CRI Online

زما پلار او مور

cri     (GMT+08:00) 2016-11-25 11:36:48

د عزيز کورنۍ

ګرانو دوستانو، شينجيانګ ته د کتنې په پروګرام کې به تاسو ته د شينجيانګي وګړو يو لړ کيسې وړاندې کړم. په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د يوې مېرمنې عزګلي عزيز کورنۍ کيسه وړاندې کړم.

عزګلي عزيز خبريال ته وويل، زما په ياد کې پلار او مور مې تل ډېر بوخت وو، تر لويدو وروسته پوه شوم چې دوی له خپلو کارونو سره ډېره علاقه درلوده . مور عايم عزيز د ١٩٢٣ کال په مې کې په چوچهک ښار کې زېږېدلې او د ١٨ کلونو په عمر يې واده وکړ. زما مور په شينجيانګ پوهنتون، شينجيانګ طبي پوهنځي او د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د کلتوري ادارې په شمول ارګانونو کې کار کړی. زما پلار د شينجيانګ په حکومتي ارګان کې هم دنده درلوده. دوی دواړو د شينجيانګ د پرمختګ او ابادۍ په تېره بيا د شينجيانګ د ملي لږکيو د کلتوري چارو د غوړيدو لپاره تر وسې پورې خدمتونه کړي دي. په هغه وخت کې د شينجيانګ د ملي لږکيو سندرې او نڅاوې د لومړي ځل لپاره له هېواد بهر نندارچيانو ته وښودل شوې چې په ترڅ کې يې د چين د زياتو قومونو د يووالي بڼه نړۍ ته څرګنده شوې وه. په ١٩٧٨ کال کې زما کورنۍ د پلار د دندې د بدلون سره سم بېجينګ ته نقل شوه، مور مې تر تقاعد پورې د بېجينګ د قومي کلتوري تالار د مشاورې په توګه وګمارل شوه .

زما د مور ټاټوبي چوچهک پخواني شوروي اتحاد ته ورڅيړمه دی ، نو د شوروي اتحاد د کلتور تر اغېزې لاندې هم راغلې ده چې د ژوند په بېلا بېلو برخو کې اويغوري دودونه او هم روسي ځانګړتياوې ساتلې دي. مور مې نه يوازې مزه داراويغوري خوراکونه پخولی شي، بلکې د ډېرو روسي خوړو د پخولو لارې چارې يې هم خپلې کړې. د مور تر اغېزې لاندې د کورنيو کارونو ښه توان او مهارتونه لرم.

پلار او مور هېڅکله له ما څخه سختې غوښتنې نه دي کړې او امرونه يې نه دي راباندې کړي ، زموږ ژوند تل د برابرۍ فضا څخه ډک بريښي. د دوی د کورنۍ ښوونې اصول دا دي چې ځان نمونه جوړوي. دوی ويلي، اويغوري ماشومان بايد په ښه توګه کتابونه ولولي او د زياتې پوهې د موندلو لپاره دې ډير کوشش وکړي چې د کورنۍ او ټولنې لپاره ارزښتناک کسان وګرځي. موږ کله نا کله د ډوډۍ په وخت کې د کورنيو او بهرنيو اوضاعو، د لوستل شويو کتابونو د مطالعې او د کتاب ليکلو په ترڅ کې د ستونزو لېرې کولو په هکله بحثونه کړی.

پلار او مور مې تل نورو بې وزلو ملګرو ته د مرستې لاس اوږد کړی. دوی نه يوازې په کليوالو سيمو کې له خپلوانو سره مرستې کړې، بلکې د شينجيانګ په ګوټ ګوټ کې د ډېرو يتيمانو د تربيه کولو دنده پر غاړه اخيستې او ځينی يتيم ماشومان يې بېجينګ ته راوړلي څو چې سره يو ځاي ژوند وکړي . دغه راز که څه هم زه د دوی يوازی لور يمه، خو ډيرې بې سکه خوندې او وروڼه لرم.

پلار او مور مې له خپل قوم يعنې اويغوري قوم سره ډېره علاقه لري. پلار مې تل وايي، زموږ د قوم تاريخ د اسلامي دين د تاريخ په نسبت اوږد دی، نو هغه د اويغوري قوم د سندونو او د قومي دوديز کلتور او هنر د ساتلو په برخه کې ستر کوښښونه کړي ، هغه هم ډېرې اړوندې مقالې ليکلې دي. په ١٩٩٠ کال کې ما د پلار سيکريتر دنده پر غاړه واخيسته او دده ټولې ليکلې مقالې مې راغونډې کړې. پلار په ٢٠٠٣ کال کې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې او هيله يې وښودله چې دغه مقالې او سندونه تر تاليف وروسته چاپ شي. دا هم د مور تر ټولو لويه هيله ګرځېدلې ده. ما له مور سره د پلار لخوا ليکل شوې نثرونه ، خاطرات او د شينجيانګ تاريخ راغونډ کړ او يو مستند فلم مو جوړ کړی دی. ٢٠١٥ کال د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د جوړېدو ٦٠ کاليزه او زما د پلار د زېږېدنې سلم کاليزه هم وه. د خوښۍ وړده چې د پلار لخوا ليکل شوې مقالې چاپ شوي دي. په پاي کې تاسو ته دا مالومات درکوم چې د عزګلي عزيز پلار د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې مشر او د چين د ملي ولسي کانګرس او د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مرستيال په توګه دندې ترسره کړې دي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای