CRI Online

د وخت ګلاب په نوم د شينجيانګ مشهور ليکوال علت عزم نوی داستان خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2016-12-27 20:34:16

د شينجيانګ ليکوال علت عزم نوی داستان چې نوم يې د وخت ګلاب دی او د چين په ملي ژبه ليکل شوی ، د نومبر په ١٧ مه نېټه رسما چاپ شو.

ليکوال عزم وايي، په ٢٠١٤ کال کې تر تقاعد وروسته خپل ټاټوبي ايلي ته راستون شوم او د کاشغرسيمې له څو کليوڅخه د کتنې په ترڅ کې مې د ځايي بزګرانو د ژوند بدلونونه وليدل ،فکر مې وکړ چې دا ډېره لازمه ده چې يو داستان وليکم او د شينجيانګ د بزګرانو ښکلی ژوند ثبت کړم ترڅو د شينجيانګ په تېرو شپېتو کلونو کې د اقتصادي او ټولنيزې ودې او لاسته راوړنې ښکاره شي.

عزم وايي،داستان د وخت ګلاب په نوم ونومول شو ، علت يې دا دی چې په تېره اوږده موده کې په شينجيانګ کې د ځمکې او اسمان ترمنځ بدلونونه رامنځته شوي ، د بېلا بېلو قومونو وګړي د همغږۍ په حال کې ژوند کوي څو چې د حکومت څخه مننه څرګنده شي . دغه راز هيله من يم چې د ښې راتلونکي په نښه ښکلي ګلاب د شينجيانګ په هر ځاي کې غوړيږي .

عزم وايي اوس د چين د ملي ژبې نه پرته په اويغوري ژبه د داستانونو په ليکلو هم بوخت يم ځکه چې اويغوريان په اويغوري ژبه چاپ شوي داستانونه خوښ دي ، غواړم چې په دوو ژبو داستانونه وليکم څو چې لوستونکي چې په دوو ژبو پوهيږي ، ډير خالص ، صادق او بېل احساسات حس کړي شي . د وخت ګلاب داستان چې په اويغوري ژبه ليکل شوی ، د راتلونکي کال په لومړيو وختونو کې اويغوري لوستونکو ته وړاندی شي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای