CRI Online

د چين تاجيک قوم

cri     (GMT+08:00) 2017-01-23 16:53:32
د چين د تاجيک قوم نفوس څه دپاسه درې ديرش زره تنه دی او د شمال لويديځ چين د شينجيانګ د ويغوري قوم د خودمختارې سيمې د تاشقرغان په ولسوالۍ کښی اوسيږی٠

د ميلادي اوولسمې پيړۍ له پايه نه تر نولسمې پيړۍ پورې ځينې هغه تاجيکان چه اصلأ د پامير په لويديځه او جنوبي برخو کې اوسيدل، په تدريجي توګه د چين د شينجيانګ د تاشقرغان ناحيې ته مهاجر شول او په دې ډول په چين کښی تاجيک قوم اباد شو٠ تاجيکان فارسي ژبه وايي، خو د چين اکثر تاجيکان په ويغوري او قرقزي ژبو هم خبرې کوي٠ د تاجيک قوم کلتور او هنر رنګارنګه او په زړه پورې دی، په دی جمله کې اشعار عمومأ د فوکلوري ادب بڼه لري چه د ٌ نر ګربت ٌ ، ٌ سپين عقاب ٌ او ٌ هوښياره ډبره ٌ په نامه شعرونه يې ډير شهرت لري٠ دغه شعرونه د پخواني ارتجاعيی تسلط له تورو تاريکيو څخه د تاجيکانو نارضايت او د يوه نکمرغه سباوون لپاره د دوی د اميدونو څرګندونه کوي٠ د تاجيک قوم اکثره افسانې، کيسې او روايات عشقي او رومانتيک رنګ لري٠ د تاجيکانو عمده د موسيقۍ الات رباب ، بالانزکوم او هغه نی ده چه د ګربت له هډوکو څخه جوړيږي٠ تاجيکان په ډير شوق سره په ډله ايزه توګه دايروي نڅا کوي٠ تاجيکي ښځې د مصنوعاتو د اوبدلو او د ګلدوزي کولو په برخه کې ډير ښه مهارت لري٠

د چين تاجيکان عمومأ په کرنې او مالدارۍ بوخت دي او عمده خوراکونه يې کوچ، مستې، د شيدو چای، غوښی، شيربرنج او چارمغز چای دی٠

د چين تاجيکان ډير ميلمه پالونکي خلک دي، هر څوک چې د شپې د تيرولو دپاره استوګنځی لټوي، که اشنايې وي او که نه، تاجيکان په تودو احساساتو سره د دوی پذيرايي کوي ٠

پخوا د تاجيکی قوم اقتصاد وروسته پاتی و، د چين د ولسي جمهوريت له جوړيدو نه وروسته په ١٩٥٣ کال کې د تاشقرغان د تاجيکي قوم خودمختاره ولسوالي تاسيس شوه او په ١٩٥٨ کال کې د کاشغر او تاشقرغان ترمنځ عمومي سړک پرانيستل شو٠ وروسته له هغه د تاجيکانو په اوسيدونکو ناحيو کې يو شمير کوچينۍ فابريکې هم جوړې شوې٠ په تيره بيا خارج ته د هنجراپ درې د دروازې خلاصيدو د تاشقرغان اقتصاد او ټولنې انکشاف ته نوی حياتي قوت رسولی چې په نتيجه کښی د چين د تاجيکانو ژوند ډير ښه شويدی٠

د چين تاجيکان د اسلام په مبارک دين ايمان لري او د نورو مسلماناو په شان د لوی او کوچني او نورو مذهبی ورځو مراسم په ډيره خوښۍ او د ازادۍ په فضا کې ترسره کوي٠

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای