CRI Online

په شينچيانګ کې بدلونونه

cri     (GMT+08:00) 2016-03-18 20:01:52

اوس د چين د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې دواړه غونډې په بېجينګ کې روانې دي. د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي دايميک چې له شيجيانګ څخه راغلی، خبريال ته وويل، اوس په شينجيانګ کې د خرو شمېر کم شوی او د خر ګاډي هم ډېر لږ ليدل کېږي. هغه وويل د ډېرو کسانو په سترګو کې، شينجيانګ لا هم يوه صحرايي سيمه ده، ماشومان د اوښانو په مرسته سره ښوونځي ته ځي او په سړکونو کې هر ځای د خر ګاډي ليدل کېږي. خو په شينجيانګ کې اوس ستر بدلونونه رامنځته شوي دي.

دايميک خبريال وويل، د ترانسپورټي تاسيساتو په ښه والي سره، اوس موټرونه او موترسايکلونه د شينجيانګي خلکو د تګ راتګ عمده ترانسپورټي وسيلې دي. دايميک د کاشغر د تاجک خپلواکې ولسوالۍ د تشکل علاقه دارۍ د څارويو کلنيک مشر دی، هغه د شينجيانګ په تېره بيا د شينجيانګ په جنوبي سيمه کې د پخوانيو وروسته پاتو ترانسپورتي تاسيساتو په هکله ژوره خاطره لري. په هغه وخت کې هغه په اس له علاقه دالۍ څخه کليو ته د څارويو د ناروغيو درملنې تګ راتګ کولو، واټن يې تر دوه سوه کيلومتره دی، خو د تګ راتګ مزل يې اتلس ورځو ته اړتيا درلوده. په همدې حال کې دايميک ډېرې سترې، د څارويو ناروغۍ پر وخت درملنه نه کړې او ډېری وختونه به کليوال له دې امله ډېر اندېښمن وو. خو اوس حالت بيخي بدل شوی، د علاقه دارۍ او کليو تر منځ لارې په ډبرو جوړې شوې او د تګ راتګ لپاره مزل يوازې دوه ورځو ته اړتيا لري. په نږدې وختونو کې به په ډبرو جوړ شوې لارې په قير جوړې او پخې شي او دغه راز به د خلکو د تګ راتګ لا ډېر اسانه شي.

دايميک خبريال ته وويل، چين د منځنيو او لوېديځو سيمو د پرمختګ د هڅولو لپاره ډېر کوښښونه کړي او کوي يې، شينجيانګ هم د وګړيو د ژوند د ښه والي لپاره ډېر تدبيرونه نيولي، د شينجيانګ شمالي سيمې له جنوبي سيمې سره ډېرې مرستې کړې، د چين نورو ولايتونو او ښارونو د شينجيانګ له اړوندو سيمو او ښارونو سره هم ډېرې مرستې کړې. په وروستيو کلونو کې د شينجيانګ اقتصاد اوټولنه د ګړندي پرمختګ په حال کې ده، د شينجيانګيانو ژوند هم په څرګنده توګه ښه شوی دی. دايميک وويل، اوس د شينجيانګ په کليوالو سيمو کې وګړو نوي ښکلي کورونه جوړ کړي او د دوی په کورونو کې د تلويزيون او يخچال په شمول برقي سامان الات ټول موجود او ليدل کېږي. دا په شينجيانګ کې ډېر عادي حالت دی. له دې نه پرته، په شينجيانګ کې د ښوونې او تعليم شرايط هم ډېر ښه شوي دي. د دايميک دوه ماشومان د کاشعر په ښاري سيمه کې زده کړه کوي. هغه وويل، کله چې ما زده کړه کوله، هغه مهال زموږ په ټولګي څلورو ماشومانو په ګډه پر يو اوږده څوکۍ کښېناستلو، اوس هر ماشوم خپل ميز او څوکۍ لري.

٣٩کلن دايميک د سياسي مشورتي کنفرانس په ملي کمېټه کې يوه تجربه لرونکی غړی دی او سږ کال هغه د نهم ځل لپاره په ملي غونډه کې ګډون کوي. په تېرو کلونو کې هغه څه دپاسه نوي وړانديزونه وړاندې کړي او پکې زياتره يې د حکومت لخوا منل شوي دي. ده خبريال ته وويل، ډېر خوشحاله او پر دې وياړم چې د خپل ټاټوبي د وګړو لپاره کار کوم. په سږنۍ غونډه کې تر ګډون مخکې، وګړو له ما څخه غوښتنه کړې چې زموږ په ژوند کې د بدلونونو د بيانولو تر څنګ حکومت ته مسئلې هم وړاندې کړم. په شينجيانګ کې په تېره بيا د شينجيانګ په جنوبي سيمو کې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په ترڅ کې ځينې ستونزې لا هم موجودې دي. مثلا د بېوزلۍ مسئله. دايميک به په سږنۍ غونډه کې دوولس وړانديزونه وړاندې کړي چې محتويات يې د بېوزلۍ د له منځه وړلو، په شينجيانګ کې د سيلانۍ د هڅولو، د ملي لږکيو په ژبه او په ملي ژبه د ښوونې هڅولو او د ترانسپورټي تاسيساتو له جوړولو سره اړه لري. د دغو وړانديزونو د تياريانو لپاره يې په تېرو پنځو مياشتو کې ژورې څارنې او پلټنې کړې دي. چين پلان لري چې تر ٢٠٢٠ کال پورې په ټول هېواد کې شتمنه او هوسا ټولنه جوړه کړي، دايميک خبريال ته وويل، هغه په شينجيانګ کې د بېوزلۍ له حالت څخه د غريبو کسانو د ايستلو په هکله پوره باور لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای