CRI Online

د چين قزاق قوم

cri     (GMT+08:00) 2017-01-07 17:47:47

د چين د قزاق قوم نفوس څه دپاسه يو مليونه او دوه لکه تنه دی او په عمده توګه د شينجيانګ په شمال کښی د ايلي د قزاقی قوم په خودمختاره لويه ولسوالۍ کښی اوسيږی او لږ شمير يی د ګان سو په ولايت کښی ژوند کوي٠ دا قوم خپله ژبه او ليک دود لری٠

د قزاق قوم خلک په عمده توګه په مالداری بوخت وي، پرته له دې نه چه لږ شميرقزاقي بزګران خپل دايمي استوګنځی لري،اکثريت يې کوچيانی ژوند تيروي٠

په مالدارو سيمو کښې قزاقيان د پسرلي، دوبي او مني په درو فصلونو کښې په کيږديو کښې اوسيږي او په خاورينو کورونو کښې ژمی تيروي٠ د قزاقي قوم د خلکو خوراکونه ډير غني دي، دوی د غوا او پسه له شيدو څخه ډول ډول خوراکونه پخوي، د اس د شيدو، مستو او شيدو چايو له څښلو سره شوق لري قزاقي مالداران عمومأ غوښې خوري او د اس کلمې د دوی خوندور خوراک دی٠

په ژمي کې د قزاقي مالدارانو نارينه د پسه ، ګيدړې او ليوا له پوستکو څخه جوړشوی بالاپوش اغوندي او پتلون يې عمومأ د غوايي له پوستو څخه ګنډل شوي وي. قزاقي ښځې عمومأ اوږده لمن اغوندی او په ژمي کې د لمنې په باندنې برخه پمبه يې يا څرمني بالاپوش پوښوي ٠ پيغلې يې ګلدوز شوي لباسونه اغوندی او هغه خولۍ په سر کوي چه د کونګ په بڼکو ښکلې شوي وي.

قزاقيان ميلمه پالونکي خلک دي٠ کله چې دوی کور ته ميلمه راشي، عمومأ پسه حلالوي٠ په کورنۍ ميلمستيا کې کوربا د پسه سر د ميلمه په مخکې اچوي، ميلمه د پسه د ښي مخ يوه ټوټه غوښه پريکوي او خوري يې ، ورپسې د پسه غوږ پريکوي او د کوربا ماشوم ته هم ورکوي، بيا وروسته د پسه سر کوربا ته بيرته سپاري٠

د قزاقي نارينه او ښځې د اس د سپرلو په برخه کې لوی لاس لري٠ ځوانان يې له پهلوانۍ او د وزلوبې سره مينه لري او د اسونو په سپرلو سره د پيغلو تعقيبول د ځوانانو او پيغلو دپاره د خوښۍ وړ پروګرام دی او د معشوق او معشوقې د پيداکولو ډير ښه فرصت ګڼل کيږي٠

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای