CRI Online

په شينجيانګ کې د يخبازي د ترويج او د سيلانيزو چارو د پرمختيا ازموينه

cri     (GMT+08:00) 2016-12-27 21:11:44

څرګنګه چې بېجينګ او جانګجياکو ښارونو د ٢٠٢٢ م کال د ژمنيو اولمپيک لوبو کوربه توب حق ترلاسه کړی ، نو له دې سره هم مهاله په ټول چين کې د يخبازي د ترويج توده څپه راپورته شوې. د پروګرام په دې لړ کې به د دې لوبې د ترويج او د ځايي سيلانيزو چارو د پرمختيا په هکله معلومات درسره شريک کړو.

د نوامبر مياشتې د لومړۍ اوونۍ په پای کې د شينجيانګ اويغور خودمختارې سيمې د نان شان منظره لرونکې سيمه چې د شينجيانګ له مرکز اورومچي ښار څخه څلويښت کيلومتره واټن لري، سپينو واورو پوښلې وه او سيلانيانو چې رنګارنګ جامې يې اغوستې وې، سکي لوبه کوله. يو اويغوري هلک چې عادل نوميږي، وويل، چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې ښايي د هرې اوونۍ په پای کې دلته سکي لوبه وشي.

لږه موده مخکې د چين د بدني روزنې ادارې له ٢٠١٦ کال څخه تر ٢٠٢٥ کاله پورې د سکي لوبې د پرمختيايي پلان او په ټول هېواد کې د سکي لوبې ډګرونو د جوړولو پلان اعلان کړل څو چې تر ٢٠٢٥ کاله پورې په چين کې له پنځوسو مليونو څخه زيات لوبغاړي په مستقيم ډول سکي لوبه وکړي او د دوی تر تشويق لاندې درې سوه مليونه هوېادوال په سکي لوبه کې ګډون وکړي.

شينجيانګ چې د هېواد په شمال لويديځ کې پروت دی، د سکي لوبې غني سرچينې لري او په نان شان سيمه کې نيم کال د سکي لوبې لپاره ترسره کيږي.د روان کال په جنورۍ مياشت کې د چين درېيم ژمني لوبې هم په شينجيانګ کې جوړې شوې. د ځايي چارواکو په وينا شينجيانګ به کوشش وکړي چې د سيمې نفوسو څلورمه برخه يغنې پنځه مليونه تنه وګړي په يخبازي کې برخه واخلي.

د يخبازي د ترويج او د سيلانيزو چارو د پرمختيا ترمنځ د يوځايښت ازموينه په شينجيانګ کې پيل شوه. په بله ژبه په روانه ژمني موسم کې د سيلانۍ څو نوې لارې وټاکل شوې، خو پخوا به په شينجيانګ کې سيلانيزې چارې د مې مياشتې څخه تر سپتمبر مياشتې پورې په څو مياشتو کې توديږي او د ژمي په اوږده موده کې به سيلانيزې چارې سړې کېدې. نن ورځ د سکي لوبې تودوالي زيات شمېر سيلانيان راجلب کړي، دغه راز د شينجيانګ په بېلابېلو ځايونو کې د سکي لوبې يو لړ فعاليتونه شروع شوي دي.

له ګوانګ جو ښار څخه راغلي سيلاني نين شيانګ خبريال ته وويل، چې په ژمي کې شينجيانګ کې نه يوازې دا چې واورينې دښتې او نور له واورو څخه ډکې منظرې ليدل کيږي، بلکې د باز په وسيله د ښکار کونې او په واورينې دښتې کې وز لوبې ترسره کيږي ، باور دی چې لازيات کورني او بهرني سيلانيان به شينجيانګ ته راغشي چې د کنګلونو او واورو له سيل څخه خوند واخلي.

په شينجيانګ کې د سيلانيزو سرچينو د ډېرښت له امله کورني او بهرني سيلانيزې ټولنې دې سيمې ته زياته پاملرنه کوي. د تېر اکتوبر په مياشت کې د هېواد د سلو توريستي ټولنو مشرانو په ژمي کې د سيلانيزو چارو د رغاونې لپاره له اييلي ښار څخه ليدنه وکړه. د شينجيانګ د توريستي تبليغاتو مرکز مشر جاو هه لين وويل، چې سره دې چې په تېرو څو کلونو کې زيات فعاليتونه ترسره شوي وو، خو سږکال سيلانيان يو لړ نوي فعاليتونه خوښوس. د بېلګې په توګه سږکال به د سياحت نوی پروګرام پيل شي چې سيلانيان د کنګلونو او واورو د سيل په وخت کې هم ځانګړي خوراکونه خوړلی او هم قومي دودونه او عادتونه له نږدې کتلی شي.

دغه راز د سکي لوبې نمونوي ښوونځي د تاسيس او په سکي لوبه کې د يو مليونو هکلانو او نجونو د ګډون په عين وخت کې په شينجيانګ کې سکي لوبې هم د پرمختګ په حال کې دي د اټکل له مخې، تر ٢٠٢٥ کاله پورې به په دې سيمه کې د ورزشکارانو يا لوبغاړو شمېر د دې سيمې د نفوسو له درېيمې برخې څخه واوړي. د ښاغلي جاو په وينا نن ورځ په شينجيانګ کې د سکي لوبې، د روغتيا ساتنې ساعتيري، د قومي دودونو د ليدنې ، د موټر په چلولو سره د اکتشافي سياحت او د پولو سيل په شمول په ژمي او پسرلي کې سيلانيز نظام په ابتدايي توګه جوړ شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای