CRI Online

په لرغونی ښار کشغر کې نړيواله بڼه

cri     (GMT+08:00) 2016-05-25 08:49:31

د کشغر ښار د چين د شينجيانګ په جنوب کې يو لرغونی ښار دی او دوه زره کاله تاريخ لري.دغه ښار د اسلامي کولتور په درلودلو سره ګڼ شمېر کورني او بهرني سيلانيان راجلبوي.که تاسو د کشغر ښار له زړې سيمې نه ټول ښار وګورئ،د ښار نوې سيمه به تر سترګې کيږي چې پکې معاصرې ودانۍ خورې ورې پرتې دي.

د کشغر په زړه سيمه کې لارې کوڅې ډېرې کږې وږې او تنګې دي .د لارې په دواړو غاړو کې د اويغور قوم ځانګړتيا لرونکي کورونه واقع دي او زياتره يې خراب شويدي.نو له دوه زره او لسم کال څخه، د اتو مربع کيلو مترو په پراخوالي زړه ښاري سيمه کې د زړو کورونو د ترميمولو پروژه چې پکې اوه مليارډه يوانه لګېږي او دوو لکو وګړو ته ګټه رسوي ،پيل شوه. لرغوني ځانګړتياوو او د خلکو ارادې ته په درناوی کول ددې پروژې اصل دی.

د نوبيسي نومي واټ له ترميمولو وروسته ددې واټ په دواړو غاړو کې د ځايي خوراکونو پلورنځي جوړ شوي دي.د محمد نعيم د ماچې رستورانټ له دې امله چې مشهور عدګاه جومات ته نژدې واقع دی ، هره ورځ زيات مشتريال لری،.ميرمن جانګ چې د سيلانيزې ډلې يوه غړې ده خبريال ته وويل،شينجيانګ ته له رسيدو مخکې زه لږ څه اندېښمنه وم،خو اوس ما په خپلو سترګو ليدلي چې په شينجيانګ کې ټولنه ثابته او ارامه ده، ځايي وګړي په تودو احساساتو زموږ هرکلی کوي،خوراکونه ډېر خوندور دي،ميوې ډېرې خوږې دي.دلته زما ډېر خوښ دی حتی نه غواړم چې بېرته کور ته لاړ شم.

د تورمن سيند په غاړه يو ستر څرخ ولاړ دي او ورو ورو ګرځي او د دونګ هو په پارک کې حتی د شپې تر يوولسو او دوولسو بجو پورې لا هم زيات وګړي له ګرمۍ څخه د ژغورلو لپاره ناست دي .د لږکيو قومونو د ځانګړو توليداتو سيوپرمارکيټونه او د موډل جامو دوکانونه په تجارتي واټ کې کتار په کتار ولاړ دي.د خيتځې دروازې لوي بازار چې شپاړس هکتاره ځمکه نيسي د سوداګرانو او سيلانيانو ګڼه ګوڼه زياته ده او د شيانو پلورلو غټ اوازونه اورېدل کېږي . ښکلۍ اويغوري نجونې شالونه غوره کوي،ځوانان د نويو چرمي بوټانو او ښځې د روژې په مياشت کې د اړتياوړ موادو په اخيستلو لګيا دي.

د ختيځې دروازې بازار د منځني – لوېديځې اسيا بازار هم نوميږي.دوه زره کاله مخکې، تجارتي کاروانونه چې د چين له لوېديځ شي ان ښار څخه وخوځيدل،دلته راغونډېدل او په لرغونۍ زمانه کې د اسيا لومړی لوی بازار ترې جوړ شو.اوس په دغه بازار کې پنځه زره هټۍ پرتې دي او يو لک تنه وګړي د شيانو اخيستلو او يا د سيل لپاره دلته راځي .

کشغر د منځني او جنوبي اسيا له زياتو هېوادونو سره نژدې دی او خلاص شوي پنځه ځمکني بندرونه لري.د کشغر ځايي وګړي کاروباري خلک دي او د کاروبار تجربې يې نسل په نسل خپرېږي چې له امله يې کشغر د منځني او جنوبي اسيا په اقتصادي مرکز بدل شو.

د کشغر د اقتصاد د انکشافي سيمې د جوړولو پرېکړه د شينجيانګ په اړه د مرکزي حکومت په کاري غونډه کې ونيوله شوه چې د ځايي وګړو په وينا دا يوه خاصه سيمه ده .له درې کلني پرمختګ وروسته په دې سيمه کې د څو لکو مربع مترو په پراخوالي معياري فابريکې،ديارلس جګې ودانۍ،ستر سيوپر مارکټونه،د خوراکو مرکز او نور ودانۍ جوړې شويدي چې په نتيجه کې د کشغر په نوې ښاري سيمه کې معاصره او نړيواله بڼه هم رامنځته شوه.

کشغر د منځني او جنوبي اسيا د سوداګريزو توليداتو نندارتون د سږ کال د جون په دېرشمه نېټه پای ته ورسيد او پکې د همکارۍ دوه زره او نهه وېشت تړونونه لاسليک شوي چې د تړونونو عمومي ارزښت له څلوېښتو مليارډو ژن مين بي يوانو څخه هم اوښتی دی.په تيرو درېيو کلونو کې،د کشغر په سيمه کې د توليداتو عمومي ارزښت د پنځوسو مليارډو يوانو څخه هم زيات شوی دی او هر کال دغه ارزښت شپاړلس اعشاريه شپږ سلنه زيات شوی دی. کورني او بهرني سرداګران د کشغر د پرختګ پر روښانې ايندې باور لري.په منځني او جنوبي اسيا کې د کشغر اقتصادي مقام هم ورځ په ورځ لوړېږی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای