CRI Online

شيجيانګ او ايران د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړولو په برخه کې د همکارۍ پراخه اينده لري

cri     (GMT+08:00) 2016-10-26 21:29:24

د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه د شينجيانګ د علومو اکاډمۍ متخصصينو د چين نړيوالې راډيو له خبريالانو او د ايران د ملي ټلويزيون د خبريالانو له ډلې سره خبرې اترې وکړې. دغه ډله په شينجيانګ کې د ورېښمو لارې د بيا تېرېدو په نوم د مستند فلم د جوړولو په لټه کې وه. متخصصينو وويل، چين او ايران د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړولو په برخه کې د همکارۍ پراخه اينده لري.

د شينجيانګ د علومو اکاډمۍ د علمي څېړنو او بهرنيو چارو څانګې مشرې ليو لو مې وويل. د ورېښمو لاره په ختيځ کې د اسيا او ارام سمندر له اقتصادي بازار سره او په لوېديځ کې د اروپا له اقتصادي بازار سره تړاو لري، نو دا په ټولې نړۍ کې تر ټولو اوږد او د پرمختګ ستر پټ ځواک لرونکي اقتصادي دهليز بلل کېږي. د ٢٠١٥ کال د مارچ په ٢٩مه نېټه شينجيانګ د چين حکومت لخوا د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په توګه وټاکل شو، له دې څخه ښکاري چې شينجيانګ د دې اقتصادي کمربند په جوړولو کې مهم مقام لري.

د شينجيانګ د علومو اکاډمۍ د منځنۍ اسيا د څېړنيزې ادارې مرستيال ون فنګ وويل، د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند جوړول د ايران د اقتصادي پرمختګ لپاره يو ښه فرصت دی. پر ايران باندې د بنديزونو په لغوه کېدو سره، ايران غواړي له ختيځ سره ترانسپورت پرانيزي. د ايران په شمول د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند پر غاړه پرته هېوادونه غواړي د دې کمربند د جوړولو فرصت په کارولو سره خپلمنځي همکاري پياوړې کړي، د ورېښمو لاره بيا پرانيزي او د دغو هېوادونو وګړيو ته ګټې ورسوي.

د شينجيانګ د علومو اکاډمۍ د اقتصاد د څېړنيزې ادارې مرستيال څېړونکي بای لي دونګ وويل، د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند جوړول هم تاريخي ځلانده عمل او هم ريښتنې شونتيا لري. د تاريخ له لحاظه، چين او ايران دواړو هېوادونو د ورېښمو له لرغونې لارې څخه ګټې تر لاسه کړې او اوس به دواړه هېوادونه د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند له جوړولو څخه ګټې واخلي. دغه کمربند د جوړولو په بهير کې د کلتوري کمربند، سيلاني کمربند او امنيتي کمربند په توګه هم وګرځي، په عين وخت کې به د نړيوالې همکارۍ کمربند هم وګرځي. چين د دې کمربند پر غاړه له پرتو هېوادونو سره د همکارۍ پراخ راتلونکی لري.

ښاغلي بای لي دونګ د سيلانيزو چارو په مثال وويل، د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند پر غاړه پرته هېوادونه ډېر ورته والی او توپيرونه لري چې د سيلانۍ لپاره يو جلبونکی عمل دی او د سيلانيزې همکارۍ لپاره يو بنسټ هم دی. نو د سيلانۍ په برخه کې د دغو هېوادونو تر منځ د همکارۍ ډېر پټ ځواک شته. شينجيانګ او ايران په ګډه د ورېښمو لارې د سيلانۍ سوداګريزې نښې جوړولی شي. هغه دې ته اشاره وکړه چې چين، د چين شينجيانګ او ايران د ورېښمو لارې ځلانده تاريخ شريکولای شي او هغه هيله وښودله چې چين او ايران د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړولو په بهير کې په ګډه عصري ځلانده برياليتوبونه ترلاسه کړي.

د ٢٠١٦ کال د ورېښمو لارې د بيا تېرېدو په نوم د مستند فلم د اخيستلو کارونه د اکتوبر په لسمه نېټه د شينجيانګ په ارومچي ښار کې پيل شول. د دې فلم عمده محتويات د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو ښارونو ځانګړی تاريخ او دودونه دي. له ٢٠١٣ کال راهيسې دغه فلم درې کړۍ جوړې شوې او د ايران په ملي ټلويزيون کې تر خپرېدو وروسته د ايراني نندارچيانو تود هر کلی يې تر لاسه کړی دی. سږنی اخيستل شوی فلم به په راتلونکي ٢٠١٧ کال کې نندارچيانو ته وړاندې شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای