CRI Online

د ٢٠١٦ کال د ورېښمو لارې په نوم په چين کې د موټر ځغلونې نړيواله سيالی

cri     (GMT+08:00) 2016-07-29 09:33:11

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٦ کال د ورېښمو لارې په نوم د موټر نړيواله سيالی چې د جولای په ٨مه نېټه په مسکو کې پيل شوه، په ١٦مه نېټه دغه سيالی په چين کې پيل شوه او په ٢٤مه نېټه پای ته ورسېده. دا لومړی ځل دی چې د دې سيالۍ پړاو په چين کې ترسره شو او چيني لوبغاړو هم د لومړي ځل لپاره پکې ګډون وکړ.

د ورېښمو لارې په نوم د موټر ځغلونې نړيواله سيالی په ٢٠٠٩ کال کې پيل شوه او هر کال يو ځل جوړېږي. مخکې دغه سيالی د روسيې او شاوخواوو هېوادونو کې ترسره شوې وه. خو د سږنۍ سيالۍ تشکيلاتي سازمان له چين سره همکاری کړې چې مسکو د سيالۍ د پيل ځای په حيث وټاکل شو او بيا برخوال موټرونه به د قزاقستان له لارې د چين د شينجيانګ هورګس بندر ته ننوزي او په پاي کې به بېجينګ ته ورسيږي.

په سږنۍ سيالۍ کې د روسيې د کماز په نوم د موټرونو ډلې د چين مشهور لوبغاړي هو هونګ نينګ ته بلنه ورکړه چې د دوی په ډله کې ګډون وکړي. اندرې ماکيف د کماز ډلې يو تخنيکدان دی. کله چې خبريال ترې پوښتنه وکړه چې ولی يو چيني لوبغاړی انتخاب کړی؟ هغه ځواب ورکړ:

(( څرنګه چې دغه سيالی له مسکو څخه تر بېجينګ پورې ترسره کېږي، نو موږ له مينيجر سره تر بحث وروسته پرېکړه وکړه چې يو چيني لوبغاړی ته بلنه ورکړي. موږ له مسکو څخه بېجينګ ته تللي، نو د چيني لوبغاړي لپاره خپل کور ته د ستنېدو مانا لري. دغه لايحه په زړه پورې ده. ))

د هو هونګ نينګ لپاره، په يوه بهرنی ډله کې ګډون هم يو فرصت او هم يوه ننګونه ده. هغه وويل د موټر ځغلونې په هکله د خبرو تبادله تر ټولو لويه ستونزده ده. له هو هونګ نينګ نه پرته، ډېرو چيني لوبغاړو هم په دې سيالۍ کې برخه واخيستله. که څه هم دوی د لومړي ځل لپاره په دغه سيالۍ کې ګډون کړی، خو برياليتوب يې تر لاسه کړی دی. کله چې د جولای په ٢٣مه نېټه دغه سيالی پای ته ورسېدله، هو هونګ نينګ ګروپي سيالۍ کې پنځم مقام ونيوه چې د موټر ځغلونې په نړيوالو لوبو کې د چيني لوبغاړي لومړی ښه ريکارډ دی . هغه خبريال ته وويل

(( دا لومړی ځل دی چې ما په دغه سيالۍ کې ګډون وکړ. مخکې مې په چين کې د اوږد واټن سيالی د دې سيالۍ په پرتله اوږده نه وه. د سږنۍ سيالۍ واټن لس زرو کيلو مترو ته رسېږي او د پيچلو لارو واټن کابو درې زره کيلومتره و، نو بهير کې ډېرې ستونزې ليدل کېدې. دغه سيالی زما لپاره يوه لويه ننګونه وه. ))

مارديف ايرات په ګروپي سيالۍ کې لومړی مقام ونيوه. هغه د خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، چينايان ډېر مهربان دي او په چين کې د سيالۍ مرحله هم ننګونه لرونکې وه. هغه هيله لري چې په راتلونکی کال کې به دغه شان سيالی بيا جوړه شي. ده وويل

(( له ټولو ګډون کوونکو، تشکيلاتي کمېټې او روسيې، قزاقستان او چين څخه مننه کوم. په تېره بيا له چين څخه . دا چين ته زما لومړی سفر دی. تشکيلاتي سازمان او عام وګړي ټول مهربان دي. د چين ترتيبات ډېر مناسب دي، نو ستاسو ډيره مننه کوم او هيله لرم چې په راتلونکی کې به بيا سره همکاري وکړم. ))

د موټرونو ډلې د جولای په ١٦مه نېټه چين ته داخل شوې او بيا د شينجيانګ، ګان سو او داخلي مغولستان دريو ولايتونو په تېرېدو سره په پاي کې بېجينګ ته ورسېدې.دننه په چين کې د سيالۍ مرحلې اوږدوالی نږدې ٥٤٠٠ کيلومترو ته رسېدلی. د جولای په ٢٤مه نېټه د بېجينګ په ملي ستيډيوم کې د سيالۍ د ختميدو مراسم ترسره شول. دغه راز له مسکو څخه تر بېجينګ پورې، د ٢٠١٦ کال د ورېښمو لارې په نوم د موټر ځغلونې نړيواله سيالی په برياليتوب سره پای ته ورسېدله. د چين او روسيې تشکيلاتي سازمانونو هيله څرګنده کړه چې د راتلونکې سيالۍ د ترسره کولو په برخه کې په دوامداره توګه همکاري وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای