CRI Online

د کوچنۍ اختر ځانګړی خپرونه

cri     (GMT+08:00) 2016-07-06 17:30:32

د تورفان راسټورانټ

د وچه ډوډۍ د جوړېدو بهير

د کوچه لوی نان

په چين کې د يو پنځوس ډوله نان شته

غوټۍ: ګرانو اوريدونکو! اختر مو مبارک شه، زه غوټۍ يم، زما نيکې هيلې او سلامونه ومنئ! ډېره خوشحاله يم چې يو ځل بيا له روان ځاځي صاحب سره يو ځای ستاسوپه خدمت کې يم. ځاځی صاحب، لومړی مهرباني وکړئ چې زموږ اوريدونکو ته خپل سلامونه او هم د اختر مبارکي ورکړئ.

روان: هو کۍ ، ګرانو اوريدونکو! په اخترېزو سلامونو مو هرکلی کوم، اختر مو مبارک شه...... په دې هيله چې روغ او جوړ وای، او د روژې مبارکه مياشت مو هم په عباداتو تېره کړې، رب دې زمونږ او ستاسو ټول عباداتونه قبول او منظور وګرځوي..... پاک رب دې زمونږ په هيواد کې تل پاتې سوله راولي.

غوټۍ: امين.. په همدې هيله.......... ښه، درنو اورېدونکو! نن سهار زه او زما همکار روان ځاځي صاحب يو ځای نيو جي واټ ته ولاړ وو چې په دې ځای کې ډېره ګڼه ګوڼه وي، په ځانګړې توګه د اخترونو په موده کې ډېره ګڼه ګوڼه وي... ځکه ! په بېجينګ کې دغه واټ د مسلمانانو د راغونډېدو ځای دی او ټول مسلمانان د اخترو ورځې همدلته لمانځې ، نن هم بېجينګ کې ميشتو مسلمانانو کوچني اختر ښه په درز کې ولمانځه، هره خوا خوشحالي وه، کوچنی اختر ټولو مسلمانانو په ازاده فضاء کې ولمانځه ما او زما همکار روان ځاځي هم هلته له چيني مسلمانانو سره يو ځای ولمانځه.

روان: سمه ده. ګرانو اوريدونکو، دغه اواز چې تاسی اوريد، د نيو جي په واټ کې د تورفان په نوم يو رسټورنټ په بهر کې کارکوونکي د خوراکونو د پلورلو غږ دی. دغه رنسټورنټ د اويغوري خوراکونو او د وچې ډوډۍ چې دوی ورته نان وايي، د پخولو ځای دی، چې په بېجينګ کې ډېر مشهور دی.

غوټۍ: هو کۍ همداسې ده، وچه ډوډۍ يا د اويغوريانو په وينا نان د دوي په ورځني ژوند کې ډېره استعماليږي او ډېر شهرت هم لري. دغه رسټورنټ ډېره زياته وچه ډوډۍ يا نان پخوي، په ځانګړې توګه د اخترونو په موده کې. يوه اوونۍ کېږي چې د کوچني اختر لپاره يې چمتوالی نيولی. د دغه رانسټورانټ مسؤل ما جونګ وايي:

(( د کوچني اختر د لمانځنې لپاره مو کافی چمتوالی نيولی دی. يوه اوونۍ مخکې مو د اړوندو شيانو په تيارولو کولو پيل کړی او درې ورځې کېږي چې ټول شيان مو چمتو کړي دي. يوه ورځ مخکې مو د تورفان ځانګړتيالرونکي خوراکونه پاخه کړي دي. نن ورځ ليدل کېږي چې زموږ ټول کارکوونکي ډېر بوخت دی د سهار په څلورو بجو له خوبه جګ شوي ، په پنځو بجو راسټورانټ ته راغلي او په شپږو بجو مو د خوراکونو په پلورلو پيل کړی دی. زموږ راسټورانټ په عمده توګه د شينجيانګ خوراک او ډوډۍ پلوري، په تېره بيا نان، نن ورځ مو زر نان چمتو کړي دي او په ښه توګه پلورل کېږي.))

روان: خا ډېر ښه .......غوټۍ جانې!افغانان هم وچه ډوډۍ ډېره کاروي، يعنې په دې مانا، چې کله مونږ افغانان غرمنۍ او يا ماښامنۍ ډوډۍ خورو، نو اول کې په دسترخوان باندې وچه ډوډۍ ږدو او وروسته هغه اخلی پخلی چې د خوړو لپاره تيار شوی وي، هغه ږدو..... لکه څنګه چې دلته په چين کې اويغوريان د ډوډۍ خوړلو په وخت کې لومړۍ وچه ډوډۍ درته مخ کې ږدي، همداسې ورته دود زمونږ هم دی.

غوټۍ: خا روان ځاځی ، نو زه به اورېدونکو د وچې ډوډۍ په اړه مالومات وړاندې کړم، چې په چين کې يې اويغوريان په خپل ورځني ژوند کې ډېره کاروي .

روان: خا ډېره ښه ده.

غوټۍ: نان د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې يو ډول مهم خوراک دی. ما د روژې د پيل نه مخکې د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې کوچه سيمې ته سفر وکړ..... په هغه ځای کې خلک د افغانانو په شان ورته دود لري ......اخلي پخلي سره وچه ډوډۍ خوري. په لرغوني شينجيانګ کې نان د (( ايمک )) په نوم ياد شوی. له دې نه وروسته چې اسلامي دين شينجيانګ ته خپور شو ، ځايي اوسيدونکو ايمک په نان واړوه.

روان: خا يعنې دوي وچې ډوډۍ ته ايمک وايي

غوټۍ: هو همداسې ................د شينجيانګ په کوچه سيمه کې اويغوريان يو ډول لوی نان پخوي چې قطر يې شاوخوا يو متر دی. په شينجيانګ کې د نان تاريخ شاوخوا دوه زره کلن تاريخ لري...... خا،‎..........ځاځی صاحب، يوه پوښتنه لرم چې تاسو څه فکر کوئ، چې په شينجيانګ کې به څو ډوله وچه ډوډۍ يا نان پخيږي؟

روان: ياره غوټۍ جانې زه څه نه شم ويلی..که اټکلي يې ووايم، ښايي لس او يا پنځلس ډولونه وي؟

غوټۍ: نه، په شينجيانګ کې يو پنځوس ډوله وچه ډوډۍ يا نان پخيږي. له دې جملې څخه د کوچه په نوم لوی نان يې ډېر شهرت لري، په شينجيانګ کې چې کوم ډول وچه ډوډۍ يا نان پخيږي ، دا هم ددې يو ډول دی.

روان: نو د کوچه نان څه ځانګړتيا لري؟

غوټۍ: خا په دې اړه د کوچه سيمې د لوی نان ښارګوټي په نوم د نان کولتوري نندارتون کارکوونکې رسالت امود راته داسې وويل، دا به په ګډه واورو.

روان: خا ډېره ښه ده وا به يې ورو...

(( کوچه نان طلايي رنګ لري او بڼه يې د موټر د څرخ يا شټرينګ په شان دی. د کوچه نان يوه بله ځانګړتيا دا ده چې لوی دی. د شينجيانګ په ولسي سندرې کې ويل شوي چې نان د لمر په شان دی او هم لمر د نان په شان دی. دا زموږ کوچه لوی نان دی. کوچه نان په عمده توګه د غنمو اوړو څخه پخيږي. نان زموږ د اويغوريانو په کور کې لازم خوراک دی. دا کومه پروا نه لري چې په کور کې نور خوراکونه نه شته، خو دا بده وي چې په کور کې دې وچه ډوډۍ يا نان نه وي. دا زمونږ د دود يوه برخه ده، که په کور کې وچه ډوډۍ يا نان نه وي، نو د کور څښتن ته د شرم خبره ده، نو دوي مجبور دي، چې سمدلاسه نان يا وچه ډوډۍ واخلي. که څوک يو چا ته د ميلماستيه بلنه ورکړي، نو بايد د ډوډۍ خوړلو پر ميز ډوډۍ هم شتون ولري. وچه ډوډۍ يا نان بايد تر ټولو خوراکونو نه مخکې مېلمانو ته وړاندې شي. ))

روان: د موټر څرخ په شان لويه ډوډۍ! خو له ځان سره به دې يوه راوړې وه که نه؟

غوټۍ: سمه ده. که دا ځل لاړه شم، نو هرو مرو به يې درته راوړم. په کوچه کې د ډېر لوی نان سور دوه اعشاريه اته متره دی!

روان: ډېره لويه ده. د حيرانتيا وړ ده !

غوټۍ: ويل کېږي چې نان د شينجيانګ د خلکو په ژوند کې ډېر مقدس خوراک دی. د زېږېدلو، ودونو، سفرونو، مېلمستيا او د تدفين په شمول د ځايي اوسيدونکو په ژوند کې هر يو مهم وخت له نان سره اړه لري. د بېلګې په توګه، د واده په مراسمو کې نکاح او ناوې بايدهغه نان وخوري چې د مالګې په اوبه کې اچول شوي وي. مانا يې دا ده چې د واده ژمنه سر ته ورسيږي او په راتلونکې کې انکسار ونه کړي. په دې اړه مېرمن رسالت امو داسې معلومات راسره شريک کړل.

((زموږ د اويغور د دودونو سره سم ، د واده په مراسمو کې، کله چې ناوې د خاوند کور ته رسېږي، بايد د مالګې په اوبه کې اچول شوې وچه ډوډۍ يا نان وخوري. يو د احترام او لوړ حيثيت لرونکی سپين ږېری له يو نان څخه دوې برخې جوړې کړي او د مالګې په اوبو کې يې اچوي، بيا ناوې او د ناوې خاوند ته يې وړاندې کوي. که دوې دغه نان وخوري، د واده ژمنه جوړه شي. مالګه او نان زموږ مقدس خوراک دی او ډېر ارزښت لري. د هان قوم خلک دا دود لري چې د اسمان په ګوته نيولو سره قسم خوري، خو اويغوريان د نان په ګوته نيولو سره قسم خوري. نو نان ډېر مقدس شی دی. زموږ اويغوريانو چې ماشوم پيدا شي نو له زېږېدلو نه دوه ساعته وروسته لومړی نان ورکوي، د نوم د ايښودلو په وخت کې نان خوري، د واده په مراسمو کې نان خوري، د تدفين په مراسمو کې خلک نان خوري. هغه سپين ږېری او سپين سرې چې يوازې يو غاښ يې هم پاتې وي، نو وچه ډوډۍ خوري. نان د اويغوريانو په ژوند کې تل مهم ځای لري، نو ويلی شو، چې نان زموږ ژوند دی.))

غوټۍ: ويل کېږي چې د شينجيانګ خلک د نان کلتور ته په ډېره درانه سترګه ګوري. نو د کوچني اختر د لمانځنې لپاره د دوې د مېلمستيا په مېز باندې نان ليدل کېږي. ځاځی صاحب، نن خو تاسو نيو جۍ سيمې ته ولاړئ او د اختر لومړۍ ورځ مو هلته له ځايي مسلمانانو سره تېره کړه، چې اوس ستاسو دنده پای ته ورسيږي، نو کوم فعاليت به ترسره کړئ؟

روان: غوټۍ جانې! نن شپه خو زه يو بل چا دعوت کړی يم......... نو سبا ورځ به زه خپلو دوستانو ته ميلماستيا کوم !......... نن سهار مې د تورفان له راسټورانټ څخه څو وچې ډوډۍ هم واخيستې او دا به هم زه خپلو دوستانو ته وړاندې کړم.

د وچې ډوډۍ د خوړلو په وخت کې مونږ داسې احساس کوو، لکه افغانستان کې چې په خپل کور کې له کورنيو غړو او يا خپلو دوستانو سره يو ځای ناست وو . د کور وچه ډوډۍ ډېر خوند لري.

غوټۍ: هو همداسې ده، ... ښه ...ځاځی صاحب، تاسو، ستاسو کورنۍ او دوستانو ته او زموږ ګرانو اوريدونکو ته يو ځل بيا د کوچني اختر مبارکي وايم.

روان ...ډېره مننه، خوشحاله اوسي...........خا ګرانو اورېدونکو د خپرونې پاي شېبې راورسېدې، ...دا دی......ځاځي صاحب، د کوچني اختر د لمانځنې په موخه تاسو ته يوه په زړه پورې سندره چمتو کړې په ګډه به يې سره واورو.

روان: درنو اورېدونکو! د سندرې په اورېدو سره مونږ ته هم اجازه راکړئ، هر چېرې چې وای،د خوشحاله اختر ولرئ......... په خپلو دعاګانو کې مو ياد ساتئ، لوی الله مو مل شه


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای