CRI Online

په شينجيانګ کې انلاين سوداګرۍ د ګړندي پرمختګ په حال کې ده

cri     (GMT+08:00) 2016-04-08 14:37:42

په وروستيو کلونو کې، د انلاين سوداګرۍ د ګړندي پرمختګ له امله، شينجيانګ د زراعتي توليداتو د پلورلو لارې هم پراخې شوې دي. اوس د شينجيانګ څه دپاسه لس زره ځانګړي زراعتي توليدات په ويبپاڼه کې پلورل کېږي او دغه راز د دغو توليداتو وړتياوې د انټرنيتي شبکې له لارې ډېرې څرګندې شوې دي. د شينجيانګ د بېلا بېلو ځايونو بزګرانو هم د انټرنيټې شبکې څخه ګټې اخيستې او عايدات يې زيات شوي دي.

نجلۍ ګخنی شاه روز چې د ئاقسو ښار په به شتوګمن ولسوالۍ کې اوسېږي، د انټرنيټي شبکې له لارې شاوخوا بزګرانو او ځان ته د رسېدو ګټو په اړه خبريال ته په وياړ سره وويل، په تېرو څو مياشتو کې زما په انلاين دکان کې د شاوخوا بزګرانو لپاره څه نا څه دوه ټنه خرما او مڼې پلورل شوي دي.

ګخنی شاه روز په ٢٠١٥ کال کې د انلاين سوداګرۍ په روزنيز کورس کې اړوند مالومات زده کړي او ور پسې يې د ئاقسو د انلاين سوداګرۍ په هغه ډګر کې ګډون وکړ چې نوم يې دی بازارسيل . روز په دې ډګر کې د کلي په کچه د انلاين يو خدمتي مرکز جوړ کړ څو چې د شاوخواوو بزګرانو ځانګړي زراعتي توليدات پکې وپلورل شي.

د بازار سيل په نوم ياد ويب سټېشن د ئاقسو د ژن ژن هوه په نامه د يوه انټرنيټي تخنيکي شرکت لخوا جوړ شوی دی. د دې شرکت عمومي منيجر دونګ شوای وويل، که څه هم دغه ويب سټېشن څو مياشتې مخکې پرانيستل شو، خو د ثبت شويو کسانو شمېر له څلور زرو څخه اوښتی او د مغازو شمېر يې نږدې سلو ته رسېدلی دی. هره ورځ له دې ويب سټېشن څخه د ليدونکو شمېر نږدې لس زره تنه دی او د معاملو عمومي ارزښت يې له يو لک امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی. هغه وويل، اوس د بازار سيل په نامه ويب سټېشن د څلورم ځل لپاره اصلاح شوی او خدمتي رول يې هم ډېر بشپړ شوی دی. ليدونکی خلک په اسانه توګه د دې ويبسټېشن له لارې د شينجيانګ بېلا بېل ځانګړي زراعتي توليدات اخيستلی شي.

له اوږدې مودې راهيسې، د وروسته پاتې ترانسپورتي تاسيساتو له امله، د هېواد نورو سيمو ته د شينجيانګ ځانګړو زراعتي توليداتو پلورل يوه ډېره لويه ستونزه وه. شينجيانګ د دغو زراعتي توليداتو د خرڅولو د هڅولو لپاره د اړوندو ډګرونو جوړونه چټکه کړې، د حمل و نقل په برخه کې د عنعنوي تصديو د اصلاحاتو د ترسره کېدو سره په عين وخت کې يې په کليوالو سيمو کې د انلاين سوداګري مروجه کړې ده. د کليو په منځ کې د توکيو د حمل و نقل شبکه جوړه شوې چې په کليوالو سيمو کې د انلاين سوداګرۍ د پراختيا لپاره خدمتي سيستم بشپړ شوی دی.

د څو کلونو په کوښښ سره، شينجيانګ د ميوو شرکت او د زراعتي پانګو شرکت لخوا د جوړ شوې ډګر پر بنسټ د سرچينو د تنظيمولو او شريکولو له لارې په ويبپاڼه کې د زراعتي توليداتو د پلورلو لپاره يو اغېزمن شکل جوړ کړی، دغه راز د بزګرانو په وړاندې خدمتي رول هم پياوړی شوی او د زراعتي توليداتو انلاين پلورل ګام په ګام مروج شوی دی.

اوس يوازې د شينجيانګ د مېوو شرکت د انلاين سوداګرۍ په تخنيکی سيمه کې څه دپاسه اوه سوه کوچنی او منځنی هغه تصدی راغونډې شوې چې د انترنيټی شبکې په وسيله د زراعتي توکيو په سوداګرۍ پورې اړه لري. د کرهڼيزو چارو په اړه ګڼ شمېر تصديو له لس زرو بزګري کورنيو سره تماس نيولی او په ويبپاڼه کې يې د خرما، چارمغز او وچ زردالو په شمول ځانګړي وچې ميوې پلوري چې بزګران او مالداران ترې زياته ګټه اخيستی شي.

اوس شينجيانګ د نامتو سوداګريزو نښو د جوړولو پلان اجرا کوي چې د زراعتي توليداتو يوه ډله مشهورې نښې يې مروج کړي دي او دغه راز د شينجيانګ د زراعتي توليداتو شهورت او د سيال توان پياوړی شوی. د شينجيانګ دغه ښه کيفيت لرونکي توليدات نه يوازې د هېواد نورو سيمو ته بلکې بهرنيو هېوادونو ته پلورل شوي دي. د يوې شمېرنې له مخې، اوس څه دپاسه لس زره ډوله شينجيانګي زراعتي توليدات په ويبپاڼه کې پلورل کېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای