CRI Online

بايد د شينجيانګ د عدين جهيل د چاپېريال ساتنه پياوړې شي

cri     (GMT+08:00) 2016-03-25 09:44:51

د چين د ملي ولسي کانګرس غړې ريزونګلی کمال څو ورځې مخکې په بېجينګ کې د دې کانګرس د عمومي غونډې په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې بايد د شينجيانګ په تورفان سيمه کې د عدين جهيل د ايکولوژيکی چاپېريال ساتنه پياوړې شي. د عدين جهيل د چاپېريال ساتنې پروژه دې د چين د پرمختګ د ديارلسم پنځه کلن پلان کې شامله شي تر څو زموږ سيمې اولادونو ته ګټې ورسېږي. دې وويل

(( د عدين جهيل د چاپېريال ساتنې پروژه يوه لويه سيسټيماتيکه پروژه ده او محتويات يې په بېلا بېلو برخو پورې اړه لري. پانګونې ته اړتيا يې زياته ده، که يوازې شينجيانګ پخپله دغه پروژه ترسره کړي، ستونزه به ډېره لويه وي. هيله لرو چې د چين مرکزي حکومت د دې جهيل د چاپېريال ساتنه د ديارلسم پنځه کلن پلان په اړه د ايکولوژيکي ککړتياوو د مخنيوی په پلان کې شامله شي، تر څو زموږ سيمې اولادونو ته ګټې ورسولې شي او دوی به ښه راتلونکی ولري. ))

د تورفان ښار د زراعتي تکنالوژۍ د پراختيا مرکز څېړونکې ريزونګلی کمال چې د چين د ملي ولسي کانګرس غړې هم ده، د خپل هغه وړانديز په وړلو سره چې تر جدي څېړنې وروسته يې لاسليک کړی، د ملي ولسي کانګرس په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره بېجينګ ته راغلې. هغې له خبريال سره د مرکې په وخت کې د عدين جهيل د چاپېريال د ساتنې پر اهميت يې ټينګار وکړ.

عدين جهيل د شينجيانګ په تورفان کاسه کې پروت دی، او په چين کې له سمندري سطحې څخه تر ټولو ټيټ ځای دی. دا ځای ښکلې منظرې لري او ډېر د مېوو باغونه لري. د تاريخي سند له مخې، د دې جهيل پراخوالی مخکی ٢٣٠ مربع کيلومترو ته رسېده، خو د دې جهيل په شاوخوا کې د اوسېدونکو شمېر په پر له پسې توګه زيات شوی او د اوبو سرچينه ډېره کارول شوې، اوس د دې جهيل اوبه نږدې وچه شوې او د اوبو پراخوالی يوازې صفر اعشاريه پنځه مربع کيلومتره و. نو کمال دې ته اشاره وکړه، د عدين جهيل د چاپېريال ساتنه بېړنۍ کار دی. دې وويل

(( په وروستيو کلونو کې د عدين جهيل د اوبو پراخوالی په پر له پسې توګه کم شوی او چاپېريال په پر له پسې توګه خراب شوی او د ځمکې د شاړېدو سويه هم سخته شوې. که د چاپېريال ساتنه کار پيل نه شي، نو سيمه ييز چاپېريال به په پوره توګه خراب شي. ))

له ډېرو کلونو راهيسې، د عدين جهيل د چاپېريال ساتنه د تورفان ښار د ولسي کانګرس د کلنۍ غونډې په موده کې د پاملرنې وړ ټکی دی. د ښار، ولسوالۍ او علاقه دارۍ د بېلا بېلو کچو غړو تر ګڼ شمېر څېړنو وروسته زيات رغنده وړانديزونه وړاندې کړل. په ٢٠١٣ کال کې د تورفان ښار د ولسي کانګرس تر ملاتړ لاندې، د عدين جهيل د چاپېريال د ساتنې پلان جوړ شوی، او د دې جهيل د اوبو سرچينې د ادارې نظام تطبيق شوی. که څه هم په تورفان ښار کې د اوبو سرچينې د ادارې تدبيرونو ځينی برياليتوبونه تر لاسه کړي، خو تر ځمکې لاندې د اوبو د استخراج او کارولو اندازې د زياتېدو تمايل مخنيوی نه دی شوی. د تورفان سيمې د څو لکو تنو وګړيو د توليد او ژوند اړتياوو د پوره کولو لپاره، له پنځوسو کلونو راهيسې د دې سيمې تر ځمکې لاندې د اوبو د استخراج اندازه هر کال له ټاکلې اندازې څخه تر دوه سوه اته څلوېښت مليونه مکعب متره اوښتې او له دې امله تر ځمکې لاندې د اوبو سويه په دوامداره توګه ټيټه شوې ده. دغه راز د عدين جهيل د اوبو سرچينې د برابرولو سرچينه هم نه شته.

کمال وويل، د عدين جهيل د چاپېريال ساتنه ستر اهميت لري.

(( لومړی، د تورفان ښار چې د عدين جهيل په ايکولوژيکی سيمه کې پروت دی، د ورېښمو لارې د لرغوني تمدن يوه مهمه سرچينه ده. برسيره پر دې، د عدين جهيل سيمه په نړۍ کې مشهور منظره لرونکی ځای او د چين د مېوو يو لوی توليدی ځای هم دی. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای