CRI Online

شينجيانګ بايد د ورېښمو لارې په اوږدو کې د مالوماتو د ليږد راليږد اغېزمنې لارې په توګه جوړ شي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-26 20:06:17

د نوې ٢١مې پېړۍ له پيل راهيسې، د مالوماتو مخابراتي تکنالوژۍ په ګړندي توګه پرمختګ کړی او د نړيوال اقتصاد او ټولنې د پرمختګ يو ستراتيژيکی عمل ګرځېدلی دی. د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې ستراتيژۍ د عملي کېدو په بهير کې به د مالوماتو په لېږد راليږ کې د بنسټيز رول ولوبوي. د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په اړه د شينجيانګ په قرامايي فورم کې، خبريال د صنايعو او مالوماتو وزارت له يو کارپوه يانګ دونګ ژه سره مرکه وکړه.

ښاغلي يانګ وويل، موږ پلان لرو چې شينجيانګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په توګه د چين او د دې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو تر منځ د اقتصادي دهليز جوړونه وهڅوي، نو لومړی بايد د ورېښمو لارې د مالوماتي چارو د هڅولو لپاره يو کاري نظام جوړ کړو چې له پلان سره سم ګام په ګام د مخابراتي لارې جوړونه بشپړه کړو.

ښاغلي يانګ دونګ ژه وويل، مخابراتي لاره د چين او د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو تر منځ د اقتصادي دهليز يوه مهمه برخه ده. اوس د مخابراتي لارې په جوړونه کې مهم پرمختګ تر لاسه شوی دی. د ٢٠١٥ کال په پای کې د چين او پاکستان تر منځ د مالوماتي دهليز په اړه برېښناپاڼه په برياليتوب سره په دې برخه کې کار کوي چې د چين او پاکستان انټرنيټ کارکوونکو ته بنسټيز مالوماتي خدمتونه برابروي. له دې نه پرته، د انلاين سوداګرۍ په ګړندي پرمختګ سره، دواړو هېوادونو ترمنځ د لويې اندازې توکيو معاملې په ښه توګه پيل شوې دي.

د مالوماتي دهليز د ښه جوړولو لپاره، د چين د صنايعو او مالوماتو وزارت د سافتوير او برېښنايي مرکز غواړي يوه ډګر جوړ کړي. دوی پلان لري چې له ځايي حکومتونو سره په ګډه د نړيوالې انلاين سوداګرۍ لپاره يو خدمتي ډګر جوړ کړي، شينجيانګ، ګوانګ دونګ، فو جيان، شان دونګ، ګان سو او شان شي د لومړۍ ډلې ازموښتي ځايونو په توګه ټاکل شوي دي.

نو شينجيانګ بايد څنګه د خپلو وړتياوو په کارولو سره د مخابراتي دهليز جوړونه وهڅوي؟ ښاغلي يانګ وويل، لومړی حکومت بايد د تګلارو يو بشپړ پلان ولري چې د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې په کچه کارونه دې ترتيب شي او شمالي شينجيانګ او جنوبي شينجيانګ بايد په ګډه توګه په دې پلان کې شامل شي.

دوهم، د يوه کمربند او يوې لارې په وړاندې د مالوماتي پارک جوړونه بايد وهڅول شي چې د مالوماتو د بنسټيزو تاسيساتو يو ډګر جوړ شي. د تصديو او پانګونې راجلبونه ډېره مهمه ده، اوس د شينجيانګ د ارومچي د سافتوير پارک او د قرامايي د انټرنيټي تکنالوژۍ پارک دغه دنده پر غاړه اخيستې. خو دغه دواړه صنعتي پارکونه بايد د خپل توان د لوړولو او د پيمانې د لويولو لپاره کوښښ وکړي.

درېيم بايد لا زيات بااستعداده کسان راجلب شي. اوس شينجيانګ د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو ته د لوړې تکنالوژۍ خدمتونه برابروي، په دې جمله کې يوه مهمه برخه بااستعداده کسان دي. شينجيانګ بايد د دغو کسانو د جلبولو لپاره اغېزمن نظام جوړ کړي چې د وړ کسانو د تګ راتګ ښه فضا رامنځته شي.

څلورم، حکومت بايد په دې برخه کې د پانګونې ملاتړ پياوړی کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای