CRI Online

د شينجيانګ وګړو مذهبي ازادي

cri     (GMT+08:00) 2016-07-29 09:26:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سعودي عربستان د الحيات ورځپاڼې خبريال العبدالله کريم فيصل څو ورځې مخکې د چين د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې سيل وکړ او د شينجيانګ د اورمچي د اسلامي پوهنځی څخه تر ليدنې وروسته يې وويل

(( دا يو ښکلی پوهنځی دی او دلته د ښوونکو مذهبي سويې لوړې دي. دوی له خپل هېواد سره هم ډېره مينه لري. د چين حکومت دوی ته پوره مذهبي ازادی ورکوي او د ملي لږکيو د هنر او کلتور د ساتلو تګلارې پلی کوي.))

کريم فيصل په همدې ورځ د شلو هېوادونو د ٣١ خبري رسنيو څخه له راغلو څه نا څه ٥٠ خبريالانو سره يو ځای له ياد پوهنځي څخه ليدنه وکړه چې په چين کې داسې يوازنی اسلامي پوهنځی دی چې په اويغوري او د چين ملي ژبو زده کوونکو ته درس ورکوي. د دې پوهنځي ښکلی چاپيريال ، د زده کړې او ژوند ښه فضا دغو بهرنيو خبريالانو ته ژوره خاطره بښلې ده.

د شينجيانګ اسلامي پوهنځی په ١٩٨٧ کال کې تاسيس شو او ټول زده کوونکي يې د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د بېلا بېلو ناحيو لخوا سپارل کېږي او تر واحدې ازموينې وروسته انتخابېږي. په دې پوهنځي کې پرته له دې نه چې د پنځو کالو لپاره د ليسانس تعليمي سيستم اجرا کېږي ، د اخوند، ملا او امام د روزنيز کورسونه هم جوړيږي . ٢٢ کلن تونياز چې د دې پوهنځي د څلورم ټولګي زده کوونکی دی ، خبريال ته وويل، هغه په دې پوهنځي کې په خوشحالۍ زده کړه او ژوند کوي. ده وويل

(( موږ دلته د قران مجيد په شمول درسونه لولو، دغه راز د ورزش او نور درسونه هم شته. دلته ښوونکي ډېر ښه دي او زياتې پوهنې لري. موږ د خوښيو په فضا کې سبق وايو. ))

تونياز خبريال ته وويل، د دې پوهنځي ټول زده کوونکي په وړيا ډول زده کړه کوي، له دې نه پرته، حکومت هر زده کوونکي ته هره مياشت د خوړو په برخه کې د ٥٠٠ يوانو مرسته ور کوي . د يادولو وړ ده چې غښتلي او تکړه زده کوونکي سګالرشپ تر لاسه کولی شي.

د دې پوهنځي مرستيال مشر علي جان عنايتي خبريال ته وويل، د دې پوهنځي د جوړېدو له ٢٩ کلونو راهيسې، نږدې زر تنه زده کوونکي روزل شوي چې له امله يې د شينجيانګ په ګوټ ګوټ کې د جګپوړو مذهبي کارکوونکو اړتيا پوره کړې ده. ده وويل

((زموږ زده کوونکي له خپل هېواد او مذهب سره مينه لري او د ټولنيز پرمختګ لپاره خدمت کوي. دا هم زموږ د پوهنځی د ښوونې موخه ده.))

هغه وويل، هر کال ٨٠ سلنه فارغ التحصيلين د شينجيانګ د بېلا بېلو سيمو لويو جوماتونو ته ليږل کيږي څو چې د ځايي مسلمانانو لپاره خدمتونه ترسره کړي.

د ځايي حکومت او اړوندو ارګانونو د قوي ملاتړ په رڼا کې ، د دې پوهنځي پيمانه په پر له پسې توګه لويه شوې ده. ځايي حکومت د اورمچي ښار په پرمختيايي سيمه کې د ١٠ هکتارو ځمکو په مساحت د نوې تعليمي سيمې د جوړولو لپاره واخيستله او د ټاکلي پلان له مخې، په ٢٠١٧ کال کې به په دې سيمه کې د پنځوسو زرو متره مربع تعليمي ودانۍ جوړې شي. ور پسې به د پوهنځي زده کوونکو شمېر به هم کال په کال زياتيږي چې له اوسنيو ٣٢٠ تنو څخه به ١٠٠٠ تنو ته زيات شي.

د کريم فيصل په شمول بهرنيو خبريالانو د دې پوهنځي څخه تر ليدنې وروسته په چين کې د اسلامي ښوونې او تعليم چارو په اړه رښتيني مالومات تر لاسه کړي دي. کريم فيصل زموږ د راډيو خبريال ته وويل، چين د ملي لږکيو په اړه ښې تګلارې پلی کوي او چينايان پوره مذهبي ازادی لري.

ښاغلي علي جان وويل

 (( سږ کال د مصر ازهار پوهنتون کې د نويو زده کوونکو د منلو کار پيل شوی ، د چين اسلامي ټولنې زموږ له پوهنځي څخه غوښتنه کړې چې څلور تنه زده کوونکي په ازموينه کې برخه واخلي څو چې د ازموينې د بريالي کېدو وروسته مصر ته وليږي ))

تر فراغت وروسته ازهار پوهنتون ته تلل د تونياز هيله ده ، هغه تمه لري چې تر فراغت وروسته د خپل ټاټوبي په يو جومات کې د امامت دنده په غاړه واخلي .

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای