CRI Online

د اويغوريانو خوندوره خواړه

cri     (GMT+08:00) 2016-12-28 09:43:38

خواړه د انسان د مادي ژوند له بنسټيزو محتوياتو څخه شميرل کيږي د چين اويغوري قوم په شينجيانګ کې د نورو ملي لږکيو مخکې و چې له کوچياني ژوند څخه يې په کرنيزو چارو ته مخه کړه د خپل ژوند کولو شکل يې بدلون ورکړ،خو د دوي په خوړو کې لا هم د کوچياني ژوند د وختونو ځانګړي دودونه ساتل شوي دي.

کباب په اسلامي هېوادونو کې يو عام او مشهور خوراک دی ، د شينجيانګ مرکز ارومچي ښار دی ، خو په ارومچي ښار کې زياتره اوسيدونکي د چين د لومړي لوی هان قوم وګړي دي ، که تاسې غواړئ د اويغوري قوم دود دستور له نژدې وګورئ ، بايد د ارومچې ښار په اطراف کې د اړ داو چاو په نوم يو لوی بازار ته لاړ شئ،هلته ډول ډول خوندوره خواړه پلورل کيږي، مثلا کباب ، نان ، خټکي ، انګور ، خرما او نورې وچې او تازه ميوې . پخوا اويغوريانو د پسه غوښې د ولې ونې په نرمو نازکو ښاخونو ټومبلې چې دغه ونه د شينجيانګ ، ګان سو او داخلي مغولستان په وچو ځايونو کې زياتې ليدل کيږي او هلته کوي او ښاخونه يې ډېر نرم او نازک دي او د سوځېدو په وخت کې ښه بوی ترې پورته کيږي . نن ورځ د اړ داو چاو په رستورانتونو کې کباب لا هم د يادو ښاخونو په لرګيو کې ټومبل کيږي . په وروستيو کلونو کې په اورمچي کې د متر کباب په نوم کباب ډير مشهور دی ځکه چې سيم يې نژدې يو متر اوږدوالی لري، د پسه کباب نه پرته په اورمچي کې د چرګ، کب، بېلابېلو غوښو، هګۍ، سابه، ميوه او جوار، بولاني او داسې نور ، يوه خبره ده چې هر شي کباب کيږي ، دغه راز اويغوريان د اوړو څخه د هر ډول خوراکونو په جوړولو ډېر تکړه دي.

د کباب نه پرته د شينجيانګ اش هم ډير شهرت او خوند لري . اش ته په اويغوري ژبه کې لنګمن وايي او دغه ډول اش ځکه ډير نرم او نازک دی ، علت يې دا دی چې شينجيانګ کې د کرل شوو غنم جنس ښه دی او د ودې موده يې اوږده ده ، نو هلته د توليد شويو اوړو څخه اش ډېر نرم او خوندور دي، دغه ډول اوړه ښه کشول کيدای شي . د دا ډول اش خوړلو په عين وخت کې ډول ډول سابه مثلا کرم ، رومي بانجن ، تور بانجن ، ګازره ،سماروق، کچالو مرچ او داسې نور هم وراچول کيږي او لږ څه سرکه او هوږه هم وراضافه کيږي . د اش کشولو حرکات ډير ښکلي دي، ځکه چې کشوونکي استاد په ډير مهارت سره اش کشوي او ډبل اش ددوي د لاسونو په وسيله ژر نرميږي حتی د تار غوندې نازک کيږي.

د سپتمبر په لومړۍ لسيزه کې لوی اختر راځي او د اختر په موده کې اويغوريان مېلمستيا جوړوي او په مېلمستيا کې دوه خواړه حتمي ايښودل کيږي چې يو يې د پسه کولمو څخه پاخه شوي خواړه او بل يې د پسه د لجيګر دي او د جوړولو لارې چارې يې مشکلې دي، مثلا د پسه کولمې د نوړو جوړولو طريقه دا ده چې لومړې کولمې ښه پاک کيږي او بيا وريجي، د پسه زړه او جيګر ، ټوټه ټوټه هوږه او نور مسالې پکې اچول کيږي او کولمې کلکې په تارونو تړل کيږي او په پای کې په اوبو کې جوش کيږي، دغه خوراک ډير ښه خوند لري ، نن ورځ د پسه کولمو د پخولو نورې لارې چارې هم رامنځته شوې او په ټول شينجيانګ او حتی نورو هېوادونو کې هم مروجې شوې دي ، خو پخوا دغه خوراک يوازې د غذايي ډولونو په بدلون کې مهم نوښت دی چې دا د زړو اويغوريانو د اټکل نه وتلې خبره ده .

پرته د پسه کولمو او د لجيګر نه، ډول ډول اويغوري خوراکونه خوندور دي . اويغوريان نه وايي چې بازار ته ځي ، بلکې د بازار سيل کوي ، په بله ژبه د بازار سيل د خوندورو خواړو د خوړلو مانا لري . سره له دې چې که څوک يوازې په بازار کې يوه کڅوړه سابه او يا دوه ټوکرۍ زردالو وپلوري او څه ګټه لاس ته راوړي ، خو په پای کې به حتما پلو او يا دوه بلاني وخوري . که تاسې غواړئ چې د اويغوريانو خوندور خواړه وخورئ ، بايد شينجيانګ ته لاړ شئ او د خوندورو خوړو د خوړلو په عين وخت کې هم بايد د شينجيانګ د منظردارو ځايونو سيل وکړئ .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای