CRI Online

په اروپا کې د چين پېژندنې په نوم د کلتوري فعاليت لومړۍ برخه د ايټاليا په ميلان کې پای ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2016-08-29 17:07:55

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٦ کال د چين پېژندنې په نوم د کلتوري فعاليت لومړۍ مرحله د ايټاليا په ميلان ښار کې پای ته ورسېدله. د دې کلتور فعاليت موخه د چين د لوېديځې برخې پېژندنه وه، او په ترڅ کې يې د قومي نڅاوو او سندرو د نندارې، د کارپوهانو تر منځ تبادلې او د فلمونو د ښودلو له لارې نندارچيانو ته د چين د لوېديځې برخې په تېره بيا په تبت او شينجيانګ کې د ملي لږکيو او وګړيو د ژوند حالت معرفي او وروپېژندل. د دې فعاليت دوه ورځنۍ لومړۍ برخه په ميلان ښار کې ترسره شوه.

د چين د راجلبوونکي لوېديځ په نوم د نڅا او سندرو ننداره د مې په ١٥مه نېټه د ميلان په تياتر کې نندارچيانو ته وښودل شوله. د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر مرستيالې څوی يو ينګ د دې فعاليت د پيل په مراسمو کې وويل

((د چين پېژندنې کلتوري فعاليت په ميلان ښار کې پيل شو. د چين لوېديځ د اسيا او اروپا د لويو وچو په تقاطع کې پروت دی او دا د ورېښمو د لرغونې لارې مرکزي سيمه هم وه. د دې کلتوري فعاليت له لارې به د چين په لوېديځ کې د هنر او کلتور سمسورتيا او د ټولنې پرمختګ ښکاره شي او د چين او ايټاليا د وګړيو تر منځ پېژندنه او دوستي به هم پياوړې شي.))

يو ايتاليايي کتونکي لورنزو ديلوکه د يادې نندارې تر کتلو وروسته خبريال ته وويل

((دغه ننداره ډېره په زړه پورې وه، د چين د ملي لږکيو جامې ډېرې جلبوونکې دي. که څه هم زه په چيني ژبې نه پوهېږم، خو د نندارې په فضا کې ډوبه وم او د نندارې تر اغېزې لاندې وم. سره له دې چې چين ته مې سفر نه دی کړی، خو له چين سره ډېره مينه لرم او غواړم چې په نږدې وخت کې چين ته سفر وکړم. د زياترو ايټالويانو په نظر کې، د چين استازي بېجينګ او يا شانګهای ښارونه دي، خو د دې کلتوري فعاليت په اثر، موږ د چين د لوېديځې برخې په تېره بيا د شينجيانګ او تبت د وګړيو د ژوند او ځايي عادتونو په اړه مالومات تر لاسه کړي دي. دا موږ ته د چين د پېژندنې لپاره ډېره ګټوره ده. ))

د هنري نندارې او فلمونو د ښودلو په وخت کې د مې په ١٦مه نېټه د يو کمربند او يوې لارې په هکله د اړوندو کارپوهانو سيمينار هم ترسره شو. شينجيانګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په توګه ټاکل شوی، د دې ستراتيژيکې پرېکړې په اثر، ځيني ايټاليايي سوداګران د چين لوېديځ ته پاملرنه کوي او په دې سيمه کې پر پانګونې غور کوي. د ايټاليا د ستراتيژۍ او پرمختګ شرکت مشاور فبريزيو زوکا وويل:

(( موږ له اوږد وخت راهيسې د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې پروژې ته پاملرنې کړې او کوو يې. دا مالومه ده چې شينجيانګ به د اقتصادي پرمختګ په برخه کې په چين کې تر ټولو مهمه ازمويښتې سيمه وګرځي او لوېديځ ته به نور وغځېږي. ))

د هنر او کلتور د پېژندنې پياوړي کول او د تمدنونو تر منځ د تبادلې او يو ځايښت کېدو هڅول د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو ټينګښت او د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د پياوړتيا لپاره تر ټولو ښه طريقه ده. د ايټاليا او چين د صندوق مشرې مرګريت بربيرس له خبريال سره د مرکې په وخت کې د چين د پېژندنې په اړه کلتوري فعاليت د ادامې په اړه هيله څرګنده کړه او و يې ويل

(( زما په اند، د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ بنسټ د دواړو خواوو تر منځ د کلتور او دوستۍ تبادلې دي. د چين او د چين د لوېديځې برخې په اړه د ايټالويانو لخوا د زياتو مالوماتو تر لاسه کېدو لپاره، دغه شان کلتوري فعاليتونه بايد کله نا کله جوړ شي. د هنري نندارې نه پرته، هيله لرو چې د اقتصاد او سوداګرۍ په هکله لا زيات فعاليتونه په ايټاليا کې جوړ شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای