CRI Online

اويغوري ځوان مايتيتور

cri     (GMT+08:00) 2016-06-30 21:21:49

د اويغوري قوم ځوان مايتيتور د شينجيانګ د ختن سيمې په يو کوچني کلي کې زېږېدلی، هغه پنځه مشران وروڼه او يوه خور لري. هغه په دې کلي کې لومړی زده کوونکی و چې پوهنتون کې شامل شو. د مايتيتور مورنۍ ژبه اويغوري ده، په عين وخت کې هغه د چين له ملی ژبې سره ډېره علاقه لري او د دې ژبې په زده کړه کې يې ډېر کوښښونه کړي او کوي يې. هغه خبريال ته وويل، دی غواړي بهرنۍ نړۍ وګوري.

د دې هيلې د عملي کولو لپاره، مياتيتور د پسونو چوپاني په عين وخت کې د چين ملی ژبه زده کړې او ور پسې يې د هېواد د مرکزي ښار په منځني ښوونځي کې شامل شو او بيا په ملی کانکور کې بريالی شو. له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته يې د تا هه په نوم شرکت کې کار پيل کړ او د ده لارښوونکی د هان قوم کارکوونکی يانګ ګوه دی. ښاغلي يانګ ګوه مايتيتور ډېر خوښوي، هغه خبريال ته وويل، کله چې مايتيتور دلته لومړی کار پيل کړ، له کارونو سره دومره اشنا نه و، خو هغه ډېر زحمتکښ و او غوره تيوريکی مالومات لري، نو په ګړندۍ توګه يې پرمختګ وکړ.

د مايتيتور همکار شياو چانګ چوان چې ور سره يو ځای په دې شرکت کې کار پيل کړی، خبريال ته وويل، مايتيتور په کارونو کې تل جدي رويه غوره کړې او کوي يې، کله چې نور کارکوونکي له ستونزو سره مخ وي، مايتيتور به په فعاله توګه له دوی سره مرستې وکړي. د کار د تفريح په وخت کې مايتيتور موږ ته ځينې اسانه اويغوري ژبې جملې رازده کوي. موږ لکه وروڼه داسې يو. د تا هه په نوم شرکت کې د مايتيتور په شان هغه اويغوري ځوانان ډېر دي چې په ملی ژبه پوهېږي او په کارونو کې زحمتکښ دي، ځيني يې په کارونو کې ملاتير کارکوونکي بلل کېږي. په وروستيو کلونو کې دغه شرکت د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د اړوندې غوښتنې سره سم د شينجيانګي کارکوونکو د ګمارلو پيمانه زياته کړې چې له امله يې په دې شرکت کې د شينجيانګي کارګرو شمېر کال په کال زياتېږي.

د ځان او شاوخواوو ملي لږکيو کارګرو بدلونونو په کتلو سره، مايتيتور دا پيدا کړې چې د ملی ژبې په زده کړې سره به د خپل کلي اوسېدونکو ته د کار او استخراج ډېر زيات فرصتونه برابر شي. نو هغه پلان لري چې په خپل کلي کې د ملی ژبې د روزنې يوه ټولګی جوړ کړي. په ٢٠١٤ کال کې مايتيتور له ٩ تنو همکارانو سره يو ځای د کوچا ولسوالۍ د عوزون علاقه دارۍ په سوګات دوهم کلی کې د ملی ژبې د زده کړې ټولګی جوړ کړ. هغه خبريال ته وويل

کله چې مو تازه دغه کلي ته ورغلو، موږ کور په کور وګرځېدلو او ځايي اوسېدونکو ته مو وويل موږ د اويغوري او ملی ژبو د روزنې لپاره وړيا ټولګي جوړ کړي. موږ په ٣٧٠ کورونو وګرځېدو، خو يوازې ٧٠ کسانو په لومړي درس کې ګډون وکړ.

که څه هم دوی په سر کې له ډېرو ستونزو سره مخ وو، خو دوی دغه پلان نه پرېښود او په ځايي کورونو باندې ګرځېدو او ځايي کسانو ته پر زده کړې ټينګار وکړ. د دوی په ټولګی کې د ګډون کوونکو شمېر هم ګام په ګام زيات شو. په دوو کلونو کې دوی ٨٠٠٠ زره کسان روزلي چې پکې شاګردان، ځوانان او منځني عمر کسان شامل دي. د هرې شپې له ٧ بجو څخه تر ١٠ بجو پورې د اويغوري او ملی ژبې دغه ټولګي شته چې هېڅکله نه دي ځنډېدلي. د مايتيتور مېرمن هم اويغوري ده او د هغه له کارونو ډېر ملاتړ کوي.

ځايي کسانو ته د ښه درسونو ورکولو لپاره، مايتيتور دوی ته د ژوندۍ تبادلې په اړه ويناوې ورزده کوي. هغه حتی په کتاب پلورنځي کې ځينی اغېزمن کتابونه اخيستلی. د دې ټولګې په مرسته، ډېرو ځايي اوسېدونکو د کلي څخه بهر نورو ځايونو کې ښه کارونه پيدا کړي او دوی له مايتيتور څخه مننه کوي. مايتيتور وويل، هغه د ځايي اوسېدونکو د بدلون په کتلو سره ډېر د خوښۍ او خوشحالۍ احساس کوي. هغه وويل، زه به دغې روزنيزو ټولګيو فعاليت ته دوام ورکړم او په راتلونکي کې به په لا زياتو ځايونو کې دغه شان ټولګي جوړ کړم او دغه راز به لا زيات کسان له دې ډول فعاليتونو ګټه واخلي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای