CRI Online

په شينجيانګ کې ما د خپل ټاټوبي ياد احساس کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-01-29 20:20:09

چين ته د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو د مشهورو کسانو د سفر په اړه د درېيمې ډلې د يو غړي په توګه، جرمنی والفرام لوبنيټس د بلنې په منلو سره چين ته سفر وکړ. دا چين ته د ده لومړی سفر نه و، خو له شينجيانګ څخه يې لومړی ليدنه وه. هغه د چين نړيوالې راډيو خبريال ته وويل، په شينجيانګ کې يې د خپل ټاټوبي ياد احساس کړ.

د ښاغلي والفرام لوبنيټس په سترګو کې، د چين د نورو ولايتونو په نسبت د شينجيانګ تر ټولو لويه ځانګړتيا دا ده چې دلته ډېر ملي لږکي اوسېږي. هغه وويل، که په نړۍ کې د شينجيانګ په اړه يو اعلان جوړ شي، شينجيانګ يو داسې ځای دی چې ډېر ملي لږکي د سولې په فضا کې ګډ ژوند کوی، دا يو اسان کار نه دی.

لوبنيټس د يو سوداګر په توګه، شينجيانګ ته له سفر مخکې د شينجيانګ په هکله ډېر کتابونه لوستلي. کله چې هغه د شينجيانګ په مرکز اورمچي ښار کې د اسيا او اروپا له پنځم نندارتون څخه ليدنه وکړه، ډېر اروپايي تصدۍ يې وليدلې چې له شينجيانګ سره په همکارۍ بوختې دي. ده وويل

((له شينجيانګ څخه په دغه سفر کې ما دا پيدا کړه چې په تېرو لسو کلونو کې شينجيانګ کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. په دې سيمه کې د سړکونو او ګړندي اوسپنيزو لارو پرمختګ ډېر ښه دی، په هر ځای کې نوې جوړې شوې ودانۍ ليدل کېږي. فکر کوم که بهرنۍ تصدۍ په شينجيانګ کې پانګونې وکړي، دوی به هرومرو ترې ګټې تر لاسه کړي، څرنګه چې ځايي کسان ډېر زحمتکښه دي.))

لوبنيټس خبريال ته ويلي، هغه به بيرته جرمني ته تر ستنېدو وروسته په ويبپاڼه او يا ورځپاڼو لپاره ځينې مقالې وليکي چې نورو کسانو ته به د دې سفر په هکله مالومات وروپېژني چې ښايي د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره ګټوره وي. ده وويل

((شينجيانګ ته دغه سفر ډېر په زړه پورې دی، زما په اند، په دې سفر کې ما د شينجيانګ ماضي او ښکلې راتلونکي ليدلې ده. ماضی يعنې زموږ په سفر کې د ورېښمو قديمي لارې په اړه ليدل شوي تاريخي شيان دي چې په تېره زمانه کې د چين د د پرمختګ استازيتوب يې وکړ . په عين وخت کې مو د ځايي کسانو هڅې او کوښښونه هم وليدل چې دوی د راتلونکې موخې د ترسره کولو لپاره هڅوي.))

خبريال له لوبنيټس څخه پوښتنه وکړه چې شينجيانګ د جرمني د کوم ځای په شان دی؟ هغه ځواب ورکړ چې شينجيانګ د ده له ټاټوبي براندنبيرګ ايالت سره ورته والی لري چې نه يوازې پراخوالی يې د هېواد لويه برخه نيسي، بلکې منظرې يې هم هم سره ورته دي. د ده په ټاټوبي کې ځيني تصدۍ له چين سره ښې اړيکې لري او ځيني کسان چيني ژبه ويلی شي. د ده په اند، دا د دواړو خواوو لپاره يو ډېر ښه فرصت دی. ده وويل

((زما په وطن کې يو ښار شته چې نوم يې فرانکفورت دی، دغه ښار لکه د ورېښمو په لاره کې يوه دروازه ده. اورګاډي د دې ښار له لارې چين ته راځي، د دې ښار په اړه يو ځانګړی ارګان شته چې د ورېښمو لارې په هکله يې ځانګړی پلان جوړ کړی. فکر کوم دغه پلان د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو په هکله د چين له پلان سره اړيکې ټينګولای شي. ))

ښاغلي لوبنيټس وويل، د شينجيانګ او اروپا تر منځ همکاري د پرمختګ سترې ساحې لري، هغه هيله من دی چې په راتلونکی کې د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ د هڅولو لپاره تر ممکنه حده پورې خدمتونه ترسره کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای