CRI Online

په شينجيانګ کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه تازه مالومات

cri     (GMT+08:00) 2016-11-25 11:28:00

په شينجيانګ کې ٨٧٠ زره بې وزله کسان د ژوندانه د ټولنيز ضمانت په چوکاټ کې شامل شوي دي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د بېوزلۍ د له منځه وړلو دفتر خبر ورکړ، د شينجيانګ د هغه راپور له مخې چې نوم يې دی، په ښه توګه په کليوالو سيمو کې د ژوندانه ټولنيز ضمانت کارونه ترسره کول، ٢٥٥ زره هغه بېوزله کسان چې کاري توان نه لري. دغه راز په شينجيانګ کې ٨٧٠ زره بې وزله کسان چې کاري توان نه لري، ټول د ژوندانه د ټولنيز ضمانت په چوکاټ کې شامل شوي دي

د شينجيانګ په دوو مليونو شپږ لکو او لسو زرو بېوزلو کسانو کې، اته لکه اويا زره کسان کاري توان نه لري. د ٢٠١٥ کال تر پايه پورې د دې ټولنيز ضمانت معيار هر کال دوه زره درې سوه درې نوي يوانه و، په دغو اته لکو اويا زرو کسانو کې شپږ لکه پنځلس زره کسان له دې تګلارې څخه ګټه اخيستې، خو نور دوه لکه پنځه پنځوس زره کسان، څرنګه چې د دوی کلني عايدات له ٢٣٩٣ يوانو زيات دي، نو دوی په دې ضمانت کې نه شاملېږي. اوس د شينجيانګ په کليوالو سيمو کې دغه ضمانت ٢٨٥٥ يوانو ته لوړ شوی، نو ياد اته لکه اويا زره بېوزله کسان ټول په دې ضمانت کې شامل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې ځايي حکومت څو ورځې مخکې د شينجيانګ په سرحدي سيمو کې له بېوزلو کسانو سره د مرستې لپاره يو لړ تدبيرونه ونيول چې له مخې به يې د سرحدي سيمو د ابادولو لپاره دوه پنځوس مليونه امريکايي ډالره، له ملي لږ کيو سره د مرستې لپاره درويشت مليونه امريکايي ډالره، په سرحدي سيمو کې له اوسېدونکو سره د مرستې لپاره شپږ مليونه امريکايي ډالره او له سرحد ساتونکو سره د مرستې لپاره ديارلس مليونه امريکايي ډالره بېل کړي. دغه پيسې به په سرحدي سيمو کې د وګړيو د توليد او ژوند شرايطو د ښه والي لپاره ولګولی شي او بيا به د شينجيانګ د سرحد ساتنه کمزورې نه وي.

د روان کال له جون څخه راهيسې، د شينجيانګ د لوړ سرحد د ساتونکو مرسته له ٣١٠ يوانو څخه ١٠٠٠ يوانو ته لوړه او د دښتو ساتونکو مرسته له ٢٦٠ يوانو څخه ٨٠٠ يوانو ته لوړه شوې. په عين وخت کې شينجيانګ د سرحدي سيمو د طبيعي چاپېريال د ساتنې تدبيرونه پياوړي کړي او دغه راز د سرحدي سيمو په شاوخوا کې چاپېريال ګام په ګام ښه شوی.

شينجيانګ په چين کې يو داسی ايالت دی چې پراخوالی يې تر ټولو لوی دی، له ډېرو زياتو هېوادونو سره ګډ سرحد لري او د ځمکني سرحد اوږدوالی يې تر ټولو اوږد دی. د شينجيانګ په ٣٤ سرحدي ښارونو او ولسوالو کې ١٧ بېوزله ولسوالۍ پرتې دي. د ٢٠١٥ کال تر پايه پورې په دغو سيمو کې اوه سوه شپږويشت بېوزله کلي موجود وو چې پکې دوه سوه نهه اتيا کلي ډېر غريب وو چې د غريبو کسانو شمېر يې له ٥٦٠ زرو څخه زيات و. له دې امله چې ايکولوژيکي چاپېريال يې کمزور و او د بېوزلې سويه يې لوړه وه، د شينجيانګ په يخه او لوړه سيمه کې اوسېدونکي د ښوونې او طب شرايط د کمزورتيا، د ترانسپورت او کورونو په شمول د بنسټيزو تاسيساتو د وروسته پاتې په ګډون له يو لړ ستونزو سره مخامخ وو، نو دا بېړنی کار دی چې د دوی د ژوند سويه به لوړ کړي.

له ٢٠٠٧ کال راهيسې، د چين مرکزي حکومت په شينجيانګ کې د بېوزليتوب د له منځه وړلو کارونه پيل کړل. په ٢٠١٤ او ٢٠١٥ کلونو کې د شينجيانګ په سرحدي سيمو کې د ١٨٦ غريبو کليو دوه لکه پنځه شپېته زره غريب کسان له بېوزليتوب څخه ژغورل شوي دي. اوس شينجيانګ له بېوزليتوب څخه د نورو غريبو کسانو د ژغورلو لپاره په دوامداره توګه کوښښ کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای