د نومبر په ٢٣ مه نېټه د چين د ٢٣مې دورې د مستندو فلمونو فېستيوال پرانستل شو چې د"زه له شينجيانګ څخه راغلی يم " په نوم يو مستند فلم چې پکې د ١٨ تنو شينجيانګيانو د ژوند لوړې ژورې ليدل کېږي، لومړۍ جايزه وګټله.
د دې فلم سر دايريکتر قربان جان سمت د نومبر په ٢٤ مه نېټه سي ار ای راډيو ته وويل، چې هغه اوس په کاناډا کې د دغه مستند فلم د دوهمې برخې د جوړولو په لټه کې دی.
نوموړی وايي، >زه له شينجيانګ څخه راغلم يم<مستند فلم چې پر شپږ ټولګو ويشل کېږي او هره برخه يې ٢٥ دقيقې اوږده ده او د چين په نورو لويو ښارونو کې د ٣ تنوشينجيانګيانو د ژوند او کار په اړه کيسې پکې ويل کېږي.
دغه فلم د کتونکو لخوا ډېر د هرکلي وړ ګرځيدلی او له خپريدو وروسته يې په شپږو ورځو کې په انترنيټ کې د کليک شمېر ٢٠مليونو ځلو ته رسيدلی دی.
د فلم دوهم موسم به د نړۍ په لسو هېوادونو کې د شينجيانګيانو ژوند او کار ثبت کړي او د اخيستلو کار به يې د راتلونکي کال په لومړيو کې په اروپا، افريقا او شمالي امريکا کې پيل شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |