CRI Online

د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په اړه د شينجيانګ د کرامايي فورم ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-18 16:47:41

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست په يوولسمه نېټه د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په اړه د شينجيانګ د کرامايي فورم په برياليتوب سره پای ته ورسېد. څه دپاسه ٤٠٠ تنه استازو په دې فورم کې په ژوره توګه د نظريو تبادلې وکړې او ٢٨ همکاريز تړونونه يې لاسليک کړل چې عمومي ارزښت يې نږدې لس مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېږي.

له يادو ٢٨ همکاريزو تړونونو څخه ١١ د دې فورم په موده کې لاسليک شوي او د پای په مراسمو کې د چين او پاکستان د صنعتي پارک د جوړولو پروژې، د سند ايالت د انټرنيټي تکنالوژۍ سيمې د جوړولو پروژې، د چين او ايران تر منځ د نړيوالې همکارۍ د روزنيزې پروژې او د چين او قزاقستان تر منځ د نړيوالې همکارۍ د روزنيزې پروژې په شمول ١٧ همکاريز تړونونه لاسليک شول. دغې پروژې د بنسټيزو تاسيساتو او سړکونو په جوړونې، د اوبو پاکولو، ښوونې او طبي چارو پورې اړه لري.

په دې فورم کې ګډون کوونکو استازو په دوو ورځو کې د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو په هکله په فعاله توګه وړانديزونه وکړل . استازو دا ګډ نظر درلود چې د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړو پراته هېوادونه بايد د بنسټيزو تاسيساتو په جوړونه کې خپلمنځي همکارۍ لا نورې پياوړې کړي.

د توليدولو صنايعو فرعي فورم د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د کرامايي فورم يوه مهمه برخه وه. د دې فرعي فورم استازي لو هونګ بينګ وويل، د توليدي چارو همکارۍ د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې مهمه ساحه ده چې د پرتو هېوادونو او سيمو د توليدولو صنايعو پرمختګ ته نوي همکاريز فرصتونه برابروي. د خپل نوبتي سيستم پياوړی کول او په سياليو کې د خپل توان لوړوالی د دغو هېوادونو د کوښښونو ګډه خوا ده.

د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو اصول په ګډه بحث کول، جوړول او له برياليتوبونو څخه ګټې اخيستل دي چې د چين ځاني کار نه دی، خو د ورېښمو لارې پر غاړو د پرتو هېوادونو ګډ کار دی. قزاقستان د چيني پانګوالو د راجلبولو لپاره د بهرنيو پانګو په اړه اړوند ګامونه اسانه کړي چې فعاله رويه يې په دې برخه کې څرګنده کړې ده. چين او پاکستان د توليدولو صنايعو په برخه کې ډېرې همکاريزې پروژې ترسره کړې او کوي يې.

يو کمربند او يوه لاره نه يوازې اقتصادي لاره ده، بلکې کلتوري لاره هم ده. د يوه کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د چين کلتور او اسلامي کلتور د ګډ پرمختګ سند لاسليک شوی چې د چين او اسلامي ټولنې تر منځ د هنري او کلتوري تبادلې او يو د بل د زده کړې لپاره ستر اهميت لري. يوه خوا، دا به د نړيوالې سولې د ساتلو او د ترهګرۍ او تندلارۍ پر ضد د مبارزې لپاره ګټوره وي. بله خوا، دا به د اوسنۍ نړۍ تمدن د متنوعو تمدنونو د ساتلو او د رنګارنګو تمدنونو په ګډون د نوي نظام د جوړولو لپاره هم ګټوره وي.

له دې نه پرته، د کلتوري او هنري چارو په فرعي فورم کې، د چين د کلتوري ميراثونو صندوق د ټولو سرچينو او ټولنيزو ځواکونو په کارولو سره د کلتوری چارو د نوښتي پرمختګ د بڼې، د نوښتي خوا او د پټو همکاريزو پروژو په هکله ډېرې ازموينې او څېړنې کړې او ګډون کوونکو تصديو د دې فورم په وخت کې له نړيوالو همکاريو سره د همکارۍ ابتدايي موافقه تر لاسه کړې ده. دغه صندوق په دې فورم کې د پاکستان، ايران، قزاقستان او مصر په شمول د هېوادونو په نړيوالو ميراثونو کې د چيني ژبې نښې د ښودلو وړانديز کړی او په راتلونکی کې به دغه صندوق دغه کار ته په دوامداره توګه پاملرنه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای