CRI Online

د يو ځوان په کامره کې ښکلی شينجيانګ

cri     (GMT+08:00) 2016-08-31 19:33:39

د يو ځوان په کامره کې ښکلی شينجيانګ

د زما شينجيانګ په نوم لنډ مستند فلم چې يوازې پنځه دقيقې دی او يوازې د شينجيانګ هنري پوهنځي زده کوونکي شيوي جنګ لخوا د سيلفي عکس ډنډې په وسيله اخيستل شوی، په وروستيو څو ورځو کې په انټرنيټ کې څو لکه تنو ليدلی دی . په دې فلم کې شيوي جنګ يوه داسې سندره ويلې چې شعر يې دا دی غواړم له جنوب څخه تر شمال پورې او هم له ورځې څخه تر شپې پورې لاړ شم ..... حقيقت همداسې و چې هغه په دوو مياشتو کې د اورګاډي ، موټر او بايسکل په وسيله او يا پلې د شينجيانګ څه دپاسه شلو ښارونو او ولسواليو سيل کړی او نژدې لس زره کيلومتره لار يې وهلې ده چې په دې ترڅ کې يې د دريو زرو مترو په جګوالي له غرونو اوښتی دی.

هغه وويل چې هيڅ خيال مې نه کولو چې داسې يو عظيم فلم ثبت کړم، برعکس خيال مې دا و چې د سفر په بهير کې ښکلې منظرې او کيسې د کمرې په وسيله ثبتې کړم څو چې خپلو ملګرو او خپلوانو ته په شينجيانګ کې په څلورو کلونو کې د خپل ژوند لوړې او ژورې وړاندې کړم . شيوي جنګ چې له سيلانۍ او عکس اخيستنې سره ډيره مينه لري ، څلور کاله مخکې د شينجيانګ د ښکلو هنرونو پوهنځي د فلم ، تلويزيون او ډرامې څانګې لخوا ومنل شو ، د خپلې زده کړې په دوهم کال يې د شينجيانګ په چوکاټ کې په سيلانۍ پيل وکړ، څرنګه چې هغه د دې ځاي له ښکليو منظرو او ځايي وګړو سره ډيره مينه لري .

د ده لخوا په اخيستل شوي فلم کې په هغه شپه کې د کاراجيون دښته چې په اسمان کې ځلېدونکي ستوري ښکارېدل ، د لمر ختو په وخت کې ژيړ سيند ، د شړشمو ژيړ ګلونه ، په شين اسمان کې د سيريمو جهيل ننداره، د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو وګړو خوشاله خندنۍ څيرې ليدل کيږي . د ده په وينا د سفر په ترڅ کې مې ډيرې ستونزې ليدلې ، خو هيڅ ويره مې نه درلوده ځکه چې په لاره کې يو قزاقي ورور ما ته ډوډۍ او پنير راکړل ، د باران په وخت کې چې په بايسکلې نشوای سپرېدلای ، د حوي قوم ورور په موټر کې پورته کړم، پوښتنه يې را وکړه چې کومې مرستې ته اړتيا لري ؟ پرته له دې نه قومي ځايي زده کوونکو کله کله زما لپاره ژباړه کوله ..... شيوي جنګ په خپل فلم کې داسې ډېرې ښکلې منظرې ثبتې کړې دي.

شيوي جنګ وايي وروسته تر هغه چې د ده پر فلم په انټرنيټ کې ډيرو ليدونکو کلېک کړی، ډيرو کسانو له ما څخه د قومي يووالي د ټينګښت په هکله پوښتنې وکړې . په حقيقت کې غواړم چې له خپل ژوند او د ځايي وګړو سره د اړيکو ټينګو څخه خوند واخلم .

که څه هم زما د شينجيانګ په نوم لنډ مستند فلم د دوه مياشتني سفر يادښت دی، خو د څلورو کلونو راهيسې له شينجيانګ سره مې د احساساتو او پوهاوي څرګندوی هم دی.

شيوي جنګ په خپل فلم کې داسې ليکلي چې شينجيانګ د يوې ښکلې نجلۍ غوندې دی، هم قدرتمند دی او هم ملايم .د دې په هکله ډيرې معماوې نه دې حل شوې .

شينجيانګ به په راتلونکو پنځو کلونو کې په وړکتونونو کې د مورنۍ ژبې او ملي ژبې تعليم پياوړی کړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، شينجيانګ به په پنځو کلونو کې په دې سيمه کې په وړکتونونو کې د مورنۍ ژبې او ملي ژبې تعليم د پياوړي کولو لپاره ځانګړې پيسې بېلې کړي، د شينجيانګ جنوبي سيمې او کليوالې سيمې د دې پروژې عمده ځايونه دي او موخه يې د ښوونې او تعليم د برابر پرمختګ هڅول دي.

د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د ښوونې او تعليم ادارې خبر ورکړ، د چين مرکزي حکومت به له ٢٠١٦ کال څخه تر ٢٠٢٠ کال پورې په شينجيانګ کې د هغو وړکتونونو له جوړولو څخه ملاتړ وکړي چې پکې د ملي لږکيو مورنۍ ژبې او ملي ژبې کارول کېږي. د شينجيانګ په کليوالو سيمو کې به په وړکتونونو کې د ماشومانو د زده کړې وخت له اوسنيو دوو کاله څخه درې کالونو ته زيات شي. په عين وخت کې به شينجيانګ په جنوبي سيمې او کليوالو سيمو کې د نورو ١٤ زرو مسلکي ښوونکو د ګمارلو لپاره کوښښ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای