CRI Online

د پاکستان او د چين شينجيانګ ترمنځ د مالوماتو او اطلاعاتو د ليږد راليږد عمومي سړک جوړونه پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-08-19 21:08:50

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې په ١٩مه نېټه د چين او پاکستان تر منځ د نوري کېبل د غزولو پروژې د پيل مراسم د پاکستان په شمال ګلګېت ښار کې ترسره شول چې دغه پروژه د دواړو هېوادونو د اقتصادي دهليز د لومړۍ پروژې په توګه بلل کېږي او تر بشپړېدو وروسته به چين او پاکستان يو بل ته مالومات او اطلاعات په مستقيمه توګه ليږلی شي تر څو د هندي سمندر د کېبل له کارولو څخه ځان خلاص کړي.

د پاکستان لومړي وزيرې نواز شريف، د پاکستان د مالوماتي تکنالوژۍ او مخابراتو وزير انوشه رحمان، په پاکستان کې د چين سياسي اتاشه جاو لي جيان او د چين د هوا وې په نوم د تکنالوژۍ شرکت مسئول هه تاو او د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو ټولنو څه دپاسه ٢٠٠ تنو د يادې پروژې د پيل په مراسمو کې ګډون کړی و.

ددې پروژې له مخې به د پاکستان د قرا قرم سړک په اوږدو کې د چين او پاکستان تر منځ د نوري فايبرو په وسيله انترنيټي شبکه جوړه شي چې د غځېدلي نوري کيبل عمومي اوږدوالی به ٨٢٠ کيلومترو ته رسېږي. په پاکستان کې د چين د هوا وې شرکت فرعي څانګه به په پاکستان کې دغه کيبل غزولو کارونه ترسره کړي چې د پلان له مخې به د ٢٠١٧ کال په پای کې بشپړ شي. په عين وخت کې، د چين حکومت او د چين د وارداتو او صادراتو بانک په جلا جلا توګه دغې پروژې ته بې ګټه پورونه او د پيسو د راټولو خدمت برابروي. د منځني ختيځ د چارو په اړه د هوا وي شرکت مسئول هه تاو په وينا، د چين او پاکستان تر منځ د کيبل غزولو دغه پروژه د پاکستان او چين تر منځ د مالوماتو او اطلاعاتو عمومي سړک بلل کېږي. ده وويل

(( اوس د چين او پاکستان تر منځ د مالوماتو او اطلاعاتو د لېږد رالېږد زياتره برخه د سمندري کيبل له لارې ترسره کېږي، د قراقرم سړک په اوږدو کې د ياد کيبل په غزېدو سره به د اطلاعاتو او مالوماتو د ليږد راليږد لګښت کم شي او دغه راز به د لومړي ځل لپاره دواړه هېوادونه د نوري کيبل له لارې په مستقيم ډول سره ونښلول شي. ))

د پاکستان د مالوماتي تکنالوژۍ او مخابراتو وزيرې انوشه رحمان وويل:

(( اوس پاکستان په څلورم صنعتي انقلاب کې دی. دغه پروژه به هرومرو د دې انقلاب د يوې برخې په توګه پاکستان ته ډېرې ګټې ورسوي. ))

په پاکستان کې د چين سياسي اتاشه جاو لي جيان وويل، ياده پروژه د پاکستان په ګلګېت بلتستان کې ده چې دغه سيمه قبايلي سيمه ده او د پاکستان تر ټولو وروسته پاتې ده. نو دواړو هېوادونو د ياد اقتصادي دهليز په اړه د پلان جوړولو په وخت کې هم ددې سيمې پرمختيا ته ډېره پاملرنه کړې. په وروستيو ورځو کې د چين او پاکستان تر منځ د نوري کيبل د غزونې او د قراقرم سړک د دوهمې مرحلې په شمول يو لړ پروژې په دې سيمه کې پيل شوې ، يقين دی چې په راتلونکی کې به هرومرو د دې سيمې اقتصادي پرمختګ وهڅول شي او د دې سيمې وګړيو ته به د کار او استخدام لا نور زيات فرصتونه برابر شي. ښاغلي جاو لي جيان وويل

((د چين او پاکستان تر منځ اقتصادي دهليز بې د پاکستان له شمالي برخې څخه نه جوړېږي ، ځکه چې دغه سيمه د دې دهليز د تېرېدو لازمه برخه ده. همدغه سيمه د چين له شينجيانګ سره سرحد لري چې د پاکستان د نورو سيمو په پرتله ځانګړې وړتيا بلل کيږي. اوس چين د لوېديځې سيمې د رغونې هڅولو لپاره ډېر کوښښ کوي، تېر کال د شينجيانګ د اقتصادي پرمختګ انډول دوولس سلنې ته رسېدلی دی. که شينجيانګ د پاکستان له شمالې سيمې سره لا نورې اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ وکړي، نو د پاکستان دغه سيمه د چين د اقتصادي پرمختګ له فرصت څخه ډېرې ګټې اخيستی شي، برسيره پر دې، د شينجيانګ اقتصادي ابادي به هم وهڅول شي.))

نوموړي زياته کړه، اوس د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز په اړه ١٣ پروژې تر کار لاندې دي چې د ترانسپورټ، انرژۍ او صنعتي پارکونو په شمول ځينو ساحو کې مو کارونو يو لړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای