CRI Online

زما د پلار يادونه

cri     (GMT+08:00) 2016-12-26 15:27:00

اويغوري سړی احمد محمد په ١٩٤٦ کال کې د شينجيانګ په قومول سيمه کې زېږېدلی، هغه په ٦ کلنۍ کې شانګهای ته ولاړ او د لومړي ځل لپاره يې خپل پلار وليد.

احمد خبريال ته وويل، زما پلار په ١٩٢١ کال کې زېږېدلی او نوم يې دی محمد اخدي. هغه په شينجيانګ کې د ساينس درس له لومړۍ ډلې ښوونکيو څخه و، له دې مخکې د شينجيانګ په ښوونځيو کې زده کوونکو يوازې د قران مجيد درسونه زده کول. هغه يو غښتلی زده کوونکی و او په ١٩٣٦ کال کې ارومچي ته د روزنې لپاره انتخاب شوی و چې د روسي ښوونکو لخوا دوی ته د رياضي او ژبې په شمول درسونه ور زده کول. تر روزنې وروسته پلار يې بېرته قومول ته راستون شو او د قومول مکتب يې جوړ کړ، هغه د دې مکتب لومړی ښوونکی و او بيا وروسته د دې مکتب مشر شو.

احمد وويل، زما پلار معاصر تعليم تر لاسه کړی و او د ازاد فکر او نظر خاوند و، هغه د شينجيانګ د خلکو د ايتلافي جبهې په اړه د قومول سيمې مشر و. په ١٩٤٢ کال کې يعنی د چين د ولسي جمهوريت تر جوړېدو مخکې، ډېر ترقی خواه شخصيتونه د حکومت له خوا شکنجه شول. زما پلار به کله نا کله د پوليسو تر پوښتنو لاندې و. پلار مې له دې حالت څخه د ځان ساتنې لپاره له قومول څخه د ګان سو ولايت لان جو ښار ته وتښتېد او هلته يې ځينی اويغوري سوداګران وپېژندل او له دوی سره يو ځای شانګهای ته ولاړ. هغه وخت چين تازه ازاد شوی و.

په ازاد شوي شانګهای کې فضا ډېره ښه وه او زما پر پلار يې ښه اغېزه وکړه. زما پلار د شانګهای د هونګ کو سيمې د لومړي ولسي کانګرس د استازي په توګه وټاکل شو او ډېر قومي کارونه يې په هغه وخت کې تر سره کړي وو. ور پسې هغه د وخت صدراعظم چوين لای په حکم د شانګهای د قومي چارو کمېټې يو دايمي غړی وټاکل شو.

کله چې زه ٦ کلن وم، له مور سره يو ځای لان جو ته ولاړم او لومړی ځل مې پلار وليد. بيا وروسته موږ شانګهای ته ولاړو. په شانګهای کې زموږ د ژوند تر پيل کولو وروسته، زما درې کشرې خوريندې هم وزېږېدلې. زه تر لوېدو وروسته د شانګهای د موسيقۍ په پوهنځي کې شامل شوم. زما په ياد کې د شانګهای وګړيو د ملي لږکيو خلکو ته ډېره پاملرنه کوله، او له دوی سره يې ډېره مرسته کړې او کوي يې. دلته د هان قوم او نورو قومونو وګړيو تر منځ اړيکې ډېرې ښې دي.

پلار مې په شانګهای کې د قومي کارونو دنده پر غاړه لرله او تل يې د ښوونې، کار او کور په شمول د ژوند په اړه بېلا بېلو خواوو کې د ملي لږکيو وګړيو لپاره د حقونو د تر لاسه کولو لپاره کوښښونه کول . هغه وخت په شانګهای کې اوسېدونکو اويغوري خلکو کله نا کله زموږ کور کې مېلمانه کېدل او زما پلار او مور د دوی تود هر کلی کولو. خو څو کاله وروسته په چين کې کلتوري انقلاب رامنځته شو، زما پلار او کور په دې غورځنګ کې له سختو ننګونو سره مخ شو. زما پلار د انقلاب کوونکو لخوا په پرانيستي ډګر کې پرې نيوکې وشوې، هغه کسان چې مخکې زموږ په کور کې مېلمانه شوي وو، زما پلار او مور ته وويل، په هېڅوجه به ستاسو کور ته ولاړ نه شو. هغه وخت د دغو پېښو په ليدلو سره زړه مې له غوضې او زخمونو څخه ډک و.

د وخت په تېرېدو سره دغه سخت حالت هېر شو، زموږ ژوند هم عادی شو. واده مې وکړ او په شانګهای کې ثابت کار مې هم تر لاسه کړ. څو کاله وروسته زما پلار له نړۍ څخه سترګې پټې کړې، مېرمن او زوی مې له ما سره تر هغه وخت پورې زما د پلار ملګرتوب کولو.

ما د شانګهای د موسيقۍ په ښوونځي کې تر فارغېدو وروسته تل په کلتوري کارونو بوخت وم، زه له نڅاوو په تېره بيا له بالت سره ډېره مينه لرم او له تقاعد مخکې د شانګهای د بالت ډلې مشر وم. هيله لرم چې ښه روغتيا ولرم او په دوامداره توګه د ټولنې لپاره د خپل توان په اندازه خدمتونه ترسره کړم.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای