CRI Online

چين کې له جوماتونو څخه د عبدلله خرم لېدنه

cri     (GMT+08:00) 2016-06-21 20:35:56

عبدالله خرم د کابل نيوز اجرايوي رئيس دی، لږه موده مخکې نوموړی دچين نړيوالې راډيو په بلنه د ورېښمو لارې په نوم د سيلانيز فعاليت په موخه چين ته راغلی و. په اول کې هغه فکر کاوه چې دغه سفر به په عمده توګه د چين د اقتصاد، سوداګرۍ او يا کلتوري تبادلې په تړاو وي، خو د سفر په ترڅ کې يې دوه ځلې د جمعې په ورځ د چين له جوماتونو څخه ليدنه وکړه او له چيني مسلمانانو سره يې يوځای لمونځ ادا کړ او ددې تر څنګ نوموړي د چيني مسلمانانو د ديني چارو د ترسره کولو حالت هم له نږدې احساس کړل.

د ورېښمو لارې په نوم د سيلانيز فعاليت لومړی تم ځای د چين شي ان ښار و، شي ان ته د دغه سفر وروستۍ ورځ د جعمې ورځ وه،په همدې ورځ عبدالله خرم د سيلانيز فعاليت له نورو ګډونوالو سره يوځای د لمونځ د ادا کولو په موخه د شي ان ښار د هوا جيو په نوم جومات ته ولاړ .

هوا جيو جومات ١٣٠٠ کلن تاريخ لري او ساختماني بڼه يې عربي او چيني ځانګړتياوو ښکارندويي کوي. د جومات اخوند دينګ جي پينګ وايي ، هغه هوا جيو جومات ته د بېلابېلو هېوادونو د مسلمانانو د راتګ ډېر هرکلی کوي، نوموړي وويل:

((د چين په جوماتونو کې د لمونځ ادا کولو له لارې بهرني مسلمانان به دا وګوري چې د خدای په فضل او د حکومت په پاملرنې چيني مسلمانان ډېر ښه ژوند لري.))

عبدالله خرم له اخوند څخه په چين کې د اسلامي تاريخ په اړه څه معلومات ترلاسه کړل او ويې ويل،

((د شي ان په جومات کې مې د چيني مسلمانانو د تاريخ په اړه مالومات ترلاسه کړل، د اسلام دين له راتګ څخه کابو٢٠٠ کلونو وروسته د چين په شي ان ښار کی چې هغه وخت د چين پلازمينه وه، يو جومات جوړ شوی و او دغه جومات د چين په تاريخ کې ډېر مهم ځای نيسي.))

د ماسپښين په يوه بجه په هوا جيو جومات کې په لاوډسپيکر د قران کريم تلاوت پيل شو او امام د قران کريم د ځينو ايتونو تفسير وکړ، د جومات په دننه ډېره ګڼه ګوڼه وه، ان تر دې چې د جومات دروازې په بهر کې هم مسلمامان ناست وو او په دقت سره يې د امام خبرې اورېدې.

عبدالله خرم چې په چيني ژبه روانې خبرې کولی شي، د دوو کلونو لپاره په شانګهای کې د ماستري درجې د اخيستلو په موخه د زده کړې تجربې لري، دا ځل چې نوموړي د چين په هوا جيو جومات کې لمونځ ادا کړ د شانګهای جومات د ده ياد ته راغی. هغه وويل:

((زما پوهنتون ته نږدې يو جومات و، مونږ به هره ورځ پنځه ځلې هلته لمونځ ادا کاوه، او پدې برخه کې مو هيڅ ستونزه نه درلوده.))

له شي ان څخه تر ليدنې وروسته د ورېښمو لارې سيلانيز فعاليت ګډونوال د شينجيانګ اورومچي ښار ته ولاړل او له دې نه درې ورځې وروسته بيا د جمعې ورځ راورسېده. عبدالله خرم په دې ورځ له نورو ګډونوالو سره يوځای د لمونځ د ادا کولو لپاره د هانګ يانګ په نوم جومات ته ولاړ . د لمونځ د ادا کولو وخت تر رسيدو مخکې مسلمانان له بېلابېلو ځايونو څخه جومات ته راغونډ شول او د هانګ يانګ جومات دروازې په بهر کې ډول ډول ترافيکي وسايل تم وو. په جومات کې لمونځ ادا کوونکو خپل جاي نمازونه په ځمکه غوړولي وو او د لمونځ ادا کولو د پيل وخت ته انتظار وو. عبدالله خرم وايي، د چين جوماتونه د نړۍ د نورو هېوادونو له جوماتونو سره يوشان دی، نوموړي وويل:

((کله چې په دغه جومات کې د چيني مسلمانو ترڅنګ لمونځ ادا کوم، پرتله له دې چې د جومات ساختماني بڼه بېله ده، خو په شي ان ښار، اورومچي ښار او يا کابل کې د مسلمانانو د لمونځ د ادا کولو طريقه يوشان ده.))

عبدالله خرم نه يوازې دا چې د چيني مسلمانانو د ديني چارو د ترسره کولو په حالاتو ښه پوه شو، بلکې د ځينو بهرنيو رسنيو په اړوندو رپوټونو يې هم شک پيدا شو، نوموړي وويل:

((په افغانستان کې کله کله په ځينو رسنيو کې د چين د حکومت په اړه په تېره بيا د شينجيانګ پر مسلمانانو د حکومت د بنديزونو په اړه خبرونه ليدل کيږي،مثلا د چين حکومت ځوانانوته اجازه نه ور کوي چې جومات ته ولاړ شي او وايي د اسلام دين د زده کړې په برخه کې يې پر ځوانانو بنديز لګولی ، خو د شينجيانګ په جومات کې مې د اويغوري قوم ډېر ځوانان ولېدل او دا له پخوانيو خبرونو سره توپير لري. زه پدې ډېر خوشحال يم چې له هغوی سره مې په ګډه لمونځ ادا کړ .))

د هانګ يانګ جومات اخوند بليک وويل، د لسګونو هېوادونو مسلمانان هانګ يانګ جومات ته راځي، هغه د شينجيانګ د مسلمانانو د ژوند په اړه د بهرنيانو له پاملرنې څخه مننه څرګنده کړه او هيله يې وښوده چې زيات بهرنيان هانګ يانګ جومات ته سفر وکړي.

((شينجيانګ او هانګ يانګ جومات ته د نړۍ د بېلابېلو ځايونو د خلکو او مسلمانانو د راتګ هرکلی کوم ، ددې لپاره چې خپلمنځي پوهاوی زيات شي.))

عبدالله خرم به د ورېښمو لارې سيلانيز فعاليت تر پای ته رسيدو وروسته افغانستان ته ستون شي او خپلو رسنيو چارو ته به دوام ورکړي،هغه وويل:

((په نړۍ کې د چيني مسلمانانو غږ ډېر لږ اوريدل کيږي. هيله لرم چې په رسنيو کې د خپلو کارونو له لارې افغانان او ګرده نړۍ د چيني مسلمانانو غږ واوري او د چين په اړه زيات معلومات ترلاسه کړي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای