CRI Online

د شينجيانګ د ارومچي ښار د منځنيو ښوونځيو له زده کوونکو سره مرکه

cri     (GMT+08:00) 2016-08-19 21:29:40

څو ورځې مخکې د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو د مشاهيرو يو پلاوی د چين د شينجيانګ له اويغوري خپلواکې سيمې څخه ليدنه وکړه چې په دې ترڅ کې يې د شينجيانګ د مرکز ارومچي ښار په ٦٦م منځني ښوونځي کې د هغه ځانګړي ټولګي له زده کوونکو سره مرکه وکړه چې د شينجيانګ له ګوښه غريبو کرنيزو او مالدارۍ له سيمو څخه انتخاب شوي غښتلي شاګردان وو او د لومړۍ دورې ښوونې د بشپړولو لپاره ارومچي ښار ته ليږل شوي دي تر څو د غريبو کورنيو راغلي زده کوونکي هم د غوره ښوونيزو سرچينو څخه ګټه واخيستلای شي. د ارومچي د ٦٦م منځنی ښوونځي دغه ټولګی په ٢٠٠٤ کال کې جوړ شو او نوي سلنه زده کوونکي يې په ملي لږکيو پورې اړه لري. اوس ارومچي او نور ښارونه هر کال اته سوه تنه داسې شاګردان مني .

کله چې د افغانستان، ترکيې او مصر مېلمانه دغه ښوونځي ته ورسېدل، زده کوونکو د دوی تود هر کلی وکړ او په انګليسي ژبه يې له دغو بهرنيو مېلمنو سره خبرې اترې وکړې. دغه بهرني مېلمانه د زده کوونکو د شوق او ذوق تر اغېزې لاندې راغلل. د ترکيې د انقرې د ستراتيژيکي څيړنې مرکز مشر پروفيسر حسن کانبولت وويل

((ځان نشم کنټرولولی او اوښکې مې وبهيدې. دغه زده کوونکي زياتره په غريبو کورنيو کې زيږېدلي ، ډېر خوشحاله يم چې دوی دلته ښه زده کړه کوي. د دوی په څيرو کې خوښي او موسکا بريښي، له دې څخه څرګنديږي چې دوی له دې ښوونځي سره ډېره مينه لري.))

د دغو بهرنيو مېلمنو د رسېدو وخت کې د زده کوونکو د تفريح وخت و، نو د ښوونځۍ په سپورټي ډګر کې ډيره ګڼه ګوڼه وه چې ځينو يې د باسکټبال او ځينو يې د پينګ پانګ لوبې کولې او ددوي ترڅنګ اوستاذانو ددوي لارښوونه کوله . ميلمنو هم ددوي سره يو ځاي د باسکتبال لوبې وکړې. پروفيسر حسن کانبولت په داسې حال کې چې د زده کوونکو لوبې يې ليدلې ، خبريال ته داسې وويل

(( ډير خوشحاله يم ، په دغه ښوونځي کې غريب زده کوونکي له غوره ښوونې څخه ګټه اخلي او لګښت يې د حکومت لخوا تاديه کيږي ، رښتيا ده چې ژوره خاطره يې زما پر ذهن کې پرېښوده . احساسوم چې ددې ښوونځي تدريسي کيفيت ډير ښه دی او ښوونځی هم د ترقۍ په حال کې دی . ))

ياد مشاهير چې عموما د لويديځو رسنيو تبليغات ګوري ، په ٦٦ م ښوونځي کې د زده کوونکو رنګارنګ تعليمي ژوند په ليدو سره تر اغيزې لاندې راغلل . دوي په خپلو سترګو وليدل چې د شينجيانګ د بېلا بېلو ملي لږکيو زده کوونکي سره يو ځاي ګډ ژوند او زده کړه کوي او د هېواد له امتيازي تګلارې څخه ګټه اخلي . د مصر د اهرام ورځپاڼې اجرائيوي مسئول مدير منصور ابو عزم وويل

(( د ارومچي ٦٦ م منځني ښوونځي زده کوونکي او ښوونکي د يوې کورنۍ غړو غوندی دي او تعليمي فضا يې هم ښه ده . دا يوه لويه ښوونيزه پروژه ده چې له کشغر او توروفان څخه راغلي غريب زده کوونکي يې راغونډ کړي څو چې د مختلفو ملي لږکيو ترمنځ د اړيکو مزی کلک وتړل شي او کولتوري تبادله ټينګه شي.

د چين شينجيانګ ته د ورېښمو لارې په غاړو د پرتو هېوادونو د مشاهيرو سفر د چين د نړيوالې راډيو او د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د تبليغاتو څانګې لخوا ترتيب شو او په ترکيې ، مصر او افغانستان کې د چيني سفارتونو قوي ملاتړ هم تر لاسه شو. په دغه سفر کې د يادو هېوادونو په سياسي ، اقتصادي ، کولتوري او تعليمي ساحو کې نامتو شخصيتونه ګډون کوي څو چې له ځايي اړوندو کسانو سره د نظريو تبادلې له لارې د ورېښمو لارې په غاړو د پرتو هېوادو او سيمو دودونه وڅيړي او په اقتصادي ، کولتوري ، علمي او تخنيکي ساحو کې د چين لخوا تر لاسه شوي لاسته راوړنې وګوري او د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په هکله ستر پټ ځواکونه او پراخه راتلونکي ولټوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای