CRI Online

په شينجيانګ کې د اس روزلو چارې د پرمختګ له ښه فرصت سره مخ دي

cri     (GMT+08:00) 2016-04-29 21:22:00

په شينجيانګ کې پراخې دښتې موجودې دي او اس په دې سيمه کې د وګړيو په ژوند کې د توليد او ژوند لازمه وسيله بلل کېږي، نو د اس د ځغاستې لوبه يا نمايش لرغونی کلتور لري او د وګړيو په منځ کې د اس ساتنه ډېره مروجه ده او ډولونه يې هم رنګارنګ دي. په وروستيو کلونو کې شينجيانګ د اس ځغاستې سيالۍ او د اړوندو چارو پرمختګ د هڅولو لپاره ډېر کوښښونه کړي او کوي يې.

څو ورځې مخکې د شينجيانګ د باينغولن موغول خپلواکې سيمې په باغراش ولسوالۍ کې د اس ځغاستې سيالي ترسره شوه چې د څوارلسو لوبډلو په شمول يو سلو پنځوس اسونه پکې ولوبول شول او د اتل اس خاوند شل زره يوانه جايزه وګټله چې کابو له درې زرو امريکايي ډالرو سره برابر دی. دا لومړی ځل و چې په دې سيالۍ کې دومره لوړه جايزه ټاکل شوې ده. د سيالۍ په مهال کې په ډګر کې دومره تکړه اسونو ګړندۍ منډې وهلې او فضا له شوق او ذوق څخه ډکه برېښېده. نندارچيانو هم لوبغاړو د تشويق لپاره افرين چيغې وهلې چې په همدې ورځ کې نږدې پنځه څلوېښت زره نندارچيانو دغه سيالي وکتله.

د باغراش د ګوندي کمېټې دايمي غړي او د اطلاعاتو ادارې مشر سو کای وويل، په وروستيو کلونو کې د اس ځغاستې او نندارې چارو ډيره پرمختيا موندلې ده او باغراش ولسوالي په دې برخه کې کوشش کړی چې ورزشونه د سيلانۍ او د اس روزلو له چارو سره يو ځاي شي څو چې د سياليو په وسيله د ولسوالۍ بيلا بيلې چارې سمسورې شي او د وګړو روح او کولتوري ژوند ښکلی شي .

د خبر له مخې د اس په اړه چارې د اس ځغاستې ، نمايش ، سپرلۍ او نورو خوښيو فعاليتونو ته پراخې شوې دي چې له امله يې د چين د اس روزلو چارو ته بې ساري پرمختيايي فرصتونه رسولي دي . خو د نورو هېوادونو لخوا روزل شوي د غوره جنس اسونو په پرتله د شينجيانګي اسونو ډولونه کم او کيفيت يې هم څه ټيټ دی ،نو د دغو اسونو کارولو اقتصادي ارزښت هم د يادو ښه جنس اسونو سره نشي مقايسه کېدای .

د نورو هېوادونو د ښه جنس اسونو سره د توپير د کمښت لپاره په تېره جنورۍ مياشت کې په شينجيانګ کې د اس روزلو چارو په هکله لوړه کچه غونډه جوړه شوې او هغه موضوع توده شوې ده چې د اس روزنې او تربيې چارو د معما حلولو لپاره جايزه لرونکي سياليو او د اس ځغاستې په هکله د بې ګټې لاټريو پلورنې سره سم سمسورې شي.

په شينجيانګ کې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي سعيد حمزه د مشورتي کنفرانس د جوړېدو په موده کې ويلي چې شينجيانګ د هېواد د اس روزلو او د اس غوښو او شيدو په وسيله د جوړ شويو توليداتو د توليدولو لويه اډه ده او د دغو چارو د پرمختګ سرچينه غني او زمينه يې ډيره مناسبه ده ، نو ويل کېږي چې د اس يادو چارو پرمختګ به د شينجيانګ د مالدارۍ چارو د غوړېدا او د مالدارانو عايداتو په زياتوالي کې مهم رول ولوبوي .

سعيد حمزه زياته کړه چې د اس روزلو او د اس له غوښو څخه د جوړ شويو توليداتو د جوړولو چارو په هکله د پرمختللو هېوادونو د لارښوونې سره سم په شينجيانګ کې د اس روزلو چارې د ساعتيرۍ په لور پرمختګ کوي چې پخوا اسونه يوازې د بار وړلو راوړلو لپاره استعماليدل ، خو اوسمهال ډيری اسونه په سپورټي لوبو کې کارول کېږي ، نو د اس روزلو چارې لوی پرمختيايي ځواک لري ، يقين دی چې د اس روزلو او د اس غوښو په وسيله د جوړو شويو توکو د توليدولو چارو پرمختيا نه يوازې دا چې په لېرې او ګوښه مالداري سيمو کې مالدارانو ته زياتې عايداتې سرچينې برابروي ، بلکې وزګارو ته د کار زيات فرصتونه برابروي ، د کليو اقتصادي پرمختګ ګړندی کوي او په پولو کې د وګړو ژوند اراموي .

د خبر له مخې اوس په شينجيانګ کې د يادو چارو پرمختګ لومړي پړاوو ته رسيدلی او د اس غوښو او شيدو د جوړو شويو توکو د چمتو کولو تصديو شمير لسګونو ته زيات شوی دی . برسيره پردې په شينجيانګ کې د اس سوارۍ زيات کلبونه هم جوړ شوي دي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای