CRI Online

د چين د هوی قوم

cri     (GMT+08:00) 2016-12-27 21:13:39

د چين په ټولو ٥٦ قومونو کې لس قومونه پر اسلامي دين عقيده لري. دغه لس قومونه په جلاجلا توګه دا دي ، هوی ،اويغور، قزاق،ازبک،تاجک،تاتار،قرغز،سالار،دونګ شيانګ او باو ان چې پکې د هوی قوم نفوس تر ټولو زيات دی. د چين مسلمانان پروګرام په نننۍ کړۍ کې به دچين هوی قوم دروپېژنو.

د هوی قوم د چين د ملی اقليتونو څخه داسی يوازنی قوم دی چې خلک يی د هيواد په هر ولايت ،لوی ښار او خودمختاره سيمه کښی خواره واره دی ٠ اوس د دی قوم نفوس له اته مليونو شپږ لکو تنو څخه اوښتی دی او له دی جملې څخه يو مليونه اته لکه تنه د چين په شمال لويديځ کښی د نين شيا د هوی قوم په خودمختاره سيمه کښی اوسيږی ٠

د هوی قوم د چين له لسو مسلمانو قومونو څخه شميرل کيږی، د اسلام مبارک دين د دی قوم د سياسی ، اقتصادی ، اجتماعی او کلتوری چارو پر انکشاف باندی پراخه اغيزه کړی او د دوی د واده ، خوراک، پوښاک او د ژوند په هر دود دستور باندی هم مسلط دی٠

د ميلادی اوومی پيړۍ له نيمايی نه وروسته يو شمير فارسيان او عربان د سوداګيرۍ دپاره په وار سره چين ته راغلل او ځينی يی د تل دپاره د چين په ځينو ښارونو کښی پاتی شول چه دوی د چين د هان ، مغول او ويغور د قومونو له پيغلو سره ودونه وکړل او نسل په نسل زيات شول، په دی وجه د چين د هوی قوم ګام په ګام رامنځ ته شوی او وده يی کړيده٠

د هوی د قوم خلک د هان قوم ژبه يعنی د چين ملی ژبه وايی او په ليکنه کښی هم د هان قوم له کرکترونو او ليک دود څخه استفاده کوی، خو په ورځنی ژوند او مذهبی فعاليتونو کی ځينی عربی او فارسی کلمې هم استعمالوی٠ د ميلادی ١٤ پيړۍ له پای نه د شلمې پيړۍ تر لومړيو کلونو پوری د چين اسلامی پوهانو د اسلامی اصولو سره سم په لرغونی چينی ژبه قران کريم ترجمه کړی او د چينی ژبې په دوو کرکترونو ٌ چينګ ٌ او ٌ جين ٌ سره يی د اسلام د کلمې معنی او مترادف رايج کړيدی٠ په چينی ژبه کښی ٌ چينګ ٌ د پاکوالی معنی او ٌ جين ٌ د حقيقت معنی لری، يعنی د دوی په نظر اسلامی دين هم پاک او مطهر او هم په حقيقت ولاړ دی ٠ د هوی قوم مسلمانان هم په خپل قول او عمل کښی ٌ پاکوالی ٌ او ٌ حقيقت ٌ ته د يوه لارښود اصل په توګه اهميت ورکوی او کوشش کوی چه د ژوند په هره معامله کښی رښتينی او صادقان پاتی شی او له هيچا سره ټګی او برګی و نه کړی او په شخصی ژوند کښی هم د اسلامی اصولو ښه پيروی وکړی٠

شين او تور چای د هوی قوم د خلکو ډير خوښيږی، دوی عمومأ په جوش کړو اوبو کښی د چايو پاڼې، نبات او د ٌ ګوۍ يوان ٌ په نامه يو ډول وچه ميوه واچوی، که ميلمه يی کور ته راشی،د کونځلو،وچی خرما، بادامو يا ممپليو او غوزانو څخه جوړ شوی چای ورته وړاندی کوی او ښه ميلمه پالنه يی کوی٠ دغه ډول چای خوندور، مغذی او د روغتيا دپاره ډير ګټور دی ٠

د چين د هوی قوم خلک د نړۍ د مسلمانانو په شان هر کال د لوی اختر، کوچنی اختر او د ستر پيغمبر حضرت محمد ( ص )د زيږيدنې د ورځو نمانځنه په خاصو مراسمو سره کوی٠

د هوی قوم خپله خوږه فولکلوری سندره لری چه ٌ خواړ ٌ نوميږی، ٌ خواړ ٌ په چينی ژبه کښی د ګل معنی لری٠ د هوی قوم د ځوانانو او پيغلو خوښه دا ده چه د دغی فولکلوری سندری په ويلو سره يو بل ته خپله مينه څرګندوی٠ عمومأ ځوانان په سندره کښی پيغلې له ګل سره مشابه کوی٠ د سندرې شعر عمومأ د سندرغاړی لخوا جوړيږی او په هره سندره کښی په ډول ډول ښکلو تشبيهاتو سره خپل عاشق يا معشوقه ستائی٠

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای