CRI Online

د اسيا او اروپا نندارتون د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو پلان ته حياتي ځواک برابر کړی (١)

cri     (GMT+08:00) 2016-10-26 21:22:29

د ٢٠١٦ کال د اسيا او اروپا نندارتون د چين د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې په مرکز ارومچي ښار کې تازه پای ته ورسېد. د چين او د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو مشرانو او مېلمنو په دې نندارتون کې د پرمختګ د نويو فرصتونو د لټولو لپاره بحثونه وکړل. د کارپوهانو د اسيا او اروپا سږني نندارتون چې کچه يې لوړه شوې، د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو پلان ته نوی حياتي ځواک برابر کړی او د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو لخوا د پرمختګ د نويو فرصتونو د شريکېدو او د خپلې ادارې سيستم د بشپړېدو يوه مهم ډګر ګرځېدلی دی.

د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال وزير وانګ شو ون د دې نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، د چين، اسيا او اروپا نندارتون د پرانيستنې په برخه کې د چيني حکومت يو مهم ګام دی او د اسيايي او اروپايي هېوادونو د تبادلې او همکارۍ يو مهم ډګر ګرځېدلی دی. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين او دغو هېوادونو تر منځ سوداګريز ارزښت ٤٤٦ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی. تر اوسه پورې، په دغو هېوادونو کې د چين پانګونې ٥١١ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی.

د تاجکستان لومړي وزير کهيل لاسورځودا وويل، د چين، اسيا او اروپا نندارتون اغېزه کال په کال مخ په زياتېدو ده او د اسيايي او اروپايي هېوادونو تر منځ د اقتصاد او سوداګرۍ همکاري يې هڅولې ده. د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند جوړول د يوويشتمې پېړۍ يوه مهمه پروژه ده او د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو او په دې پروژه کې د ګډون کوونکو هېوادونو له ګټو سره سمون لري.

په دې نندارتون کې د اسيا او اروپا د ډېرو هېوادونو مشرانو د نظريو تبادلې وکړې او نوې موافقې يې تر لاسه کړې دي. د دوی په اند، د يوه کمربند او يوې لارې جوړول له صفر څخه پيل شوي او پيمانه يې ګام په ګام لويه شوې، د پروژو د بشپړېدو سرعت او د پرمختګ برياليتوبونه له ټاکلو موخو څخه تېر شوي دي. د يوه کمربند او يوې لارې جوړول ستر پټ ځواک او پراخه راتلونکی ښکار کړی دی.

د مشرانو له فورم نه پرته، د دې نندارتون په نوی ننداره ځای کې چې پراخوالی يې ١٤٠ زره مربع متره دی، تر ٢٠٠٠ څخه ډېرو تصديو خپل توليدات نندارچيانو ته ښودلي، د منځنۍ اسيا د هېوادونو زراعتي توليداتو، د منځنۍ امريکا د هېوادونو د سپکو صنعتي توليداتو او د اروپايي هېوادونو کرهڼيزو تکنالوژو څه دپاسه ٥٠٠٠ نندارچيان جلب کړي دي.

د دې نندارتون په موده کې د وزيرانو په کچه ١٥ فورمونه او ځانګړي فعاليتونه ترسره شوي چې پکې ستر برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. د اسيا او اروپا د مالوماتو د ليږدولو لپاره د عمومي سړکونو د جوړولو په اړه فورم کې د چين، روسيې، پاکستان او قزاقستان په شمول د اتو هېوادونو ١٥ مخابراتي شرکتونو همکاريز تړون لاسليک کړی چې د خپلمنځی مخابراتي شبکو د جوړولو لپاره به په ګډه کوښښ وکړي.

په عين وخت کې شينجيانګ د چين او اروپا د اورګاډۍ د راغونډېدو مرکز په جوړولو بوخت دی. د شينجيانګ د اقتصاد او مالوماتو د کمېټې معين پنګ جي وويل، شينجيانګ پلان لري چې د اوسپنيزو لارو له لارې د توکيو د حمل و نقل د شبکو د خدمت او ضمانت توان پياوړی کړي او د برېښنايي بندر جوړونه به وهڅوي.

د اوسپنيزو لارو او مخابرياتي شبکې په شمول د بنسټيزو تاسيساتو او تجهيزاتو سويه له لوړتيا پرته، د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو تر منځ سوداګريز تګ راتګ هم مخ په پياوړی دی، نو د دغو هېوادونو تر منځ اړيکې، تبادلې او همکاري به حتما لا پياوړې شي او په راتلونکی کې به دوی د برخليګ يو واحد وګرځي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای