موافقې ته رسېدلی چې ښايي د شوې شي ګو د منځني ښوونځي زده کوونکي په دوبي کې په سټيديوم کې هم سکي وهلی شي. دا يو واقعيت دی چې شينجيانګ د مسلسلو پنځو کلونو لپاره پر واورو او کنګلونو باندې په لوبو کې د مليونو ځوانانو د ګډون فعاليت ترسره کړی او د دې لوبې په برخه کې يې سل نمونوي ښوونځي ټاکلي دي. د شينجيانګ د خپلواکې سيمې د ښوونيزې ادارې لخوا ورته اړوندې پيسې بلېږې چې په سلو نمونوي ښوونځيو کې د سکي کنګل ډګرونه جوړېږي. تر اوسه پورې په شينجيانګ کې د هغو ښوونځيو شمېر پنځو سوو ته رسېدلی چې پکې پر واورو او کنګلونو باندې لوبې ترسره کېږي. شينجيانګ په دې برخه کې په ټول هېواد کې مقام لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای