CRI Online

د چين تاتار قوم

cri     (GMT+08:00) 2017-01-23 16:54:19
د تاتار قوم د چين له لسو مسلمانو قومونو څخه شميرل کيږی او نفوس يی څه نا څه پنځه زره تنه دی چه په عمده توګه د شمال لويديځ چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې د اينين ، تاچن او وروموچۍ په ښارونو کښی اوسيږی او خپله قومی ژبه او ليک دود لری٠ خو څرنګه چه د تاتار قوم خلک د ويغور او تاجک قومونو له خلکو سره ګډ اوسيږی او نژدی اړيکی ورسره لری، نو په ورځنی ژوند کښی هم د دغو دوو قومونو له ژبو او ليک دودونو څخه استفاده کوی٠

په تاريخ کښی ٌ تاتارٌ اصلأ د منګوليا د قوم څو قبائل وو، خو د تاتار اوسنی قوم د هغو مغولی او ترکی قبائلو اولادونه دی چه په ١٥ مه پيړۍ کښی يی د روسيې د ولګا او کاما سيندونو په غاړه ګډ ژوند کاوه٠

د نولسمې پيړۍ په دوهمه او دريمه لسيزه کښی د روسيې فيوډالی مځکه والو ډيری مځکی لاندی کړې، نو ځينی تاتاريانو مجبورأ له خپلو ټاټوبو څخه بی ځايه او کوچيانی ژوند يی اختيار کړ چه يو شمير يی د والګا سيند د وروستنی ناوې، سايبيريا او قزاقستان له لاری د چين شينجيانګ ته راغلل٠ دغه راز د نولسمې پيړۍ له پای نه د شلمې پيړۍ تر پيل پوری د روسيې تاتاری سوداګران او دينی ملايان هم ورو ورو شينجيانګ ته داخل شول ٠ نو دغه تاتاريانو د چين د تاتار قوم تشکيل کړيدی٠

د تاتار قوم د خلکو کورونه عمومأ ځانګړی انګړ لری او په انګړ کښی يی د ميوو ونې او د ګلونو بوټی ليدل کيږی ٠ د کور په دننه کښی ديوالی غالۍ ځوړندې دی او مځکنی قالين غوړيږی او کورنی سامانونه يی عمومأ اروپايی شکل لری٠

د دی قوم لباسونه څرګند قومی خصوصيت لری ٠ نارينه او ښځې ګلدوزی شوی کميس او تور واسکټ اغونډی ٠ د نارينه وو لباسونه او خولۍ عمومأ سپين او تور رنګونه لری او ښځې يی عمومأ سپينه، ژيړه يا چوڼيا اوږده لمن اغونډی او مرغلرې لرونکی ښکلی خولۍ په سر کوی ٠

تاتاريان د سندرې ويلو او نڅا کولو په برخه کښی لوی لاس لری٠ د چين په شينجيانګ کښی د هر کوم قوم د جشن د نمانځنې او واده په مراسمو کښی حتمأ د تاتار قوم موزيک غږول کيږی او د تاتاری سندرو او نڅاوو نمايشونه ښودل کيږی٠ نو د شينجيانګ خلک تاتاريان د بيلا بيلو وروڼوقومونو د ښاديو په ورځو او هنری فعاليتونو کښی د ستورو په حيث بولی ٠

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای